103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 02.10.2022

سېلابونو د پاکستان د خښتو بټیو مزدورانو کار خراب کړی دی

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو د هېواد په ګڼو برخو کې خلکو ته لوی زیانونه اړولي دي. په سیند صوبه کې د خښتیو بټیو کارکوونکي وايي، سېلابونو یې د کورونو ترڅنګ بټۍ هم لاهو کړې او اوس بې روزګاره دي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

ترکیه کې د وزلوبې سیالۍ؛ د افغانستان د لوبډلې لوبې ځنډېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د وزلوبې فدراسیون وايي، په ترکیه کې د سیمه ییزو لوبو په نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې لوبغاړي له ستونزو سره مخ شوي او سیالۍ یې ځنډېدلې دي. د افغانستان د وزلوبې فدراسیون انتفاد کوي وايي، د ترکیې د سیمه ییزو لوبو په نړیوالو سیالیو کې د سیالیو د جوړونکو لخوا دوی ته امکاناتو لازم امکانات نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې سیالۍ ځنډېدلې دي. د دې فدراسیون فني مرستیال خیر محمد سنچارکي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دوی ټیم د لوبو لپاره چمتوالی لري خو د کافي او چابکو اسونو د نشتون له امله یې تر اوسه یوه لوبه هم نه ده کړې. Читать дальше...



نی: د افغانستان۹۳ سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او پاتې ۷ سلنه له سختو بندیزونو سره مخ دي. ظاهراً د طالبانو لخوا زیاتېدونکي محدودیتونه د دې لامل شوي چې یو شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي. په دې وروستیو کې د یک تلوېزیون خبریالې لیمه سپېڅلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې رسنۍ سره کار پیل کړی و، د شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبانو د حکومت د ورستیو محدودیتونو له امله نور نه شي کولای... Читать дальше...

په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ کنسرټ ورکړی

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د لومړي وار لپاره د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ پرون په پرتګال کې کنسرټ ورکړ. د دغه بنسټ مشر احمد ناصر سرمست نن په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د پرتګال د کنسرټونو تر ټولو ستر تالار کې دغه کنسرټ په بریا ترسره شو او تود هرکلی یې وشو. د سرمست په خبره په دې کنسرټ اتو هنري ډلو او ارکسټر خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ. طالبانو په افغانستان کې پر موسیقۍ محدودیت لګولی دی. د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ زده کوونکي او شاګران د طالبانو له ډاره د ۲۰۲۱م کال په... Читать дальше...

ملګري ملتونه: بېوزلۍ سره د ۹۷ سلنه افغانانو د مخامخ کېدو اټکل مو کړی و

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، دوی اټکل کړی و چې د ۲۰۲۲م کال تر نیمايي پورې به ۹۷ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخامخ شي. د دې ادارې د ننني ټویټ له مخې دوی هڅه کوي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ سره یوځای د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د ښه او پایدار معیشت په نیت خپلو مېنو ته ستنېږي. بېلابېلو سازمانونو ویلي چې په افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوکراین د لویې اټومۍ بټۍ د مشر خوشې کېدو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې، له روسیې د اوکراین د تر ټولو لویې اټومۍ بټۍ د مشر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. راپورونه وايي، ایهور موراشوف د روسیې د پوځ له خوا نیول شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې مشر رافایل ګروسي پرون دا غوښتنه داسې مهال وکړه، چې موراشوف وړمه ورځ له زاپوریژیا اټومي بټۍ د اینرهودار ښارګوټي پر لوري د تګ په حال کې ونیول شو. د اوکراین یوې دولتي ادارې چې پر اټومۍ بټۍ څار کوي، ویلي د اټومي بټۍ دغه مشر یوه نامعلوم لوري ته بېول شوی دی. رافایل ګروسي هیله... Читать дальше...



