Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 09.10.2022

په ایران کې فعالانو د دولتي تلوېزیون ژوندۍ خپرونې هک کړې

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې فعالانو د دولتي تلوېزیون ژوندۍ خپرونې هک کړې او په ایران کې یې د د دولت ضد اعتراضونو په ملاتړ تصویرونه او پیغامونه خپاره کړل. په تلوېزیوني نشراتو کې پرون له دولتي چارواکو سره د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي د کتنې راپور د څو شېبو لپاره مختل شو او پرځای یې د ځینو وژل شویو اعتراض کوونکو او مهسا امیني تصویرونه خپاره شول، هغه ځوانه ښځه چې تېره میاشت مړه شوه. پر دې مهال د اورونو په منځ کې د خامنه اي عکس راڅرګند شو چې څنګ ته یې لیکلي وو: "زموږ سره یوځای شئ او ولاړ شئ. ویل شوي، چې د... Читать дальше...

نن د افغانستان او تاجکستان فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالي ده

Pa.azadiradio.com 

تمه کېږي د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنۍ کشره لوبډله نن ناوخته د تاجکستان په وړاندې مسابقه وکړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې دا په اسیا جام کې تر ۱۷ کلنۍ د کشرو لوبډلو د مسابقو لړۍ ده، چې نن به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د کابل پر وخت شپږنیمې بجې پیلېږي. د افغانستان ټیم تر دې مخکې د جمعې په ورځ منګولیا ته ماتې ورکړه. افغانستان دا مهال د H ګروپ د جدول په سر کې دی، که نننۍ مسابقه یې مساوي هم شي، د خپل ګروپ په سر کې به پاتې شي.

پر 'کاج' ښوونيز مرکز د بريد په تړاو فرانسه کې اعتراضونه

Pa.azadiradio.com 

کابل کې پر 'کاج' ښوونيز مرکز له برید وروسته د اعتراضونو په دوام، د فرانسې په بوردي ښار کې مېشت افغانان د شنبې په ورځ د اکټوبر ۸مه سره راټول شول او د "هزاره‌ګانو نسل‌وژنه ودروئ" شعارونه‌يې ورکړل. پر 'کاج'ښوونيز مرکز برید کې ۵۳ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپيان دي.



د کابل ښار د پاکوالي په موخه کمپاين پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د یو خصوصي پوهنتون د رضاکارو محصلانو ټولنې د ښار د پاکوالي په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی. په کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د یک شنبې په ورځ "راځئ  چې خپل ښار پاک وساتو" په نوم کمپاین د کثافاتو په راټولو سره کمپاین پیل کړ. دغو ځوانانو د یاد کمپاین له لارې خلک د ښار د پاکوالي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل. د دغه کمپاین یو غړي امین حکیمي ازادي راډیو ته وویل: "د نن ورځې د کمپاین هدف سره له دې چې د ښار پاکوالی دی، د اوبو په مصرف کې باید... Читать дальше...

په ارزګان کې د تېر حکومت یو نظامي وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې د تېر حکومت یو نظامي وژل شوی دی. طالبان هم دا خبره مني خو وايي، دا کس خپلو دښمنانو وژلی دی. د ارزګان ولايت د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډيو ته وويل چې دغه کس د ارزګان ولايت په ده يک سيمه کې پرون ماخستن په ډزو وژل شوی. نوموړی وايي، وژونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د طالبانو ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي. تر دې مخکې هم په ګڼو ولایتونو کې ملکیان او پخواني نظامیان په نښه شوي چې په ځينو مواردو کې طالبانو د دې لامل شخصي دښمنۍ بللي. خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په... Читать дальше...

کاج ښوونیز مرکز د زده کوونکو پرمخ بېرته پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید ۹ ورځې وروسته د دې مرکز مسوولان وايي، چې سبا د دوشنبې په ورځ ته درسي بهیر بیا پیلوي. د کابل په لوېدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز چې د تلې میاشتې په اتمه نېټه پرې ځانمرګی برید وشو، مسوولان یې وايي، د دې مرکز درسي بهیر بېرته پیلوي. د کاج ښوونیز مرکز مسوول غلام رضا امېد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پرېکړه یې کړې ده چې د دوشنبې په ورځ خپل مرکز بېرته پرانېزي. امېد وویل: "د ټولو ټپيانو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د زده کړو د دوام په خاطر باید درسونه ونه درېږي. Читать дальше...

