په غور کې وچکالۍ کروندګر اغېزمن کړي
د غور ولایت یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د تېر په پرتله یې حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. دوی د دې لامل وچکالي بولي. نور په ویډیو کې:
د غور ولایت یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د تېر په پرتله یې حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. دوی د دې لامل وچکالي بولي. نور په ویډیو کې:
روسیې، په هاګ کې د ملګروملتونو له لویې محکمې غوښتي دي چې پر اوکراین د دې هېواد د یرغل قضیه لغو کړي. مسکو دا قضیه د بېچاره ګۍ هغه هڅه بللې چې هدف یې د اوکراین په ختیځ کې د جینوسایډ یا ډلوژنې د مخنیوي په هدف د پوځي اقدام د توجیه لپاره د مسکو د استدلال شنډول دي. روسیې دا غوښتنه د ملګرو ملتونو په دې اړونده محکمه کې د اوکراین له خوا د وړاندې شوې دعوې مقدماتي استماعیه غونډې ته وړاندې کړه. تمه ده چې دا غونډې به د سپټمبر تر ۲۷مې پورې دوام وکړي. اوکراین دا دعوه د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۲۴مه د روسیې د یرغل په لومړیو کې پیل کړه. Читать дальше...
پنځه امریکايي بندیان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې له بنده خوشې شوي، نن له ایرانه ووتل. د قطر یوې الوتکې نن دا پنځه کسان او د هغو دوه تنه خپلوان له تهران څخه قطر ته ورسول. د دې بندیانو د تبادلې موافقه د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو میاشتنیو خبرو وروسته ترلاسه شوه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن خبریالانو ته وویل، په امریکا کې د پنځو ایراني بندیانو له ډلې دوه تنه ایران ته ستنیږي، یو دریم هېواد ته ځي او دوه نور په خپله خوښه په امریکا کې پاته کیږي. Читать дальше...
د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې افغانانو ته د شعر یوه مهمه کلنۍ جایزه اعلان شوه. د ژباړې په اړه د استاد منلي نظر اورېدلی شئ، د غزني د منارو په اړه د غزني د پوهنتون د استاد خانیخېلي څرګندونې اورئ. شعرونه هم شته او د ګورګور د ادبیاتو په اړه به هم واورئ. دغه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د سیاسي مسایلو یو شمېر پوهان په دې باور دي، که د افغانستان په استازولۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کوم استازي ګډون کړی وای، کولای یې شول چې له نړۍ سره د افغانستان ډیپلوماټیکي، سیاسي او سوداګریزي اړیکې پیاوړې کړي. د ملګرو ملتونو ۷۸یمه غونډه نن دوشنبه د امریکا په وخت په نیویارک کې پیلېږي او ۸ ورځې به دوام وکړي. پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي مسایلو شنونکی عزیز معارج وايي، اړتیا وه چې طالبانو د نړیوالو مشروع غوښتنې منلې وای، د افغانانو حقونه یې خوندي کړای او د یوه مشروع حکومت په جوړولو سره یې دې... Читать дальше...
د هند حکومت اعلان کړی، چې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه یې د افغانانو لپاره ۱۰۰۰ انلاین سکالرشیپونه په پام کې نيولي دي. د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) په خپله وېبپاڼه کې لیکلي، چې دا سکالرشيپ د ای ودیا بهارتي پورتال e-Vidya Bharati له لارې انلاین پلي کیږي. ICCR اعلان کړی، چې دا بورسونه د مدیریت او سوداګرۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، هنر او نورو برخو کې د 2023 او 2024 کلونو لپاره دي. د هند د کلتوري اړیکو شورا وېبپاڼه وايي، په يادو سکالرشيپونو کې يوازې د پوهنتون د فيسونو لګښت شامل دی او معاش ورکول پهکې شامل نهدي. Читать дальше...
