د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د یوه پلاوي په مشرۍ نن پنجشنبه کابل ته تللی دی. د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت له دغه پلاوي سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د لیدو کتو خبر ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغو لیدو کتو کې پر امنیتي مسئلو، پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او د تګ راتګ پر لارو د جوړو شویو خنډونو د لرو کولو په اړه خبرې او د ستونزو د مخنیوي ژمنې شوي دي. دا پلاوی داسې مهال افغانستان ته ځي چې... Читать дальше...