Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 16.10.2022

یو شمېر افغانان د پاکستان د ویزو په اړه له ګڼو ستونزو او فساد شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د ویزو په برخه کې یو شمېر خلک له ګڼو ستونزو او فساد څخه شکایت کوي. زرګونه افغانان د پاکستان د ویزو لپاره په اونیو او میاشتو انتظار باسي. د دغو کسانو له ډلې ځینو له ازادي راډيو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې له اوږده انتظار وروسته یې ویزې ردېږي. وحدت الله خپلواک ازادي راډیو ته وویل د پاکستان سفارت خلک مجبوري چې ویزې په پیسو واخلي. هغه وویل: "زه، مېرمن مې او پنځه مې اولادونه. ټول هغو سندونه او ثبوتونه چې ما سره و هغه مې ورلېږلي وو. نو د پنځو کسانو لپاره ویزې راکړې او د پاتې دوو نورو رد شوې. Читать дальше...

چارواکي: د زابل په شینکۍ کې د نس ناستې له امله ۲ ماشومان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د زابل لپاره د طالبانو روغتیا رییس وايي، په شینکۍ ولسوالۍ کې له تېرې شپې د شدید نس ناستي له کبله لږ تر لږه دوه ماشومان مړه شوي. ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادۍ راډیو ته وویل: "د خونو په سیمه کې چې لیرې پرته سیمه ده، د AWD یا شدید نسناستي ګڼې پېښې شوي، چې له کبله یې تر اوسه ۲ ماشومان مړه شوي دي." حکیمي وايي، د دوی روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي چې ځینې ناروغان مرکز ته ولېږدوي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نامیبیا سریلانکا او هالنډ اماراتو ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

نن په استرالیا کې د کرکټ د شلو اورونو نړیوال جام لوبې پیل شوې. په یوه لوبه کې نن نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه. بله لوبه د متحد عربي اماراتو او هالنډ تر منځ وه چې هالنډ په درېیو ویکټو وګټله. دا څلور سره لوبډلې د لومړي پړاو په الف ګروپ کې دي. د دې پړاو په بل ګروپ کې ویسټ انډیز، سکاټلنډ، زیمبابوې او ایرلنډ یوځای شوې دي. ټاکل شوې ده چې له دې دوو ګروپونو به څلور لوبډلې د پیاوړیو لوبډلو پړاو ته وځي. په دغو لوبو کې افغانستان هم شامل دی چې لومړۍ رسمي لوبه به یې د شنبې په ورځ له انګلستان سره وي. Читать дальше...



د ایران په اوین زندان کې اورلګېدنه؛ د لوګیو له کبله ۴ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د قضایه قوې رسنیو نن راپور ورکړ، چې د تهران په اوین زندان کې تر اورلګېدنې وروسته د لوګیو له کبله ۴ کسان مړه شوي او ۶۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د میزان خبري اژانس په حواله، دغه څلور مړه شوي کسان د غلا په تور بندیان وو. په دغه زندان کې د تېرې شپې د اورلګېدو تر پېښې وروسته د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي. په اوین زندان کې سیاسي بندیان او د حکومت ضد معترضان ساتل کېږي. د امریکا متحدو ایالتونو دغه زندان په ۲۰۱۸م کال کې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله په تور لېست کې شامل کړ. تر دې... Читать дальше...

طالبانو د پنجشېر زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیزه کمېسیون ټاکلی دی. یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، ورور یې طالبانو یوه میاشت مخکې د جرم له کولو پرته زنداني کړی دی. هغه وویل: "ورور مې د څرخي پله په زندان کې دی، بې له کومې ګناه یې نیولی دی. یوه میاشت کېږي چې همدې د امارت کسانو ونیوه. زما ورور بزګر و او بل هېڅ کار یې نه کاوه. اوس یې هېڅ احوال نه لرو چې چېرته دی او وهي یې که نه؟ له دې ځای څخه یې چې بیولو، زما مخ ته یې وواهه. Читать дальше...