د بلوچستان وکيلان وايي که د سپريم کورټ د قاضيانو شمېر پوره نه شي، احتجاج پيلوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د وکیلانو ټولنې او د پاکستان عدلي کمیشن غړو له چيف جسټس غوښتنه کړې چې په سپریم کورټ کې دې د ججانو خالي څوکۍ ژر تر ژره ډکې کړي.  دوی دا غوښتنه د اکتوبر پر اتمه په کوټه کې د یوې غونډې پر مهال وکړه. تر غونډې وروسته د خیبرپښتونخوا د عدلي کمیشن غړي احمد فاروق ایډوکېټ مشال رېډیو ته وویل چې په سپریم کې د ججانو په ۱۷ څوکیو کې پينځه د روان کال د فرورۍ راهیسې خالي دي چې له وجې یې ډیرې مقدمې د ځنډ ښکار دي. نوموړي زیاته کړه چې باید په دې څوکیو ګمارنې د قابلیت او د رتبې د لوړوړالي پر اساس وشي.  ... Читать дальше...

دوبۍ کې د هندوانو لپاره مندر جوړ شوی

Mashaalradio.com 

په دوبۍ کې د هندوانو لپاره لوی مندر جوړ شوی دی. دا به یوازې هلته د مېشتې هندو ټولنې د عبادت ځای نه وي بلکې هغوی کولای شي چې په دغه ځای کې خپل کلتوري او مذهبي تهوارونه هم ولمانځي. د دې مندر جوړوونکي وایي چې دا یې یوه زړه غوښتنه وه او ډېر ورته خوشحاله دي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیویي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد یې وړاندې کوي.



اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو په زاپروژیا کې ۱۷ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په زاپروژیا ښار کې د روسيې د بریدونو په پایله کې بېګا لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي. روسیې د اوکراین په جَنوبي ښار زاپروژیا باندې بېګا بریدونه کړي. د زاپروژیا د ښاري شورا سکرتر اناتولي کورتیف ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي. کورتیف زیاته کړې چې پنځه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څلوېښت نور کورونه هم قسمي تخریب شوي. زاپروژیا تېره اوونۍ د روسیې له خوا له خپلې خاورې سره الحاق شوې، خو روسیې په هغو سیمو بریدونه کړي چې لا هم د اوکراین په ولکه کې دي. د زاپروژيا الحاق د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوی. Читать дальше...

د امريکې استخباراتي ادارې مرستيال د طالبانو استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره ليدلي

Mashaalradio.com 

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ايي اې) مرستیال مشر ډېویډ کوهین په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي. امريکايي رسنيوو (سي اين اين او فاکس نیوز) خبر ورکړی چې د امریکايي ولسمشر جوبایډن ادارې ډېویډ کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږلی وو او هغه د اکتوبر پر اتمه د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره ملاقات کړی دی. سي این این خبر ورکړی چې پر دې مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم موجود وو. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي. دا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر اېمن... Читать дальше...

کندهار ښاریان: طالبانو تازه ځینې سړکونه په سمنټي دېوالونو بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې طالب چارواکو د دې ښار یو شمېر فرعي سړکونه په سمنټي دېوالونو بند کړي. د کندهار ښار د کمانډو فرعي سړک چې تازه د خلکو پر مخ تړل شوی او له سمنټو جوړ شوي لوی دېوالونه په کې اېښودل شوي دي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، ژمنه کړې وه چې اوس امنیت راغلی او هغه لارې به پرانېزي چې د جمهوریت پر مهال د امنیتي ګواښونو له امله په سمنټي دېوالونو بندې شوې وې. خو د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، وروستیو ورځو کې طالبانو د کمانډو، فرقې او د شرکت مېوې لارو کې لوی سمنټي دېوالونه اېښي. Читать дальше...

امریکايي او طالب استخباراتي چارواکو له ترهګرۍ سره په مبارزې بحث کړی

Pa.azadiradio.com 

له اوږده ځنډ وروسته، د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو دوحه کې سره لیدلي دي. له څه د پاڅه دوه میاشتې وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو او طالب چارواکو سره بیا رسمي خبري کړي. د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، د دواړو لوریو رسمي بحث دی چې په دوحه کې شوی. سي‌ان‌ان نن راپور ورکړی دا خبرې چې د شنبې په ورځ شوي، په کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و. د دې خبرو اترو ټول رسمي جزییات لا نه‌دي معلوم،... Читать дальше...

قرغیزستان کې ښځې په کورني اقتصاد کې مهم رول لوبوي

Mashaalradio.com 

د منځنۍ اسیا هېواد قرغیزستان ۹۰ فیصده وګړي مسلمانان دي. په هغه هېواد کې ښځې د کورني اقتصاد په برخه کې مهم رول لوبوي او په دفترونو او بازارونو کې کار کوي. په قرغیزستان کې د سړیو په نسبت زیاتې ښځې کار کوي. ویډیويي رپورټ.

