عراق: د دوو افغانانو په ګډون ۱۸ شیعه زیارت کوونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شوي
د عراق صحي چارواکو نن وویل، چې لږترلږه اتلس کسان چې ډېره برخه یې ایراني زیارت کوونکي دي د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دوو بسونو د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي. فرانسپرس خبري اژانس د یو روغتون د چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې په پېښه کې ۱۴ تنه ایرانیان او دوه تنه افغانان مړه شوي دي. د سرچینې په وینا د پېښې دوه نور قربانیان نه دي پېژندل شوي. د عراق د دولتي خبري اژانس اینا د راپور له مخې، دا پېښه بېګا نیمه شپه د دجیل او سامرا سیمو ترمنځ شوې ده او په ترڅ کې یې پنځلس نور کسان هم ټپیان شوي دي. هرکال... Читать дальше...