هرات کې د ښځینه محصلانو لاریون؛ طالبانو ځینې اعتراض کوونکې ډبولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر نجونو محصلانو نن په هرات کې لاریون وکړ. په هرات کې یو شمېر نجونو د یکشنبې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید او له ۶ ټولګي پورته د نجونو د تړلو ښوونځيو په غبرګون کې لاریون وکړ. یوې محصلې چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی و او نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، دوی غواړي چې له نجونو د زده کړو حق وانخیستل شي. دې محصلې ادعا وکړه چې طالبانو په هوايي ډزو او د لاریون کوونکو په وهلو د لاریون مخه ونیوله. هغې زیاته کړه: "طالبان په څو رېنجرو کې راغلل او داسې ډزې یې وکړې چې دلته مرمۍ ورېدې. Читать дальше...

عبدالسلام حنفي: پر ښونیزو مرکزونو بریدونه ستر جنایت دی

Pa.azadiradio.com 

د کابل په دشت برچې سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز تر خونړي برید وروسته چې ډېری قربانیانې یې نجونې وې، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په پر ښونیزو مرکزونو بریدونه ستر جنایت بللی دی. په کابل کې د جمعې ورځې چاودنې ته د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو پر دوام د طالبانو حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي دغه برید یو ستر جنایت یاد کړی. هغه د شنبې په روځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، پر ښوونیز مرکزونو او جوماتونو بریدونه یو غیر انساني عمل دی او ترسره کونکي به یې تر نیول کیدو وروسته د قانون منګلو ته وسپارل شي. Читать дальше...

د اندونیزیا د فوټبال یوه سټډيوم کې د شخړې له امله ۱۷۴ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې د فوټبال په یوه سټډيوم کې د شخړې او ګډوډۍ د رامنځته کېدو په پېښه کې لږ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۴ ته پورته شو. د ختیځې جاوا ملنګ فوټبال سټډيوم کې له ناستو څه باندې ۴۰ زرو ننداره چیانو نه لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان یو دم د لوبې ډګر ته ننوتل. پولیسو له میدانه د خلکو د شړلو لپاره اوښکی بهوونکی ګاز کاراوه او قهرجن ننداره چیان یې په ډنډو وهل. سلګونه کسان وروسته له هغه تر پښو لاندې شول چې د لوبې میدان ته داخلو شویو ننداره چیانو غوښتل له یوې وړې دروازې بهر ووځي. د پولیسو د راپور له مخې لږ... Читать дальше...

ریچارد بنیت: طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته په اشارې سره وویل، طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، هر څوک د مسئلې د بهتر حل لپاره نظر ورکوي او دا د درز په مانا نه ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو موضوع ته په اشارې سره ویلي، طالبان په دې برخه کې واحد دریځ نه لري. ریچار بنیت دا خبرې پرون شنبه د ډنمارک په... Читать дальше...

جاپاني کارکوونکي دفتر ته خپل سپي هم بیولای شي

Mashaalradio.com 

په جاپان کې د فوجیڅو په نوم یوې ادارې خپلو کارکوونکو ته اجازه ورکړې چې خپل سپي له ځان سره دفتر ته بوځي. کارکوونکي خوشاله دي او وايي، په دفتر کې د کار تر څنګ خپل سپي هم لیدلای شي. د رویټر اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

پر ښځینه لاریون کوونکو د طالبانو د وسلو کارولو او ډزو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د حملې په غبرګون په لاریون کوونکو د طالبانو له لوري د وسلو کارولو او هوایي ډزو د ځینو نړیوالو ادارو او چارواکو غبرګونونه راپارولي دي. وروسته له هغه چې د سپټمبر په ۳۰ نېټه د جمعې په ورځ د کابل ښار د ۱۳ حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د «کاج» ښوونیز مرکز پر زده کوونکو حمله وشوه، د قربانیانو کورنۍ او خواخوږي یې پرون شنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه د کابل ښار ځینو سیمو ته راووتل او په لاریونونو یې لاس پورې کړ. خو د دوی دا لاریونونه له طالبانو سره په تاوتریخوالي واوښتل. Читать дальше...

