Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 19.09.2023

یونسکو: ټوله نړۍ کې له زده کړو د محرومو کسانو شمېر ٦ میلیونه ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره یا یونسکو وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته په نړۍ کې د هغو ماشومانو او زلمیانو په شمېر کې شپږ میلیون زیاتوالی راغلی چې له زده کړو پاتې دي. د یونسکو له خوا ورکړل شوي معلومات ښيي چې د دې شمېرو د زیاتېدو یو علت په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز او ترڅنګ یې په ټوله نړۍ کې د زده کړو د پرمختګ د بهیر پر وړاندې روان رکود دی. د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا... Читать дальше...

طالبانو په نغلو کې د لمریزې انرژۍ د تولید یوه پروژه پرانیستې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په نغلو کې د لمریزې انرژۍ د تولید د یوې پروژې د پرانیستو خبر ورکوي. دې وزارت نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې دا پروژه د لس میګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لري. په بیان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي چې د دې پروژې د پرانیستو په غونډه کې یې ویلي، نورې دا ډول پروژې به هم په راتلونکي کې پلې شي. افغانستان له کلونو راهیسې د برښنا د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی او اوسمهال خپله د اړتیا وړ برښنا تر... Читать дальше...

اسټن: اوکراین د روسي ځواکونو پر وړاندې ثابت پرمختګ کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر وایي، اوکراین په تېرو درېیو میاشتو کې د روسي ځواکونو پر وړاندې په یرغلیزو عملیاتو کې ثابت پرمختګ کړی. لویډ اسټن دا څرکندونې نن د اوکراین او د متحدینو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې وکړې. ټاکل شوې د جرمني په رامشټاین لویه پوځي اډه کې د پنځوسو هېوادونو پوځي او دفاعي مشران ګډون وکړي. دا د رامشټاین د فارمت ۱۵ غونډه ده، خو د اوکراین نوی دفاع وزیر لومړی ځل ګډون په کې کوي. رستم عمروف چې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نویو بدلونونو په ترڅ کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی، ویلي... Читать дальше...



بایډن: د اوکراین په ټوټه کېدو سره به د نړۍ هېڅ هېواد خوندي نه وي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې خبرداری ورکړي چې که د اوکراین ټوټې کېدو ته اجازه ورکړل شي، معنا به یې دا وي چې د نړۍ هېڅ هېواد خوندي نه دی. بایډن به په خپله نننۍ وینا کې چې ځینې برخې یې له مخکې خپرې شوي ووايي چې روسیه په دې باور ده چې نړۍ به بلاخره ستړې شي او د اوکراین د لاندې کولو اجازه به ورکړي، خو پرته له دې چې له عواقبو سره یې مخامخ شي. د هغه د وینا متن زیاتوي چې نړیوال باید د دې بربنډ اشغال پر وړاندې ودرېږي څو دا خبره یقیني شي چې د سبا ورځې د احتمالي یرغلګرو مخه نیول کېږي.

یو شمېر افغان سوداګرو د کابل-جلال اباد لویې لارې تړل کېدو ته اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د کابل - جلال اباد لویه لاره د یکشنبې ورځې راهیسې د غره ښویېدنې له امله د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د دې لويې لارې د بندېدو له امله خلک او سوداګر وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د مېوو او سبزیو ځینې سوداګر وايي، د کابل- جلال اباد لویې لارې بندېدو د هغو موټرو مخه نیولې چې پاکستان ته مېوه او سبزیجات لېږدوي او دې وضعیت سوداګر اندېښمن کړي دي. د تازه مېوو او سبزیجاتو یو سوداګر محمد یمین وايي، په دې ورځو کې یې د لارو د بندېدو له امله ډېر زیان لیدلی دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

تهران ته د رونالډو د سفر څنډې؛ پر هوټل د مینه‌والو له چپاو څخه د یوه ماشوم تر ژړا

Pa.azadiradio.com 

له پرسپولیس لوبډلې سره د النصر ټيم حضور له ګډوډۍ او بې نظمۍ سره مخ شو. د النصر ټیم پرټګالی لوبغاړی کرسټیانو رونالډو ایران ته په سفر کې د خپلې لوبډلې ملتیا کوي. ګڼ شمېر مینه‌والو له خپلو خوښو لوبغاړو سره د لیدو لپاره پر هوټل چپاو وروړی دی.