د تېر نظام پرمهال د افغانستان د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی ومړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهوري نظام د مهال د مشرانو جرګې غړی او د دې جرګې د شکایتونو د کمېسیون پخوانی ريیس زلمی زابلی تېره شپه په کابل کې په حق ورسید. د ده د کورنۍ غړیو رسنیو ته ویلي چې نوموړي د سږو او پښتورګي ناروغي لرله. زلمي زابلي په زابل، کندهار او کابل کې د طب د ډاکتر په توګه کلونه کار کړی او د مشرانو جرګې د غړي په توګه یې د رسنیو په تودو بحثونو کې ګډون کاوه.

په افغانستان کې د جرمني د حکومت ۲۵ افغان همکاران وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني حکومت وايي، لسګونه افغانانو  چې په افغانستان کې یې د دوی له پوځ سره همکاري کړې وه او ټاکل شوې وه چې له افغانستان څخه وایستل شي، مړه شوي دي. د ډي پي اې خبري اژانس له راپور سره سم، د جرمني دفاع وزارت وویل، ۲۵ افغانان چې یو وخت د دوی ځايي کارکوونکي وو، اوس مړه دي. د دغو کسانو له منځه ۱۲ تنه په طبیعي ډول یا په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي. ۶ تنه یې وژل شوي، خو داسې کومه نښه نه شته چې دا کسان دې د جرمني د وسله وال ځواک د ملاتړ په خاطر وژل شوي وي. دا نه ده څرګنده شوې چې د نورو د مړینې سبب څه وو.

قطر کې جګپوړو امریکايي او طالب چارواکو لیدلي

Pa.azadiradio.com 

په جولای میاشت کې د القاعده شبکې پر مشر د امریکا له بریده وروسته په لومړي ځل جګپوړو امریکايي چارواکو له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي. د فاکس نیوز د راپور له مخې، د ولسمشر بایډن ادارې د سي آی اې مرستیال ريیس ډیوید کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته استولی او پرون یې د طالبانو د استخباراتو د ريیس عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي سره وکتل. له بلې خوا سي این این وايي چې د طالبانو د استخباراتو د ريیس په مشرۍ پلاوي سره د سي آی اې د مرستیال ريیس د کتنې په مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم حاضر و. Читать дальше...

روسي چارواکو د اوکراین له ځینو سیمو د خپلو پوځیانو د ایستلو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په خرسون سیمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره تړلې اعلان کړې، د مسکو له لوري ګومارل شوي چارواکي وايي، له سختې مرحلې سره مخامخ دي او امر یې کړی چې د اوکرایني ځواکونو د لویې ځوابي حملې د خطر له کبله دې ځینې سیمې تخلیه شي. ده پرون په ټیلګرام کې همداراز ویلي چې د روسیې دوې سیمې چمتو دي چې د اوکراین د خرسون ماشومان او لویان ومني.

روسیې د اوکراین جګړې لپاره نوی قوماندان وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایني ځواکونو له ځوابي حملو او پرمختګونو وروسته د روسیې دفاع وزارت د اوکراین په جګړه کې د خپلو پوځیانو عمومي قوماندان تبدیل کړ. د روسیې دفاع وزارت پرون شنبه وویل چې د هېواد د هوايي ځواک قوماندان سرګي سورو ویکین یې د اوکراین د جګړې قوماندان ګومارلی دی. دا په یوه اوونۍ کې درېیم ځل دی چې د روسیې جګپوړي قوماندانان تبدیلېږي.

تېره شپه د ایران په ګڼو ښارونو او پوهنتونونو کې لاریونونه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په ګڼو ښارونو او پوهنتونونو کې تېره شپه لاریونونه وو. د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې نجلۍ له وژل کېدو وروسته د اعتراضونو څلور اوونۍ پوره شوې خو داسې نه ښکاري چې اعتراض کوونکي دې له مظاهرو ژر لاس واخلي. د تهران په نازي اباد کې مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې ویل، دا کال خونړی دی او خامنه يي به نسکورېږي. د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا هم تایید کړې چې د تهران په لسګونو سیمو کې اعتراضونه شوي دي.


Музыкальные новости
Тимати

Тимати высмеял Джигана: "Не собьется, будет уже круто"





Rss.plus
Анфиса Чехова

Отец из Панамы, школьная любовь и любимая еда: Елена Борщёва раскрыла все тайны на шоу ТВ-3 «Вкусно с Анфисой Чеховой»




Горожан предупредили о сильном ливне и грозе в ближайшие часы

Первый весенний ливень «аномально» затопил Москву

Сильный дождь в Москве и Подмосковье показали на видео

Самые зеленые районы Москвы: где гулять весной?