په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې مهم پیل شوی

Mashaalradio.com 

د پېښور ضلعي انتظامیې په ښار کې پر نشو د عادي کسانو د درملنې او بحالۍ لپاره له نشو پاک پېښور په نوم یو مهم پیل کړی دی، چې پکې دوی د ځینو غیر سرکاري ادارو په مرسته په ښار کې پر نشو د روږدو کسانو درملنه کوي. دا ټول عمل درې میاشتې وخت اخلي. هلته په بنو کې هم ځینو ځوانانو داسې یو ورته مهم په خپل سر پیل کړی دی چې پکې پر نشو د روږدو کسانو درملنه کوي.

طالبان: له دې وروسته هېڅ ډاکتر د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې له دې وروسته هېڅ ډاکتر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه‌لري. د دې وزارت د ویاند شرافت زما له‌خوا رسنیو ته استول خبرپاڼه کې د ډاکترانو له‌خوا درملتونونو ته د شفري نسخو لیکل، غیرقانوني بلل شوي. دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، ډېر ژر به اړونده ادارو ته په رسمي او مکتوبي شکل دا خبر ورکړل شي. د طالبانو د روغتیا وزارت دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانان شکایت کوي، ډاکتران له درملتونو سره د خپلو اړیکو له مخې، شفري نسخې لیکي چې دا درمل بیا په نورو درملتونونو کې نه پیدا کېږي.

ملګري ملتونه: طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. ښاغلي بینیت پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د افغانانو د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ټولنو له مسوولانو سره په کتنه کې وویل چې د نړۍ په هېڅ ځای کې له ښځو سره د افغانستان په څېر چلند نه کېږي. هغه هیله څرګنده کړه چې په دې حالت کې بدلون راشي. بینیت همداراز د افغان مېرمنو د هڅو ستاینه وکړه، ویې ویل دوی نه یوازې د خپلو حقونو بلکې د افغانستان د ټولو وګړو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

په خوست کې د زلزلې د زیانمنو کورنیو لپاره کورونه رغول کېږي

Pa.azadiradio.com 

یوه مرستندویه ټولنه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې کورونه رغوي. باختر دولتي خبري آژانس طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکوي چې د دې وزارت معین پرون د ابرار په نوم موسسې ته په سپېرې ولسوالۍ کې د متضررو کورنیو لپاره د دایمي استوګنځایونو د رغونې د چارو د پیل اجازه ورکړه. د سرچینې په وینا ابرار ټولنه د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون د ادارې یا اوچا د ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۶۳ زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې د دایمي کورونو دا پروژه رغوي.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Консультации, Составление Договоров, Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин: Москва не потеряла в больницах ни одного жителя столицы после теракта




Российские звезды приняли участие в музыкальном марафоне поддержки

В Доме музыки прошел мультимедийный концерт «Музыкальные вершины великих эпох России»

Инвесторы теряют интерес к владимирской экономике?

Свыше 60 тысяч квадратных метров общественных территорий очистили от мусора в Истре с начала недели




د افغانستان بانک ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک په پام کې لري چې نن یکشنبې لس میلیون امریکايي ډالر په آزاد بازار کې د لیلام لپاره وړاندې کړي. د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ټویټر پاڼه د دې مزایدې خبر خپور کړی دی. د هېواد مرکزي بانک په بازارونو کې د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو په هدف په تېر څه باندې یوه کال کې تقریبا هره اونۍ څو میلیون ډالر په آزاد بازار کې لیلاموي. دا چې دا پیسې له کومې سرچینې راځي معلومه نه ده او طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو امریکايي چارواکو څه موده مخکې وویل چې... Читать дальше...