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو مرستو د بندېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' خبرداری ورکوي چې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او د بودیجې د نه ترلاسه کولو په صورت کې به له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښودلې او ان خبرداری یې ورکړی چې د بودیجې کمښت به په افغانستان کې د دغه سازمان د فعالیتونو د ودرېدو لامل شي. د دې سازمان اجرایوي مشرې سينډي مکین تازه له 'اې بي سي' نیوز سره په مرکه کې ويلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ۶۰ کلن تاریخ... Читать дальше...



طالبان اساسي قانون جوړوي؛ ایا دوی یې جوړېدو لپاره شرایط او معیارونه پوره کړي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ستره محکمه خبر ورکوي چې د اساسي قانون په جوړېدو یې کار پیل کړی دی. د طالبانو حکومت چې په تېرو دوو کلونو کې یې حکومتولي بې له کوم قانون مخته وړې، اوس وايي چې‌ د اساسي قانون د جوړېدو لپاره یې کار پیل کړی دی. د طالبانو د حکومت د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات وروستیو کې په خپله‌ ایکسپاڼه دا خبر تایید کړی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس هم راپور ورکړی چې اوسمهال د سترې محکمې تر لارښوونې لاندې د اساسي قانون د جوړېدو کارونه روان دي. د طالبانو د اساسي قانون د جوړېدو... Читать дальше...

مسکو ناسته؛ کابلوف: د افغانستان ټولګډونه حکومت، نشه‌يي توکي او ترهګرۍ سره مبارزه یې د بحث مهم موارد دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت او له نشه‌يي موادو او ترهګرۍ سره مبارزه د مسکو فارمټ شپږمې ناستې د اجنډا مهم ټکي دي. ټاکل شوې دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې د طالبانو په ګډون ترسره شي. ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې په دغه ناسته کې به د سیمې هېوادونه په هغه مواردو هم بحث وکړي چې اوس یې اړتیا لیدل کېږي. د کابلوف په خبره، په دې به هم خبري وشي چې طالبان څنګه خپلو مکلفیتونو ته متوجه شي. Читать дальше...

اذربایجان په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې پوځي عملیات چې هغه یې د ترهګرۍ ضد بللي، پیل کړي دي. اذربایجان وایي، په جلا شوې ناګورنو قره باغ سیمه کې یې د پوځي اهدافو پر ضد چې هغه یې قانوني بللي، عملیات پیل کړي دي. دې هېواد ویلي، په سیمه‌ییزه کچه د ترهګرۍ ضد دغه اقدام وروسته له هغې شوی چې نن د ورځې په لومړیو کې په دوو ماین چاودنو کې شپږ تنه ووژل شول. د توپخانې بریدونه نن لږ وروسته له هغې پیل شول چې باکو د ارمنستان ډلې چې هغه یې ورانونکو بللې په هغو دوو ماین چاودنو کې په لاس لرلو تورنې کړې چې... Читать дальше...

یونسکو: په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ میلیون زده‌کوونکي ښوونځیو ته له تګه محروم دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی چې له ښوونځي پاتې او یوه ډېره برخه یې هغه نجونې دي چې په افغانستان کې له ښوونځیو راګرځول شوي دي. د یونسکو په راپور کې راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی چې له ښوونځي پاتې او اوسمهال دا شمېر ۲۵۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی. د یونسکو له لوري ورکړل شوې شمېرې ښیي چې له ښوونځیو د پاتې شویو زده کوونکو ډېری... Читать дальше...

کاناډا او هند له خپلو هېوادونو د يو بل د دوو ديپلوماتانو د شړلو امر وکړ

Mashaalradio.com 

د هند بهرنيوو چارو وزارت د سيپتمبر پر ۱۹مه وويل چې په نوي دهلي‌کې یې د کاناډا سفارت يو لوړپوړي ډيپلومات ته په پينځوو ورځو کې د وتلو امر کړی دی. دا تر هغه وروسته ده چې د کاناډا بهرنيوو چارو وزیرې مېلاني جولي په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې يو لوړپوړی هندی ډيپلومات له خپلې خاورې وباسي. هغې زیاته کړه چې دا کار ځکه کوي چې د کاناډايي‌استخباراتو موندنې ښيي چې د جون په مياشت کې د وژل شوي کاناډايي‌ وګړي هرديپ سينګ نجر په وژنه کې هند لاس لري. د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو په پارلېمان کې د وينا په وخت ورته خبرې وکړي. Читать дальше...

