ازبکستان: په یوه ګودام کې چاودنې او اورلګیدو یو تن وژلی او ۱۶۰ نور ټپیان کړي
د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند مرکزي هوايي ډګر ته څېرمه نن سهار په یوه ګدام کې یوه زوروره چاودنه شوې او په پایله کې یې لږ تر لږه یو ۱۶ کلن ځوان وژل شوی او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي. دې چاودنې او ورپسې اور لګېدنې ستر مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۴ کسان په سیمه ییزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی، چې د نن سهار درې بجو شاوخوا کې د پلازمینې په "سرګلي" سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه، چې د تاشکند ښار یې ولړزاوه او ورپسې سخته اور ولګېد. Читать дальше...