روسي ځواکونه د اوکراین له ختیځ لیمان ښاره وتلي

Pa.azadiradio.com 

څو ساعته وروسته له دې چې کییف د اوکراین د ختیځ په لیمان ستراتیژیک ښار کې د روسي ځواکونو د کلابندۍ خبر ورکړ، د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې له دې ښار څخه یې خپل ځواکونه ایستلي دي. د اوکراین دفاع وزارت پرون وویل چې ځواکونه یې لیمان ښار ته ننوتي دي. لیمان په وروستیو ورځو کې د اوکرایني ځواکونو د دفاعي حملو مرکز و. په همدې حال کې کییف ویلي دي چې تر هغه وخته به د سولې خبرې ونه کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژوندی وي.

له یونان څخه بلغاریا ته د ګاز یوې نوې نل لیکې فعالیت پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

له یونان څخه بلغاریا ته د ګاز یوې نوې نل لیکې پرون فعالیت پیل کړ. تمه ده چې دا به د روسیې د ګاز پر سرچینو د بلغاریا او نورو هېوادونو اتکا کمه کړي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیرلین د بلغاریا په پلازمېنه سوفیا کې د دې نل لیکې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: "موږ باید د خپل اقتصاد د بنسټ په تېره د واحد بازار ساتنه وکړو. د اروپايي ټولنې د ځواک نښه همدا ده او د ټولنې شتمني له واحد بازاره سرچینه اخلي. له ګډې اروپايي حل لارې پرته زموږ د ټوټې ټوټې کېدو خطر شته." بلغاریا به د دې نل لیکې له لارې له آذربایجان څخه طبیعي ګاز ترلاسه کړي.

روسي ځواکونو د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ رییس نیولی

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي روسي ځواکونو د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ رییس په تړلو سترګو نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی. د اوکراین د اټومي انرژۍ لوی شرکت انرګو اټوم وايي، روسي ځواکونو پرون د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د رییس سترګې وتړلې او ویې نیوه. دې اقدام د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د اوږدمهالي امنیت لپاره اندېښنې پارولې دي. دا راپور وروسته له هغه ورکول کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د ختیځ څلور سیمې د خپل هېواد د قلمرو برخه وګرځولې. دا هغه سیمې دي چې یا تولې یا یې ځینې برخې د مسکو تر ولکې لاندې دي. Читать дальше...

ایروایشیا ریویو: هند په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

ایروایشیا ریویو: ایروایشیا ریویو خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده: "د هند نوې ستراتیژي یا په افغانستان کې دوه مخې لوبه." په دې مطلب کې راغلې دي چې په تېرو شلو کلونو کې هند په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان پرضد له عمدو لوبغاړو څخه و. ایروایشیا ریویو وړاندې لیکي، کله چې پروسږکال طالبان بیا پر کابل واکمنان شول، د نوي ډيلي لپاره سخته شوه چې د پاکستان پر ضد په افغانستان کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي. خپرونه څرګندوي چې په سیمه کې د هند د برلاسي نظر دغه هېواد هڅولی دی چې په افغانستان کې یو ځل بیا د پښې ځای پیدا کړي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر بشري وضعیت بیا اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ دی، افغان ښځو د روان وضعیت پر وړاندې خپل غږ اوچت ساتلی او خپل حق غواړي. ریچارډ بینیت پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د افغانانو د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ټولنو له مسوولانو سره په کتنه کې وویل: "د نړۍ په هېڅ ځای کې له ښځو سره د افغانستان په څېر چلند نه کېږي. Читать дальше...



Москва

Эксперты КА «Главный Советник» приняли участие в форуме «Тренды и антитренды корпоративного видео сегодня»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал важнейшие проекты социальной поддержки москвичей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Пётр Чайковский

В Воткинске могут благоустроить набережную в районе музея-усадьбы Петра Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В хоккейном ЦСКА сменился главный тренер

Трехкратный обладатель Кубка Гагарина уволил тренера и назначил нового

Отставка Кудашова и уход Гусева и Уила: кого «Динамо» рискует потерять после вылета из Кубка Гагарина


WTA

Россиянка покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Дима Билан

Дима Билан стал «Мистером Х» в проекте “Новая битва экстрасенсов” на ТНТ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России