Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 22.09.2023

په کندهار کې ځينې باغداران: د انځرو باغونه مو د وچېدو ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د انځرو باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. د کندهاري انځرو لویه برخه په شاولیکوټ ولسوالۍ کې دي، د باغ لرونکو په وینا د دغه سیمې اوبه تر ۳۰۰ متره پوري ښکته شوي او که اوبه ورته ونه رسېږي نو زرګونه جریبه باغونه به يې له تندې وچ شي. بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي چې انځر د افغانستان د صادراتو مهمه برخه ده چې تېر کال کې له کندهاره د ۱۶ ميلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

تحریک انصاف وایي د انتخاباتو د نېټې د اعلان پر خلاف عدالت ته ځي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د ټاکنو کمېشن د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې د ټولټاکنو اعلان کړی دی خو پاکستان تحریک انصاف د دې پر ضد عدالت ته د تلو ویلي دي. د تحریک انصاف سیاستوال او ځینې قانون پوهانو د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې په ۹۰ ورځو کې انتخابات نه کول د ایین پر ضد ګام دی. دپاکستان تحريک انصاف سیاستوال ملک انور تاج وايي چې اليکشن کمېشن د جنورۍ په اخیره اوونۍ کې انتخابات اعلان کړل خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. هغه وویل ولسمشر د ټاکنو کمېشن ته د انتخاباتو کولو په اړه لیک استولی وو خو کمېشن هغسې ونه کړل. Читать дальше...

پاکستان دولت ته د محکمې امر: له ملګرو ملتونو سره راجستر شوي افغان کډوال مه بنديانوئ

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان دولت ته امر کړی، هغه افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا راجستر شوي، بنديان نه کړي. که څه هم د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان دولت ته امر کړی، هغه افغان کډوال چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا راجستر شوي، بندي نه کړي، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا هم دوام لري. یو شمېر پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د سترې محکمې د دغه حکم په اړه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې... Читать дальше...



عوامي نېشنل ګوند د ارباب غلام کاسي د وژنې ضد احتجاج وکړ

Mashaalradio.com 

عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان په پښتون میشته سیمه چمن کې د ارباب غلام کاسي د وژنې او په پاکستان کې د افغانانو نیولو ضد احتجاج کړی دی. د سېپټېمبر پر ۲۱مه، مظاهرینو تر لاریون وروسته جلسه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د کاسي د وژنې په اړه دې عدالتي کمېشن جوړ کړي او د افغانانو د نیولو لړۍ دې ودوري. دا له هغې وروسته ده چې د بلوچستان په کچلاک کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي، ارباب غلام کاسي ایډوکېټ مړی تېره ورځ وموندل شو. د سېپټمبر پر ۱۹مه، د کچلاک (کچلاغ) پولیسو مشال راډيو ته وویل چې کاسی پر سر، یو ډز ويشتل شوی وو. Читать дальше...

د افغانستان او افغان مېرمنو وضعیت؛ د امریکا ځانګړو استازو یې په اړه بېلابېلې ناستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري د یو شمېر افغان مېرمنو په ګډون د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره د افغان مېرمنو د حقونو او د افغانستان د وضعیت په اړه بېلابېلې ناستې کړي دي. د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ په اړتیا او په افغانستان کې د بشري مرستو د وضعیت په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري لیدنې کتنې شوي. ټوماس وېسټ نن جمعه په خپل ایکس شبکې په څو بېلابېلو بیانونو کې لیکلي، ده... Читать дальше...

کرکټ؛ د نولس کلنو ځوانانو د راتلونکي نړیوال جام نېټې او لوبډلې معلومې شوې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو ځوانانو ترمنځ د راتلونکي نړیوال جام نیټې، لوبډلې او ګروپ بندي اعلان شوه. په اعلان شوې ګروپ بندۍ کې افغانستان په ډي ګروپ قرار لري او د ګروپ نورې لوبډلې یې پاکستان، نیوزیلنډ او نيپال دي. یاد جام به د ۲۰۲۴ ز کال د جنورۍ میاشتې ۱۳مه نېټه د سریلانکا هېواد په کوربتوب پيل شي. دا ځل د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې په څلور بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي. د ویلو ده چې تېر نړیوال جام کې په ویسټ اینډیز کې ترسره شوی و چې افغانستان په نیمه پایلوبه کې انګلستان ته سیالي بایللې وه.

