Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 06.10.2022

پېښور کې د ښوونکو احتجاج پر مهال اخ و ډب شوی دی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د ابتدايي ښوونځیو د استادانو ټولنې ګڼو غړو احتجاجي مظاهره کړې ده. دوی د اکتوبر پر شپږمه د تنخاګانو زیاتولو او د رتبو لوړولو غوښتنو پوره کېدو لپاره مظاهره کوله. د احتجاج پر مهال د اخ و ډب پېښې وشوې او پولیسو د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه. د احتجاج له وجې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې ښوونځي تړلي ول. د پاکستان رسنۍ د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف له خولې وايي چې حکومت پولیسو ته د قوت کارولو امر نه وو کړی. د استادانو ټولنې د اکتوبر پر اوومه د ټولو... Читать дальше...

د استرالیا په سدني کې بارانونه؛ د نورو سختو ورښتونو اټکل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د استراليا په سيدني کې په راتلونکو درې ورځو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی چې د سېلونو د بهېدو خبرداری ورکړل شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کوي چې د دې کال تر اخره به د سیدني او شاوخوا سیمو هوا باراني وي. د استرالیا په ستر ښار سیدني کې په تېرو یو سل او څلور شپیته کلونو کې دومره بارانونه نه و ورېدلي لکه سږ کال چې تر اوسه ورېدلي دي. د کال هم نژدې درې میاشتې لا پاتې دي. د پنځو میلیونو استوګنو په دې ښار کې دا باران لا هم روان دی. د نیو سوت ویلز ایالت د بېړنیو چارو وزیره سټیف کوک وایي... Читать дальше...

پراګ کې د نړۍ د ۴۴ هېوادونو د استازو غونډه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د څلور څلوېښت هېوادو استازي د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې راغونډ شوې دي. دا مشران د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې غواړي چې د اروپا یوه سیاسي اجماع د دې قارې د امنیت د ښه والي او اقتصادي ودې لپاره رامنځته کړي. دا غونډه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په نوښت او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ په ملاتړ جوړه شوې ده. دې دوه ورځنۍ غونډه ته د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هېوادو، د بریتانیا او د اوولس هغو هیوادو مشران رابلل شوې دي چې یوشمیر یې دې ته انتظار دي چې د اروپایي ټولنې غړیتوب به ترلاسه کوي. Читать дальше...



د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو وګټله

Pa.azadiradio.com 

د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو Annie Ernaux وګټله. مېرمن ارنو د فرانسې د نورماندې ده او په لیکوالۍ سربېره د پوهنتون استاده هم پاتې شوې. نوبل کمېټې نن په خپله اعلامیه کې ویلي آني ارنو د ذهني محدودیتونو د رېښو په څېړنه کې د خپلې زړورتیا او ځیرکتیا له کبله دا جایزه خپله کړې ده. ۸۲ کلنې آنې ۲۰ کتابونه لیکلي چې اکثر یې د دې په ژوند او شاوخوا خلکو څرخي. د ښځو او ارواپوهنې څو کتابونه یې د پام وړ دي.

چک له افغانستان سره ۲۰ ميليون چکي کرونو په ارزښت مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر وايي، چک جمهوریت ژمنه وکړه د ژمي په موسم کې به له افغانانو سره د ۲۰ میلیون چکي کرونو په ارزښت مرسته وکړي. دا ژمنه د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي همکارۍ او بشري مرستو د ادارې مشر پیتر ګاندالویک په پراګ کې د افغانستان له سفیر شهزادګل اریوبي سره په کتنه کې وکړه. ښاغلی اریوبي وايي، دې ته په کتو چې چک جمهوریت اوس د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه لري، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې له چکي چارواکي سره خبرې وکړې او له هغوی څخه یې د لا نورو مرستو هیله وکړه.

د کانکور ازموينه؛ يوه اوونۍ مخکې ياده ازموينه کې د ګډون په موخه ۵۳ زده‌کوونکې ووژل شوې

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه په داسې حال کې پیل شوه، چې اووه ورځې وړاندې په دغه ازموینه کې د ګډون لپاره د چمتووالي پر مهال ۵۳ د دولسمو ټولګیو فارغان ووژل شول. هاجر چې د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکې وه له خپلې ښوونکې سره يې ژمنه کړې وه چې تر راتلونکي کاله پورې به خپلې هیلې پوره کړي، خو له دې نه خبره نه وه چې هیلې به یې هیلې پاتې شي. د هاجر ماما ظاهر مدقق ازادي راډيو ته وویل، هاجر او د هغې ملګرې مرضیې غوښتل چې انجینرانې شي او دواړو د کانکور په وروستۍ ازمایښتي ازموینه کې د ۳۲۵... Читать дальше...

