په کابل کې یو شمېر ښځو لاریون وکړ
په کابل ښار کې یو شمېر ښځو نن د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لېسو د بندیز پر وړاندې د اعتراض لپاره لاریون وکړ. په هغو ویډیوګانو او تصویرونو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلي یو شمېر ښځې ښکاري چې د یوه ښوونځي مخې ته د اعتراض په دود ولاړې دي او شعار ورکوي چې د نجونو پر زده کړو بندیزو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی ښيي. احمدتکل د ښځو د حقونو له فعالې ښایستې ساپۍ سره چې په نننۍ مظاهره کې یې ګډون کړی و، مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې د دوی د نننۍ مظاهرې شعار څه و؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...