په پېښور کې د ګرانۍ ضد د جماعت اسلامي ګوند مظاهره

Mashaalradio.com 

جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا ګورنر دفتر مخې ته د ګرانۍ پر ضد احتجاجي پرلت وهلی دا درې ورځنی پرلت دی چې د سيپتمبر تر شلمې به دوام کوي. احتجاج ته د وينا په وخت ته د دغه ګوند مشر، سراج الحق وويل که د خیبر پښتونخوا ګورنر د ورځني استعمال شيانو د نرخونو کنټرول په اړه څه پرېکړه ونکړه نو دوی به خپل احتجاج وفاق ته يوسي. حکومت د جماعت اسلامي د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي. خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۰مه ویلي ول چې د بجلۍ د نرخونو کمولو په اړه به د نړیوال مالي صندوق (ای اېم اېف) سره مشوره کوي. Читать дальше...

ایلن مسک: ښایي ایکس شبکه پر ټولو کارونکو میاشتنی فیس وضع کړي

Pa.azadiradio.com 

د ټولنیزې ایکس شبکې مالک ایلن مسک پرون دوشنبې وویل چې دغه انلاین شبکه ښایي پر ټولو کارونکو میاشتنی فیس وضع کړي. هغه وویل دې ته اړتیا ده چې په دغه شبکه کې د انلاین ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي. د تکنالوژۍ دغه میلیاردر د تېر کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې دغه شبکه چې پخوا ټویټر نومېده په ۴۴ میلیارد ډالرو پېرلې، یو زیات شمېر بدلونونه یې په‌کې راوستي دي. مسک د دې شبکې په زرګونه کارکوونکي له دندې لیرې کړي او د نورو بدلونونو ترڅنګ یې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکونټ په ګډون چې پرې بندیز لګول شوی و، بېرته فعال کړي دي. Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ برنامه نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، دوی طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي او د دې کار هېڅ برنامه هم نه‌لري. سپینه ماڼۍ وايي، طالبان د نړۍ د غوښتنو او د خپلو ژمنو برعکس روان دي او له نړیوال مشروعیت سره یې واټن ډېرېږي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته دا هم وویل چې متحده ایالات هېڅ داسې برنامه نه‌لري چې پر بنسټ یې طالبان په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړه: "موږ طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي. اوسمهال د دې کار د کولو لپاره هېڅ برنامه نه‌‌شته. که طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي،... Читать дальше...

هند له دې هېواده د یوه کاناډایي ډیپلومات د ایستلو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

هند نن سې‌شنبې له دې هېواده د یوه کاناډایي ډیپلومات د ایستلو خبر ورکړ. د رویټرز اژانس د راپور له مخې دغه اقدام څو ساعته وروسته له هغې کېږي چې اوتاوا د هند د استخباراتو یو جګپوړی مامور له دې هېواده وایست او هغه یې په کاناډا کې د سېکانو د یوه جلاغوښتونکي مشر په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ. د کاناډا صدر اعظم جسټن ترودو خپل پارلمان ته ویلي، په دې اړه یې تېره اوونۍ د جي‌شل په غونډه کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره هم خبرې کړي دي.  د هرډیپ سېنګ نیجر په نوم دغه سېک فعال د تېرې جون میاشتې په ۱۸مه... Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: طالبان د نړۍ د هیلو خلاف حرکت کوي او له نړیوال مشروعیت لرې دي

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان د نړۍ د هیلو خلاف حرکت کوي او له دې ډېر لیرې دي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. کربي دغه څرګندونې پرون دوشنبې ناوخته په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړي او زیاته یې کړه چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې. هغه وویل، طالبان په افغانستان کې د حکومتدارۍ او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه په څرګندونو کې یوځل بیا... Читать дальше...

ډبليو اېف پي: د پیسو د نشتوالي له وجې ښايي افغانستان کې مرستندويه کارونه ودروو

Mashaalradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی چې د پیسو د کمي له وجې ښايي په افغانستان کې د مرستو او خوړو رسولو کارونه ودروي.  دې ادارې زیاته کړې چې د بجټ له سخت کمي سره مخ دی او که لازمه بودیجه ورته ونه رسېږي له افغانستان سره به د مجبورۍ له مخې خپلې مرستې بندې کړي.  د دې پروګرام اجرایوي مشرې سینډي ميکېن له اې بي سي نيوز سره په مرکه کې ويلي‌ چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل شپیته کلن تاریخ کې د بجټ له بې ساري کمښت سره مخ دی. هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې دومره پیسې هم نه لري چې ان همدا اکتوبر میاشت هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي . Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»