په کابل کې د یوې ښوونکې ادعا: طالبانو د ښوونځي د بندولو ترڅنګ وګواښلم

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د یو کورني ښوونځي ښوونکې وايي، طالبانو یې ښوونځی تړلی او ورته ویلي يې دي چې نور دې تدریس نه کوي. دا ښوونکې وايي، چې په کورني ښوونځي کې یې ۵۰ مېرمنو او نجونو ته تدریس کاوه. دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې طالبانو تدریسي ځای څېړلی او ګواښلې یې ده چې نور به درس نه ورکوې. د دغې ښوونکې په خبره، د طالبانو امنیتي حوزې یې زده کونکو او په خپله دې ته سپکاوی کړی او ټول تحصیلي اسناد یې ورته ضبط کړي. هغه زیاتوي: "زما تذکره،... Читать дальше...

کابل ښاریان د برښنا له ناانډوله وېش نه شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په راتګ سره کابل ښاریان په دغه ښار کې د برښنا له ناانډوله وېش نه شکایت کوي. دوی وايي، د کابل ښار یو شمېر سیمې ان په ۲۴ ساعتونو ۱۰ ساعته برښنا لري. د کابل ښار د رحمان مېنې اوسېدونکی نور محمد وايي: "هر ورځ موږ لس ساعته برښنا نه لرو او په عادلانه ډول نه وېشل کېږي. ځینې وخت وي ځینې وخت نه وي. موږ په خپل وخت د برښنا بل هم ورکوو، خو سمه برښنا نه لرو، خو بیا یو شمېر سیمې دي چې هېڅ یې برښنا نه پرې کېږي." د دې ښار دخیرخانې مېنې اوسېدونکی روح الله بیا وايي، په کور کې د برښنا ستونزې د حل لپاره غواړي سولر وپېري. Читать дальше...



پاکستان امریکايي سفیر ته د ولسمشر بایډن څرګندونو پر سر "سخت احتجاج" کړی دی

Mashaalradio.com 

بایدڼ په لاس اېنجلس کې غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې "موږ څه چې په روسیه کې روان دي، هغې ته په پام څه کولای شو؟ او زما په نظر، په نړۍ کې له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه یې یو پاکستان دی" چې "اټومي وسلې لري او نامنظمې دي."

د افغانستان دننه او بهر د ښځینه وزرشکارانو ستونزې او اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

په بهر او افغانستان کې مېشتې افغان ورزشکارانې وايي، په تېر یوه کال کې له ډېرو ستونزو سره مخ وې او له دوی هېڅ ملاتړ نه دی شوی. یوه ورزشکاره پروانه عارفي نومېږي او د معلولانو پاورلېفېټنګ یا وزن پورته کولو ورزش کوي. هغې د طالبانو له واکمنېدو او د نجونو پر ورزش له محدودېت وروسته افغانستان پرېښود او کاناډا ته لاړه. اغلې عارفي وايي، له هغې ورځې چې کاناډا ته تللې ده، تر اوسه ورته د تمرینونو زمینه نه ده برابره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ ده. نوموړې زیاته کړه: "له هغې ورځې چې زه دلته راغلې یم، هر... Читать дальше...

طالبان په پنجشېر کې د عملیاتو پر مهال د نیول شویو کسانو دوسیې څېړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په پنجشېر کې د عملیاتو پر مهال د نیول شویو کسانو د ټولو دوسیو د څېړنې لپاره د یوه شپږ کسیز کمېسیون د جوړولو خبر ورکړ. باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی، چې دغه کمېسیون د دوی د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د فرمان له مخې ټاکل شوی او مشري یې د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم کوي. اژانس وايي د عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان د کابل زندانونو ته لېږدول شوي دي. په پنجشېر کې وخت ناوخت د مقاومت جبهې د وسله والو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. تر دې مخکې... Читать дальше...