په بلوچستان کې د کسټم خلاف مظاهره وشوه

Mashaalradio.com 

د یادې مظاهرې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي ویاند کبیر افغان د سېپټېمبر په ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، دوی د حکومتي ادارو لخوا د ولس د ځورولو خلاف راوتلي دي

په هانګژو کې د سوریې او چین د ولسمشرانو لیده کاته شوي

Pa.azadiradio.com 

د چین دولتي رسنیو د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره د شي جین پینګ د کتنې خبر ورکړ. اسد پرون په رسمي سفر چین ته ورسېد. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوریې ولسمشر په دې سفر کې هڅه کوي د خپل وران شوي هېواد په بیا رغونه کې د چین ملاتړ ترلاسه کړي. بشار اسد به سبا په هانګژو ښار کې د اسیايي سیالیو د ۱۹ دورې د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. د چین دولتي خبري اژانس، سینهوا راپور ورکړ چې شي جین پینګ نن په هانګژو ښار کې له بشار اسد سره کتلي دي. له منځني خیتځ بهر، چین یو له هغو څو ګوته... Читать дальше...



د بند امیر پارک ځینې هوټل لرونکي او دوکانداران: کاروبار مو اغېزمن شوی

Pa.azadiradio.com 

د باميانو د بند امیر ملي پارک په سيمه کې ځینې هوټل لرونکي او دوکاندارن وايي، وروسته له هغه چې طالبانو دغه پارک ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګاوه، کاروبار يې ډېر کم شوی دی. د بامیانو ولایت د بند امیرپه ملي پارک کې ځینې هوټل لرونکي او دوکانداران وايي، دې تفریحي سیمې ته د ښځو پر تګ له بندیز وروسته د دوی کاروبار بیخي کم او حتی صفر ته نېږدې شوی دی. له دې ډلې قدسيه نويد چې د بند امير ملي پارک د ښځو په بازار کې یې لاسي صنايع پلورل، ازادي راډيو ته وويل چې دوکان یې تړلی دی. هغې وویل: "زه په بند امیر کې... Читать дальше...

'سي پي جی' چک جمهوریت ته: د ای‌سټوریز خبریالانو امنیت تضمین کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې په چک جمهوریت غږ کړی چې د خپلواکې تحقیقاتي خبري ویبپاڼې، 'ای‌سټوریز' خبریالانو ته د ورپېښو خطرونو په اړه تحقیقات وکړي او د خبریالانو امنیت يې تضمین کړي. د روان کال د مارچ او سپټمبر میاشتو ترمنځ 'ای‌سټوریز' د خطر څلور پیغامونه ترلاسه کړي وو. په پیغامونو کې د 'ای‌سټوریز' د دوو خبریالانو، چې په پراګ کې ژوند کوي نومونه، ادرس او د سفر ټول جزییات ورکړل شوی وو. پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د 'ای‌سټوریز' د دې دوو خبریالانو په ګډون زیاتره کارکوونکی په چک هېواد کې ځای پر ځای شوي دي.

وېسټ له جیلاني سره د افغان ښځو، بشري وضعیت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره يې د ښځو او نجونو د ملاتړ او د بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي. وېست نن پر خپلې ایکسپاڼه لیکلي، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸ ناستې په څنډه کې يې له  جیلاني سره کتلي دي. وېسټ زیاته کړې، په دې کتنه کې يې د ګډو امنیتي ګټو په اړه هم خبرې کړي دي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګیو پورته له زده کړو راګرځولي او د تېر کال په وروستیو کې يې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم منع کړې. Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر د کاناډا پارلمان ته وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن د کاناډا په پارلمان کې وینا وکړي. دا وینا د هغه کمپاین برخه ده چې زیلینسکي غواړي د روسیې پر ضد جګړه کې د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. د اوکراین ولسمشر په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او نورو قانون جوړونکو سره تر کتنې وروسته د کاناډا پلازمېنې ته لاړ او د دې هېواد صدارعظم جاستن ترودو د اوتاوا په هوايي ډګر کې ښاغلی زیلینسکی ته ښه راغلاست ووایه. تمه ده چې ترودو به هم نن پارلمان ته وینا وکړي. د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې... Читать дальше...

پاکستان د طالبانو له حکومته د ټي ټي پي پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

نوموړي د سېپتېمبر پر ۲۱مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې پر مهال د ترکیې له ټي ار ټي ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ټي ټي پي او اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په ګډون د نورو وسلوالو موجودګي نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره د ژورې اندېښنې وړ ده.