Rss.plus
Локомотив

Легионер "Локомотива" Ньямси: в Москве жизнь дешевле, чем в Париже




Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая

Американский танк M1 Abrams доставили на выставку Минобороны на Поклонной горе

Люблю кино в начале мая: Wink.ru представляет премьеры месяца

В Москве в начале мая ожидаются две волны похолодания




د بوري سعید خان ناصر له خوشاییو ګیس څنګه جوړوي؟

Mashaalradio.com 

سعید خان ناصر د لورالایي (بوري) اوسېدونکی دی چې په خپل کور کې د غواګانو له خوشاییو (غوشاییو) د سونګ ګیس (ګاز) جوړوي. هغه وایي، په کور کې سکاره او لرګي نه کاروي او په هم هغه ګیس پخلی کوي. ناصر وايي، که نور خلک هم له خوشاییو ګیس جوړول غواړي نو ورسره مرسته کولای شي. دی وايي، که خلک دا ګیس وکاروي نو نه یوازې به د ځنګلونو ونې له وهلو وژغورل شي بلکې چاپېریال به هم پاک وي. ویډیويي رپورټ.

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او که لازمه بودیجه ورته ونه رسېږي له افغانستان سره به خپلې مرستې بندې کړي. په همدې اړه په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له ویاند وحیدالله اماني سره مرکه شوې.

کانادا یو لوړپوړی هندی ډیپلومات له خپلې خاورې اخراج کړ

Pa.azadiradio.com 

کاناډا یو لوړپوړی هندی ډیپلومات له خپلې خاورې اخراج کړ. دا اقدام وروسته تر دې وشو چې د کاناډا صدر اعظم جستن ترودو پرون وویل، د موثقو ادعاو له مخې د هند حکومت ممکن په کاناډا کې د یوه سېک فعال په وژنه کې لاس ولري. د هرډیپ سنګ نیجر په نوم دغه سک فعال د تېرې جون میاشتې په ۱۸مه د کاناډا په برېټېش کولبمیا سیمه کې په ډزو ووژل شو. د کاناډا صدر اعظم خپل پارلمان ته ویلي، په دې اړه یې تېره اوونۍ د جي شل په غونډه کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره هم خبرې کړي دي. د کاناډا بهرنیو چارو وزارت اخراج شوی... Читать дальше...

د خرسون د پخواني قومندان 'هینادی کهوتا' جسد په کییف کې موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

د خرسون سیمې د پخواني قومندان هینادی کهوتا جسد د اوکراین په پلازمېنه کیف کې وموندل شو. پولیس تراوسه نه پوهېږي چې ۴۹ کلن کهوتا ځان وژنه کړې او که د بل چا له‌خوا وژل شوی دی. د هغه مړی پرون د وشنبه د کییف د یوه کلي ګراچ ته نږدې وموندل شو. مېرمنې یې درې ورځې وړاندې د هغه د تري تم کېدو خبر ورکړی و. هینادی کهوتا ۲۰۲۱ کال کې د اوکراین د خرسون سیمې د څارونکي په توګه وټاکل شو، خو کله چې روسي پوځیانو د دې سیمې زیاته برخه لاندې کړه، نوموړی کییف ته وتښتېد. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دغه قومندان د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲مه له دندې لرې کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې بېرته نجونې ښوونځیو ته پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: مېل انلاین ورځپاڼې له زده کړو څخه د افغان نجونو د منع کېدو موضوع ته پام اړولی او لیکي، دوه کاله وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو راوګرځولې او افغانستان تراوسه په نړۍ کې هغه یوازېنی هېواد دی چې د ښځو پر زده کړو په کې بندیز لګول شوی دی. د اسوشېټېډپرېس اژانس په دې راپور کې چې مېل انلاین خپور کړی، ویل شوي چې د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو مسئله به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجندا یوه برخه وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش هم... Читать дальше...

اتونبایووا له متقي سره د امنیت شورا د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي. یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې د پراخو سلا مشورو په چوکاټ کې شوې. د یوناما د بیان له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه ولري. یوناما په خپل بیان کې زیاته کړې چې... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Ивлеева

Анастасия Ивлеева удалила из Instagram все фотографии и видеоролики




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев и Медведев вышли в четвертьфинал «Мастерса» в Мадриде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России