طالبانو د يوې موسسې بندي کړي ۴ کارکوونکي بيرته خوشې کړل
طالبانو په کابل کې د نړیوال مرستندویه ماموریت یا IAM په نوم د یوې خیریه موسیسې څلور کارکوونکي خوشې کړي دي. دغو کسانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د دغې موسسې څلور کارکوونکي د دوه موټروانانو په ګډون خوشې کړي دي. سرچینې زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې چې د دې موسسې ټول نیول شوي کسان به راخوشې کړي. سرچیني د دغو کسانو د نیول کیدو او بیرته خوشې کیدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي. د نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم موسیسې هم تراوسه په دې اړه تبصره نه کړې. Читать дальше...