د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمېدو په افغان کروندګرو څه اغېز کړی؟

Mashaalradio.com 

د افغانستان د غزني ولایت کروندګر او باغوانان وايي د تیرو کلونو پرتله یې سږکال حاصلات ډېر خو ګټه يې کمه ده ځکه چې د تازه مېوو لپاره یې نېږدې او لوی بازار پاکستان دی او د دغه هېواد د کرنسۍ ارزښت کمېدو په نتیجه کې يې د تیرو کلونو په نسبت امدن کم شوی دی. دوی د مېوو او سبزیانو لپاره د یخو خونو د نيشتوالي شکایت هم کوي او وايي چې تازه مېوې او سبزیانې تر ډیره وخته نه شي ساتل کېدای نو ځکه یې پاکستان ته استوي او په کالدارو یې خرڅوي چې په افغانیو کې ډير کم حساب جوړېږي. په دې هکله منورشاه د اې اېف پي له ویډیو دا رپورټ جوړ کړی دی.

د امریکا حکومت تازه تللیو افغانانو ته د استوګنې لنډمهاله اسناد ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت هغو افغانانو ته چې تازه دې هېواد ته رسېدلي د قانوني استوګنې لنډمهالي اسناد ورکوي. کوم افغانان چې له څه باندې یو کاله هلته اوسېږي له دې اسانتیا برخمنېږي. د امریکا د کورني امنیت وزارت پرون اعلان وکړ هغه افغانان چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵مې وروسته او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له شلمې مخکې امریکا ته ننوتي لنډمهالي اسناد ترلاسه کوي. د اعلان له مخې په دې پروسه کې ټولټال ۱۴۶۰۰ افغانان شاملېږي. د امریکا اوسنۍ پرېکړه هلته د یادو افغانانو د دایمي استوګنې یا د تابعیت کومه اسانتیا نه برابروي. Читать дальше...

په لاتویا کې شاوخوا ۳۵۰۰ روسي اتباع د کډوالۍ ادارې لیکونه ترلاسه کوي

Pa.azadiradio.com 

په لاتویا کې شاوخوا ۳۵۰۰ روسي اتباع دا اوونۍ د کډوالۍ ادارې لیکونه ترلاسه کوي چې په کې د دغه هېواد نه د وتلو په اړه ورته ویل شوي. د لاتویا د مهاجرت ادارې پرون سپټمبر ۲۱مه وویل هغه کسان چې د خپل دایمي استوګنې د مودې غځولو لپاره یې اړین اسناد نه دي سپارلي او یا یې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د لاتویا ژبې د ازموینې لپاره نوملیکنه نه ده کړې باید د نومبر تر ۳۰مې له لاتویا څخه ووځي. د مهاجرت د قانون د تعدیل پر بنسټ چې په ۲۰۲۲ کال کې د لاتویا د پارلمان له خوا تصویب شو، پر اوکراین د مسکو د برید په غبرګون کې د روسي اتباعو د استوګنې مقررات سخت شول. Читать дальше...

اوکراین جګړه؛ زیلینسکي په دې جګړه کې د امریکا له مرستو مننه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل او د امریکا له مشر یې مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د روسیې پر ضد جګړه کې مرسته کړې ده. له خپل امریکايي سیال سره تر پرونۍ لیدنې مخکې زیلینسکي د امریکا د کانګرس او د امریکا د پوځ له مشرانو سره هم کتلي وو. بایډن له زیلینسکي سره په لیدنه کې د روسیې له یرغل سره د مبارزې په برخه کې د اوکراین د خلکو د زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا خلک هوډمن دي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره به هر څه وکړي چې نړۍ به د اوکراین تر څنګ ودرېږي. Читать дальше...

افغانان وايي د ګرفتارۍ له وېرې د کراچۍ له کیمپه بهر نه شي وتلای

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې مېشت افغانان وايي، د ګرفتارۍ له وېرې د کډوالو له کیمپه نه شي وتلای. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د سېپټېمبر تر ۱۹مې پورې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور تر ۸۰۰ زیات افغانان نیولي دي. افغانان وايي، د ګرفتاریو له کبله یې روزګار اغېزمن شوی دی. د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۵مه ویلي ول چې ناقانونه کډوال په هغه هېواد کې د اوسېدو حق نه لري. ویډیويي رپورټ.


