د کرېکټ نړيوال جام؛ ايرلنډ ويسټ اينډيز ته ماتې ورکړه
ایرلنډ په نړیوال جام کې نن ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او دا لوبډله له دې شکست سره له روانو لوبو بهر شوه. په بله لوبه کې زیمبابوې سکاټلنډ مات کړ او له دې جام څخه یې بهر کړ. ویسټ اینډیز هغه لوبډله ده چې تر اوسه یې د شل اورونو نړیوال جام دوه ځله ګټلی دی، خو دې لوبډلې نن له ایرلنډ څخه په نهو وېکټو ماتې وخوړه. د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو. تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز خپل کړی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سرېلانکا او استرالیا یو یو ځل دا جام ګټلی دی. Читать дальше...