کابل ښاريان: په ګڼه ګوڼه کې د طالبانو له‌خوا پر مجرمينو د ډزو له امله عام وګړي ژوبليږي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان د خلکو په ګڼې ګوڼې او چیک پاینټونو کې د طالب ځواکوونو لخوا په مجرمینو ډزې کول او په پایله کې عام وګړو ته زیان رسول د اندېښنې وړ ګڼي. د کابل په میرویس میدان مېنه (کوټه سنګي) کې تېره ورځ د پوهنتون د استاد او خبریال شیرشاه عزیز مشر یوازینی زوی د طالبانو او غلو ترمنځ یو پر بل په ډزو کې وژل شوی. د ښاغلي عزیزي د یو همکار په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو په یوه غله د خلکو په منځ کې ډزې وکړې او په پایله کې یې درې کسه عام وګړي ووژل شو او یو ټپي کړ. له دې چې د استاد عزیزي کورنۍ... Читать дальше...



اختر شاه وايي تل يې معنا لرونکي شعرونه سندره کړي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د بټخېلې يو سندرغاړی اختر شاه دی. دی وايي، له دې باوجود چې کورنۍ یې دیني وه او د هنر مخالفه وه، خپل شوق سندرو ويلو ته اړ کړ. اختر شاه په يوه سرکاري محکمه کې نوکر دی خو زياتوي چې تنخا يې دومره نه ده چې د سندرو جوړولو لپاره ترې پيسې بېلې کړي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

اوکرایني ښار کې له روسیو ځواکونو ټانکونه او پوځي ګاډي پاتې دي

Mashaalradio.com 

د اوکراین په وړوکي ښار لېمان کې تر ماتې وروسته له روسیو پوځیانو څخه هلته ټانکونه او پوځي ګاډي پاتې دي. اوکراینیو چارواکو هغې سیمې ته خبریالان وروستي ول چې سرتېرو یې تر سختو عملیاتو وروسته ونیوه. خو په لېمان کې ژوند لا هم عادي شوی نه دی او په جګړه کې ړنګې ودانۍ ښيي چې بیارغونه به یې اوږد وخت واخلي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

اروپايي کمېسيون پر روسيه نور بنديزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون اعلان وکړ چې دا اتحادیه پر اوکرايین د روسیې د پوځي یرغل په خاطر پر دې هېواد نور بندیزونه تصویب او اجرا کوي. په نویو بندیزونو کې د پولادو او ډیجټل ټکنالوژۍ په صنعتونو کې له روسیې سره په معاملو کې محدودیت، د روسیې د هغو تېلو د بیې ټاکل چې د سمندر او د اروپايي هېوادونو په بېړیو کې درېیم‌ګړي هېواد ته لېږدول کېږي. د اروپايي اتحادیې د پرېکړې بله برخه د روسيې د دفاع وزارت د نورو چارواکو او هغو مسؤلينو بایکاټ دی چې د اوکرايین د غصب شویو سیمو په ټولپوښتنه کې یې برخه لرله. د اروپايي کمېسیون... Читать дальше...

امريکا ته د پاکستان د لوی درستيز د سفر موخه څه ده؟

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لوی درستیز په دې هیله چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې بیا د پخوا په شان ښې کړي، دغه هېواد ته په شپږ ورځني سفر تللی دی. پاکستان له څو لسیزو راهیسې د امریکا نژدې متحد هېواد و. د شوروي اتحاد خلاف د افغان مجاهدینو د جګړې په دوره کې امریکا پاکستان ته ډېرې مالي او پوځي مرستې ورکړې. د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ له نړیوال ايتلاف سره ملګری شو او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور په مهال امریکا پاکستان ته میلیاردونه ډالره پوځي او ملکي مرسته ورکړه. Читать дальше...