Музыкальные новости
Григорий Лепс

«Я не джентльмен»: Лепс вновь объяснился за инцидент с телефоном фанатки





Rss.plus
Арцах

Героическое участие армян в СВО. Часть третья




Лишать приобретённого гражданства за нарушение присяги и точка

Верный защитник: в Москве шестилетний сын спас свою маму от смерти

Источник 360.ru: при укладке бордюра в Митине прогремел подземный взрыв

Умер продюсер рок-группы «Кино» Андрей Тропилло




ملګرو ملتونو له کیمياوي نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره نړیوال ایتلاف جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې له کیمياوي نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره يې نړیوال ایتلاف جوړ کړ. په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید له کموالي سره، مافيايي ډلو تر بل هر وخت کیمياوي نشه يي موادو ته ډېر پام اړولی، د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزير په وينا، د دې ډول نشه يي موادو قاچاق اسانه، خو زیان يې څو برابره خطرناک دی. د کیمياوي نشه يي موادو د روغتيايي او امنيتي ستونزو ډېرېدو ته په کتو سره، ملګرو ملتونو له دې ډول نشه يي موادو سره د مبارزې نړیوال ایتلاف جوړ کړ، د دې ایتلاف... Читать дальше...

کابل ته د اصف دراني سفر؛ پاکستان: د طالبانو حکومت دې د 'ټي ټي پي' پر ضد اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوی پرون په داسې حال کې کابل ته لاړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د 'ټي ټي پي' پر ضد اقدام وکړي. د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني پرون وویل، پاکستان د طالبانو له موقت حکومته غواړي چې د پاکستاني طالبانو خلاف کلک او عملي ګامونه واخلي. جیلاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستو ترڅنګ د ترکیې 'ټي آر ټي' نړیوالې څانګې ته وویل، په افغانستان کې د... Читать дальше...

'ډبلیو ایف پي' بیا اړو افغانانو ته د مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو د دوام لپاره یو وار بیا د مالي مرستې غوښتنه وکړه. د اسیا پسفیک لپاره د دې ادارې سیمه ییز مدیر جان ایلیف، په یوه ویډیو کې، چې پرون د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه، وویل: "په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او ډبلیو ایف پي له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې د ژمې په ترڅ کې له ۱۵ میلیون تنو سره مرسته وکړو." د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم،... Читать дальше...

د یوناما مرستیال سره د کرزي او عبدالله لیدنه؛ په مرستو او د نجونو پر زده کړو غږېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پرون پنجشنبې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره وکتل. حامد کرزي پرون ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په دې کتنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه خبرې وشوې او افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وشو. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې او له دې کبله له پرله‌پسې انتقادونو سره مخامخ دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړه. دغه کمېسیون پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د راتلونکي ۲۰۲۴ د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ به انتخابات ترسره شي. ټاکل شوې ده چې د انتخاباتي حوزو ابتدايي لېست د ډسمبر په ۲۷مه نېټه اعلان شي. پخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ویلي وو چې تر ډسمبر پورې به انتخاباتي حوزې معلومې او ورپسې سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

اوپن ډیموکراسي: بریتانیا په هوټلونو کې د مېشتو افغانانو له مرستو لاس اخیستی

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: ګارډین ورځپاڼې په پېښور کې د موسیقۍ د یوه افغان مینه‌وال او د ټيپونو د یوه مستري په اړه مقاله لیکلې چې د افغان سندرغاړو نایابې کسیټې یې ټولې کړي. دی محمد حسن زمری نومېږي چې له ډېرو کلونو هلته اوسي. د ټيپونو دغه جوړونکی چې له ګڼو سندرغاړو سره یې د سندرو په ثبت کې هم مرسته کړې، وايي، افغانستان کې له موسیقۍ سره مینه ژوره ده، خو طالبانو دمګړی پرې بندیز لګولی. محمد حسن ګارډین ته ویلي چې شاوخوا زر دانې زړې او ډېرې نایابې کسیټې ورسره دي. د طالبانو په لومړۍ دوره کې به پېښور د ګڼو افغان... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Оркестр Мариинского театра под управлением Валерия Гергиева выступил в Нижнем Новгороде




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Тренер "Динамо" Личка о самой дорогой покупке в Москве: я купил себе самокат

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

China’s Huawei launches new software brand for intelligent driving



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России