داسې مهال چې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو اوسنی رژیم غیرمشروع بولي، خو په یوه لیک کې یې چې د طالبانو رییس الوزرا ته لیکلی ویلي، هوډ لري چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزې اړیکې لا پراخه او پیاوړي کړي. که څه هم د دې لیک د لېږلو کره نېټه نهده رسنیزه شوې، خو بېلابېلو پاکستاني رسنیو د خپلو ډيپلوماټانو له قوله لیکلي، دا لیک د هغه خط په ځواب کې لیکل شوی چې مُلا محمد حسن اخند د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه د انوارالحق کاکړ د ټاکل کېدو وروسته د مبارکۍ لپاره ور لېږلی و. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې روسیې د اوکراین د جګړې له پيل راهیسې په سیستماتیک ډول مدني ټولنه ځپلې ده. د روسیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې ماریانا کتزروا په خپل دې راپور کې روسي چارواکي په پراخه کچه د جګړې د منتقدانو په ناقانونه نیول کېدو تورن کړي دي. په راپور کې راغلي چې نیول شوي کسان " د دوامداره شکنجې او بد چلند" له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي. رویټرز خبري اژانس لیکلي، په تېرو شپاړسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه سازمان د پنځو دایمي... Читать дальше...
دوه کاله مخکې په همدې ورځ طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل خو د دوو کلونو له تېرېدو وروسته هم د پرانیستلو لپاره یې اقدام نه دی شوی. په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو د بندیز د دویم کال له پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې نجونې زده کوونکې د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې دا تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش نن پر خپله اېکس پاڼه د نجونو په زده کړو بندیز یوه نه توجېه کېدونکې بشري سرغړونه بللې ده چې په وینا یې په اوږد مهال کې ټول هېواد ته زیان رسوي. Читать дальше...
د پاکستان سرپرست صدراعظم د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا په نوم په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په اړه د خبرو غوښتنه کړې. د راپورونو له مخې، انوارالحق کاکړ ملامحمد حسن آخوند ته په دې لیک کې د هغو امنیتي او اقتصادي ستونزو یادونه کړې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په تورخم کې د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سره د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او ورپسې تورخم دروازه د څه باندې یوې اونۍ لپاره بنده شوه. پاکستان همداراز شکایت... Читать дальше...
د ازادۍ د جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یې درې تنه طالبان وژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي. دې ډلې په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا حمله یې تېره شپه د بګرام په دوه لاره کې د طالبانو پر یوه مرکز کړی. د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعا نه ده تایید کړې.
د اوکراین حکومت د دې هېواد د دفاع وزارت شپږواړه مرستیالان او په دفاعي چارو کې د دولت وزیر له دندو لیرې کړي دي. د اوکراین په پارلمان کې د کابینې استازي تاراس میلني چوک نن دا خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي دوه اونۍ مخکې تردې اولیکسي ریزنیکوف د دفاع د وزیر له دندې لیرې کړ او پرځای یې رستم عمروف پر دنده وګوماره او پارلمان د هغه پرېکړه تایید کړه.
د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان او د چین د پولې تر منځ د غځیدلي نژدې پنځوس کیلو متره سړک د رغونې چارې پيل شوې. دغه سړک چې د ورېښمو لارې په نوم یادیږي پنځه متره سور لري او د طالبانو د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د دوی له بودجې ورکول کیږي. بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدین احمدي نن دوشنبه باختر خبري اژانس ته ویلي، چې له دې لارې له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه څو برابره ارزانه تمامیږي. دا پروژه داسې... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی او امریکا ترمنځ د زندانیانو تبادله نن دوشنبه ترسره کیږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن خبریالانو ته ویلي چې پنځه امریکایي زندانیان به څو ساعته وروسته له ایرانه قطر ته روان شي. د کنعاني په خبره، په امریکا کې د زنداني شویو پنځو ایرانیانو له ډلې دوه یې ایران ته ستنیږي، یو یې دریم هېواد ته ځي او دوه نور یې په خپله خوښه متحده ایالتونو کې پاته کیږي. له دې سره همهاله، په جنوبي کوریا کې د ایران د شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړونو د سوریو ماشومانو د درملنې په دوام یې ۴۸ نور ماشومان د کابل دوو سیمه ییزو روغتونونو ته معرفي کړي او د درملنې ټول لګښت یې ورکوي. د دغې ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ یې په خپله وېب پاڼه خپره کړي راغلي، اوسمهال له دوی سره ١٢زره داسې ماشومان ثبت دي چې زړونه یې سوري دي او باید درملنه یې وشي. د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د دغه ټولنې له خوا په زړونو سوري ډیری ماشومان د درملنې لپاره له افغانستانه بهر لېږدول کېدل خو د طالبانو له واکمنیدو... Читать дальше...