احمد شاه وايي د وسلوالو پرضد پاڅون کې ځوانان مهم کردار لري

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه خپرونه کې مو د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه مېلمه کړی دی چې په ۱۹۹۵ز کال کې یې یو ښوونځی پرانیستی وو او یو کالج هم چلوي. نوموړی د دې ترڅنګ مدني فعال هم دی او د سولې لپاره هلې ځلې کوي. شاه وايي، د سوات ولس د پخوا پرتله زیات بیدار دی او د وسلوالو ضد یو موټی دی. له نوموړي سره مو په خپرونه کې په سوات کې د ۲۰۰۷ز کال او اوسنیو حالاتو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د خوړو نړیوال پروګرام: نړۍ د خوړو له تر ټولو پراخ بحران سره مخامخه ده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام نن د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، نړۍ دا مهال په معاصر تاریخ کې د خوړو له تر ټولو پراخ بحران سره مخامخه ده. دغې ادارې نن په خپل رسمي ټوېټر کې لیکلي، تر هغو چې په ګډه اقدام نه وي شوی، په میلیونونو کسان به د پراخېدونکې لوږې له خطر سره مخامخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې روان کال یې په افغانستان کې له څه باندې ۲۱ میلیونو زیانګالو کسانو سره د خوړو مرسته کړې ده.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي سبا دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو د کمپاین لومړۍ ورځ ده. یونېسف له خلکو غوښتنه کړې خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي، د فلج په وړاندې د خوندیتوب لپاره دغه واکسین ولګوي. ویل شوي د واکسین په دغه کمپاین کې به په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا کې ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. په... Читать дальше...

د ارورا کلنۍ جایزه 'جمیلې افغاني' ته ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د بشریت د ویښتیا لپاره د ارورا اوومه کلنۍ جایزه جمیلې افغاني ته ورکړل شوه چې د بشري حقونو افغان مدافع، د تعلیم ملاتړې او د نور په نوم د تعلیمي او ظرفیت لوړونې سازمان مشره ده. د نړیوالو اژانسونو په وینا جمیلې افغاني د خپل ژوند ۲۵ کاله تحصیل ته د ښځو لاسرسي ته وقف کړی دی. د اکټوبر له څوارلسمې تر ‍۱۶مې د ایټالیا په وینیس ښار کې د ارورا بشردوستانه ابتکار په کوربه توب په لوړه کچه غونډې پر مهال د هغې د هڅو درناوی وشو. ارورا بنسټ وايي د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشتې مخکې د جمیلې افغاني په بنسټ کې تر سل... Читать дальше...

روسیې په بیلګورود کې پرونۍ پېښه تروریستي وبلله

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بیلګورود سیمې په یوه پوځي ساحه کې پرون لږترلږه ۱۱ کسان هغه وخت ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، چې د روسیې د دفاع وزارت په خبره دوو داوطلب سرتېرو د داوطلبانو پر یوه ډله ډزې وکړې. وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ډزې هغه وخت شوي چې داوطلب پوځیانو ته په اوکراین کې د جګړې روزنه ورکول کېدله. د روسیې دفاع وزارت دا پېښه یوه تروریستي حمله بللې ده. د پېښې انګېزه لا معلومه نه ده. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د قسمي جلب احضار اعلان د سپټمبر پر ۲۱مه وکړ، چې د اعتراضونو، د جلب پر افسرانو د حملو او له روسیې د ګڼو نارینه وو د وتلو سبب شو.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

نن په استرالیا کې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې پیل شوې. په یوه لوبه کې نن نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه. بله لوبه د متحد عربي اماراتو او هالنډ تر منځ ده. دا څلور سره لوبډلې د لومړي پړاو په الف ګروپ کې دي. د دې پړاو په بل ګروپ کې ویسټ انډیز، سکاټلنډ، زیمبابوې او ایرلنډ یوځای شوې دي. ټاکل شوې ده چې له دې دوو ګروپونو به څلور لوبډلې د پیاوړیو لوبډلو پړاو ته وځي. په دغو لوبو کې افغانستان هم شامل دی چې لومړۍ رسمي لوبه به یې د شنبې په ورځ له انګلستان سره وي. د دې... Читать дальше...

نمېبیا د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام لومړي پړاو کې سري لنکا ته ماته ورکړه

Mashaalradio.com 

نمېبیا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې. د سري لنکا لوبډله د ۱۶۴ منډو هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ نه شوه او په ۱۹م اوور کې یې ټول لوبغاړي د ۱۰۸ منډو په جوړولو، وسوځېدل.