طالبان: د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په حکومت کې د اورګاډي د ادارې چارواکي وايي چې تېره اونۍ د هېواد د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دې ادارې پرون د تلې ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي چې په دې انتقالاتو کې یوازې ۳۳۷ ټنه بهر ته صادرات او پاتې ټول د نفتي او غیرنفتي موادو په ګډون واردات دي. د اورګاډو ادارې په یوه بل بیان کې ویلي دي چې د خواف هرات د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم چارې به تر دوو میاشتو پورې بشپړې شي. بیان زیاتوي چې ایران ژمنه کړې چې ژرترژره به له همدې لارې خپل انتقالات پیلوي.

کرزي یو ځل بیا د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ولایتونو له ځوانانو سره په کتنه کې یو ځل بیا د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی. ښاغلي کرزي پرون پر خپل ټوېټر ولیکل چې په دې ناسته کې یې د ملي وحدت او د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویناوالو هم د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې پرانېزي. طالبانو د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بېځایه شوې کورنۍ روغتیايي خدمات نه لري

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې کډوال او بېځایه شوي تر ډېره له صحي خدماتو بې برخې دي، نړیوال مکلف دي چې خلکو ته د بشري روغتیايي اړتیاوو د رسولو په برخه کې خپل بې پرې توب وساتي. دې ادارې پرون پر ټوېټر خبر ورکړ چې د پروان ولایت په مرکز چارېکار ښار کې یې د پخوانیو جګړو شاوخوا ۲۲۰۰ کورنیو ته یې بشري مرستې رسولې دي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې د کورنیو بېځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی... Читать дальше...

زیلینسکي: اروپايي هېوادونه دې د روسیې نفوذي شبکې له منځه یوسي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یوځل بیا له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د روسیې هر راز نفوذي شبکې له منځه یوسي. زیلینسکي پرون په مونتي نګرو کې یوې سیاسي امنیتي غونډې ته په آنلاین ویډیويي وینا کې وویل: "ټول اروپايي هېوادونه باید د روسیې د نفوذ شبکې له منځه یوسي، څو چې ناسم اطلاعات، فساد او جنايي سیاستونه خپاره نه شي. د بالکان د هېوادونو لپاره د دې موضوع اهمیت تر اروپا کم نه دی." دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنې د روسیې د انرژۍ پر سرچینو د اتکا د کمولو لپاره د هڅو په ترڅ کې اوس اوس پر روسیې د بندیزونو اتمه پړاو تصویب کړ. Читать дальше...

جاپاني چارواکي: شمالي کوریا یو بل بالستیک میزایل توغولی

Pa.azadiradio.com 

جاپاني چارواکي وايي، داسې ښکاري شمالي کوریا یوبل بالستیک میزایل توغولی چې په تېرو دوو اونیو کې د دې هېواد له لوري اوومه دا ډول ازموینه ده. د جاپان پوځ نن وویل چې دا توغوندی د دې هېواد له اقتصادي، انحصاري ساحې څخه بهر راپرېوتی دی. د جاپان د ان اچ کې د ملي شبکې د راپور له مخې ښکاري چې دوهم میزایل هم توغول شوی دی. شمالي کوریا دا ازموینې وروسته له هغه کوي چې د امریکا او جنوبي کوریا پوځي ځواکونو ګډ سمندري پوځي تمرینات پای ته ورسول. د شمالي کوریا د فضايي پراختیا ملي ادارې د دې میزایلونو توغول د امریکا د اقداماتو پر وړاندې دفاعي تدابیر بللي دي.

د جرمني د دفاع وزیره: ناټو دې د روسیې ګواښونو پر وړاندې چمتووالی ولري

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزیره وايي چې ناټو باید د ګډ امنیت د ټینګښت لپاره لازیاتې هڅې وکړي څو د روسیې د ګواښ پر وړاندې ځان خوندي کړي. د جرمني دفاع وزیرې کریستین لامبرښت لیتوانیا ته د سفر پرمهال وویل چې ناټو باید د غړو هېوادونو د ګډ امنیت لپاره هڅې زیاتې کړي، ځکه د دې په وینا، دا معلومه نه ده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پراختیا غوښتنې وهمونه تر کومه حده وړاندې تللی شي. مېرمن لامبرښت پرون د اکتوبر اتمه د بالتیک په دې هېواد کې له دېره جرمني سرتېرو سره د لیدنې پرمهال وویل چې لیتوانیا ته هم د روسیې ګواښونه اورېدل کېږي، خو د دې په وینا... Читать дальше...



Москва

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

«Это не бомжовые заведения»: 72-летний Александр Розенбаум зарабатывает миллионы на пивном бизнесе




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Андрей Мидловец выиграл якутский финал на первенстве России

Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники


Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Настроение

Неудержимые 2. Альянс (окончание)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России