د ايران قضايه قوې مشر د نيول شويو اعتراض کوونکو لپاره د سختې سزا غوښتنه کړې
د ایران د قضایه قوې رئيس په دې هېواد کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د نیولو شویو کسانو لپاره د سختو سزاګانو غوښتنه کړې ده. غلام حسین اژه ای دقضايي قوې مسؤلينو ته ویلي، په هغو کسانو دې د ضعیفو احکام له پلي کولو ځان وساتي چې، نوموړي د اعترض کوونکو اصلي عناصر بللي دي. د ایران د قضایه قوې د مشر دا خبرې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو لپاره د اقداماتو د سختېدو یوه بله نښه بلل کېږي. تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني وژنې په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه راپارولي چې د څو اوونیو راهیسې په دې هېواد کې روان دي. Читать дальше...