په ایوین زندان کې د رامنځته شوې پېښې له امله امریکا ایران ته ګواښ وکړ

Pa.azadiradio.com 

امریکایي چارواکو ګواښ کړی که د ایران په ایوین زندان کې امریکایي اتباعو باندې څه وشي مسوولیت یې د ایران په غاړه دی. د ایران په یوه تر ټولو خطرناکه زندان ایوین کې د اورلګېدنې او نارامیو پېښو د امریکا متحده ایالتونو جدي اندېښنه پارولې ده. د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپورونو له مخې مراد طاهباز، عماد شرقياو سیامک نمازي هغه ایراني الاصله امریکایان دي چې د ایوین په زندان کې ساتل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوه ټویټري بیان کې لیکلي: "موږ د ایوین له زندان څخه راپورونه په عاجله توګه تعقیبوو. Читать дальше...


Музыкальные новости
Ирина Серегина

Сотрудники Росгвардии Московской области написали «Диктант Победы»





Rss.plus
Желдорреммаш

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года




Ученые МГУ изучили аэрофизические характеристики проектируемого высотного здания

Москва готовится к майским праздникам: парковка будет бесплатной

Руководитель Объединения многодетных семей города Москвы Наталья Карпович: Повышение рождаемости — общая задача государства и общества




کندهار کې د وچې مېوې د پروسس یوه فابريکه جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابريکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسوولان وايي، د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه د نړيوالو بازارونو د غوښتنې مطابق پروسس کوي. په عین وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، په نړیوال بازار کې د پروسس شوې مېوې غوښتنه کېږي چې اوس کندهار کې دغه چاره ډېره شوې ده. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د پاکستان ۱۱ حلقو کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ انتخابات روان دي

Mashaalradio.com 

د کمېشن په وینا، د خیبر پښتونخوا په مردان، چارسده، پېښور، د پنجاب د فیصل اباد، ننکانه صاحب او ملتان او د سیند د کراچۍ په دوو حلقو کې د قامي او د پنجاب په درې ضلعو شیخوپوره، خانېوال او بهاولنګر کې د صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره انتخابات کېږي.

د اوتونبایوا او متقي لیدنه؛ پر اعتماد جوړونې، زده کړو او بانکي سیستم خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی ماموریت یا یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي دي چې تازه ټاکل شوې مشرې یې روزا اوتونبایوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په خپله لومړۍ لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد جوړولو، زده کړو او بانکي سیستم په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه ویلي دي چې دوى اغلې اوتونبایوا ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې ترې کړې چې د خپل مسووليت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړۍ ته ورسوي. Читать дальше...

"د ښځو کتابتون" د افغان مېرمنو د لوست وړيا وسیله ده

Mashaalradio.com 

په کابل کې په یوه مغازه کې د ښځو لپاره یو کتابتون جوړ شوی چې افغان مېرمنې د کتاب لوستلو لپاره ورځي. په دغه کتابتون کې تر يو زر زيات کتابونه دي چې ښځې یې وړیا کارولای شي. د کتابتون چلوونکې ښځینه فعالانې دي چې وايي، د طالبانو په حکومت کې د ښځو پر تعلیم د محدودیتونو پر مهال کتابتون د لوست يوه وسيله ده. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي راپور وګورئ

افغان سندرغاړی او د پښتو ادبیاتو ښوونکی 'عبدالقیوم ناصح' ومړ

Pa.azadiradio.com 

د کندهار یو پخوانی هنرمند او د پښتو ادبیاتو ښوونکی استاد عبدالقیوم ناصح د ۷۳ کالو په عمر وفات شو. استاد ناصح په موسیقۍ کې کلونه کلونه تدریس وکړ او خپله یې هم په پښتو، دري او اردو ژبو سندرې ويلي دي. صادق رښتیني د استاد عبدالقیوم ناصح ژوند ته په یوه راپور کې کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

د یوناما مشرې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وایي چې یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره د پله کار کوي. روزا اوتونبایوا دا خبره پرون په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال وکړه. یوناما په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې د اعتماد رامنځته کولو له مسئلې رانیولې، تر بانکدارۍ او د نجونو تر موضوعاتو په دې لیدنه کتنه کې وڅېړل شول. اوتونبایوا تېره میاشت د یوناما نوې مشره وټاکل شوه او دا یې له امیرخان متقي سره لومړۍ کتنه وه.



Москва

Тема дня: На «Госуслугах» можно будет получить статус многодетной семьи с 2025 года


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о начале работы сезонных ярмарок выходного дня



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алла Пугачёва

Гитарист Пугачевой Левшин рассказал о проблемах со здоровьем у певицы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


WTA

Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России