سېلابونو کندهار کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه تخريب کړي دي

Pa.azadiradio.com 

وروستیو اورښتونو د کندهار په زراعتي ولسوالیو کې خلکو ته سخت زیانونه اړولي دي. ځايي مسؤلين وايي، ددغو اورښتونو له امله د ۵۹ کانالونو او ۲۲ چک ډمونو په شمول په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم تخریب شوي دي. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

۳۱۵ افغان پناه غوښتونکي له اسلام اباد څخه کاناډا ته ولېږدول شول

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر خبر ورکړی چې ۳۱۵ افغانان پرون له اسلام اباده کاناډا ته انتقال شول. شان فریزر په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې سره کاناډا کې د تازه هستوګنو افغان کډوالو شمېر له ۲۱ زرو اوښتی دی. کاناډا د شاوخوا ۴۰ زرو افغانانو د وربللو او هستوګنولو ژمنه کړې ده. تر دې مخکې په بېلابېلو هېوادونو کې افغان کډوالو اعتراضونه کړي وو چې سرنوشت يې نه دی مالوم او بايد هغه هېوادونه چې دوی په‌کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده، د دوی سرنوشت دې مالوم کړي.

خیبر پښتونخوا کې د ډینګي تبې ناروغي زیاته شوې

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، سږ کال د ډېرو بارانونو له وجې د ډینګي تبې ناروغان زیات شوي دي. حکومت وايي، په صوبه کې د ناروغۍ پېښې تر ۲،۳۰۰ زیاتې شوې دي. روغتیاپالان وايي، ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي. د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې انتظامي چارواکو د پوهاوي او له ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره کیمپېنونه پیل کړي دي. ویډیويي رپورټ.

ملګري ملتونه: يوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزې نه‌شي حلولی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د پراختیایي پروګرام د یو نوي راپور له مخې افغانستان له لوی او مخ په ځوړ اقتصادي حالت سره مخ دی چې یوازې بشري مرستې یې ستونزې نه‌شي حلولی. افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ د ډېری افغانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی. يوه افغانه مدافع وکيله چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي راپور کې يې نوم خپور شي او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده وایي، له تېرو څلورو کلنو راهیسې د افغانستان د عدلیې وزارت په چوکاټ کې د مدافع وکیلانو د ټولنې غړې وه او په دې برخه کې یې فعالیت کاوه. Читать дальше...

نن له کابل پرته د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د کانکور ازموينه پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، له معمول سره نن اته بجې له پلازمېنې کابل پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوې ده. د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ازادي راډيو ته وویل، چې ازموینه د ګډون‌والو د شمېر پر بنسټ تنظیم شوې ده. نوموړي وويل: "نن سهار مو په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه رسما پیل کړه، د ګډون‌والو د شمېر له مخې په ولایتونو کې ازموینه تنظیم شوې ده، یو شمېر ولایتونه دي چې د ګډون‌والو شمېر يې کم دی، دلته مو ازموینه په یو ورځ... Читать дальше...

شمالي کوريا نن دوه بالستيک توغندي توغولي دي

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا وایي، شمالي کوریا نن سهار وختي دوه بالستیک توغندي وتوغول. د جرمني ډي.پې.اې خبري اژانس ویلي، پیونګ یانګ دوه توغندي له سامسوک سیمې نه د جاپان سمندر غاړې ته توغولي. د جاپان د صدر اعظم دفتر په یوه ټویټ کې د شمالي کوریا له‌خوا پرله‌پسې توغندي د نه منلو وړ بللي دي. د ملګرو ملتونو په یوه پرېکړه لیک کې شمالي کوریا د هغو بالستیک توغندیو له توغولو منعه کړې چې هستوي سرګلولې لېږدولی شي.


Музыкальные новости
Imagine Dragons

Группа Imagine Dragons выпустит новый альбом





Rss.plus
Анфиса Чехова

Отец из Панамы, школьная любовь и любимая еда: Елена Борщёва раскрыла все тайны на шоу ТВ-3 «Вкусно с Анфисой Чеховой»




В Москве 30 человек эвакуировали из шашлычной из-за пожара

Редкий формат загородного жилья появится в Покровском-Стрешнево

Преданный забвению. Как Иван Винокуров отстоял Алдан для Якутии

Булыкин: «Зенит» думает, что первое место в РПЛ никуда не денется»




سوات کې سېلابونو د کبانو سلګونه فارمونه وړي

Mashaalradio.com 

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې سېلابونو د يخو اوبو "ټراوټ" کبانو (ماهيانو) سلګونه فارمونه وړي دي. د فارمونو مالکان وايي چې د کروړونو روپيو زيان وررسېدلی او زرګونه کاريګران يې بېروزګاره شوي دي. بلخوا حکومت وايي چې د اوښتو زيانونو سروې روانه ده او د بحالۍ په کارونو کې به له اغېزمنو سره مالي مرستې وکړي.

ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصاد 'مصيبت زېږونکی' سقوط کړی

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې " مصیبت زیږونکی" سقوط کړی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د افغانستان ۹۵ تر ۹۷ فیصدو پورې وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. په راپور کې راغلي، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د تېر کال په اګست کې هم د افغانستان ناخالصه عواید ډېر کم وو. فرانس پریس خبري اژانس د "یو.ان.ډي.پي" د اسیا پاسفیک څانګې د مشرې کانی ویګناراجا له قوله ویلي، د افغانستان ناخالصه عوایدو ته تېر یوه کال کې پنځه میلیارده ډالره زیان اوښتی. Читать дальше...

اروپايي ټولنه پر روسيې د بنديزونو اتم پړاو په اړه موافقې ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤله وايي، د دې اتحادیې غړي هېوادونه پر روسیې د بندیزونو د اتم پړاو په اړه موافقې ته ورسېدل. جوزیپ بوریل پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دا بندیزونه به د روسیې صادرات او واردات، چې د ده په باور د ولادیمیر پوتین جنګي ماشین پیاوړی کوي، ډېر محدود شي. ده دا هم وویل چې اروپا جدي او چټکې هڅه پیل کړي چې د روسیې پر انرژۍ له اتکا خلاصه شي. دا بنديزونه وروسته له هغه لګول کېږي چې روسيې د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې له خپلې خاورې سره ملحق کړې.

طالبانو کابل کې د دوه انسان تښتونکو د وژنې او دوه برمته شويو د ژغورنې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې یې دوه انسان تښتونکي وژلي او دوه تنه برمته شوي کسان یې د هغوی له منګولو ژغورلي دي. د طالبانو د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني پرون په یوه ټویټ کې هغه ویډیو خپره کړې چې برمته شوي کسان وايي، د طالبانو د استخباراتو له لوري خوشې شوي دي. د هغوی یو تن، چې خپل نوم حاجي معلم ښېي، وايي چې تښتوونکو ورڅخه سلګونه زره ډالره غوښتل. دواړو برمته شویو ویلي چې په کابل کې وتښتول شو خو په دې اړه یې څه نه‌دي ویلي چې کله برمته شوي وو.

د طالبانو دفاع وزارت خپلو عسکرو ته پوځي رتبې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت غواړي چې خپلو کسانو ته پوځي رتبې ورکړي. د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دې هدف لپاره د رتبو د تثبیت کمېسیون پرون (چهارشنبه) په کار پیل وکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کمېسیون به تعلیمي او جهادي اسنادو ته په کتو خپلو کسانو ته مناسبې پوځي رتبې ورکوي. تر دې مخکې ياد وزارت ويلي، سلګونه زره عسکرو ته يې پوځي رزونه ورکړې ده او لا هم هڅه کوي چې خپل پوځيان و روزي.

د خوړو او کرنې سازمان له دوه ميليونه ډېرو افغانانو سره د کرنې برخه کې مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو د خوړو او کرنې سازمان وايي په څو اوونیو کې به په افغانستان کې له دوه میلیونه او ۷ لکه تنو سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي. په افغانستان کې د ملګروملتو د خوړو او کرنې د سازمان استازي دیک ترانشد ویلي چې د سږ کال تر پایه به د کرنې په برخه کې خپلې مرستې څه باندې ۹ میلیون تنو ته ورسوي. د ده په وینا، کرنه په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د اقتصاد لپاره د ملا تیر بلل کېږي خو وروستیو وچکالیو په دې برخه کې د افغانانو اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.



Москва

По запросу Баку в Москве незаконно был задержан известный российский политолог Михаил Александров


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о начале работы сезонных ярмарок выходного дня



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Денис Мацуев

Мацуев — о московском дерби: Бездарное зрелище. Уснул на 15-й минуте




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Ига Свёнтек

Свёнтек: я чувствую, что с каждым годом получаю всё большую поддержку



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России