دکراچۍ په افغان کيمپ کې مېشت افغان کډوال وايي دنيولو لړۍ يې روانه ده او دوی له همدې وېرې له کېمپه بهر نه شي وتلی. دکراچۍ په افغان کيمپ کي مېشت يو کډوال حاجي محمد جان د سيپتمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي چارواکي بيا بيا وايي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان نه نيول کيږي خو په حقیقت کې داسې نه ده. نوموري تور پوري کړ چې پوليس او نور سرکاري چارواکي دوی ځوروي، پوليس يې پر کورنو او دکانونو چاپې وهي او ښځي او ماشومان یې نیسي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې اسناد لرونکي کسان بايد خپل ژوند ته پرېښوول شي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش یوځل بیا ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ غوښتنه کړې ده. ګوتیریش نن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې " د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې له ښونځیو تر شپږم ټولګي پورته نجونو د راګرځولو دوه کاله پوره شول." ګوتیریش زیاته کړې، چې له ښوونځیو د نجونو منع کول له بشري حقونو یوه نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده، چې په ټول هېواد کې د اوږدمهاله زیانونو لامل کیږي. د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه منع... Читать дальше...
د پاکستان په کراچۍ کې د سلګونو افغان کډوالو زده کوونکو يو ښوونځی د پیسو د نه شتوالي له امله تړل شوی او بل د بندېدو په حال کې دی. په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، هغه ښوونځي له مالي مرستو بې برخې پاتې شوي دي. زده کوونکي وايي د غازي امان الله خان ښوونځي بندېدو ډېر خفه کړي دي او اوس د سيد جمال الدين افغان په نوم د لېسې د تړل کېدو وېره ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی. نور د اسوشيېټډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د ارزګان ولایت بزګران وايي، که په دغه ولایت کې د سېلابونو اوبه مهار نه شي، دغلته به د خلکو ژوند نور هم له ستونزو سره مخامخ شي. دوی وايي، په دغه ولایت کې د اوبو کچه ورځ تربلي ښکته کیږي او خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي. د ارزګان دا اوسیدونکي دا هم وايي، په دغه ولایت کې په کمو امکاناتو د اغاجان په نوم بند جوړېدلای شي. دا خلک زیاتوي، چې د یاد بند له جوړیدو سره به نه یوازې ددغه ولایت خلک د اوبو څخه برخمن شي؛ بلکې په لږه بیه دایمي برېښنا به هم ورته برابره شي. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره واورئ... Читать дальше...
په ایران کې محلي رسنیو د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وايي، د مهسا امیني د مړینې د لومړي کال پوره کېدو په مناسبت یې څه باندې ۲۶۰ کسان نیولي دي. چارواکو په دغه هېواد کې د نویو اعتراضونو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه لګولي دي. د ایران شرق ورځپاڼې پرون یکشنبه راپور ورکړی چې دغه ۲۶۰ کسان د ۲۴ ساعتونو پر مهال نیول شوي دي. د شنبې په ورځ د ځوانې ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د مړینې یو کال پوره شو، هغه په تهران کې د ګشت ارشاد پولیسو په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور نیولې وه او د پولیسو په توقیف کې یې ساه ورکړه. Читать дальше...
د عراق فدرال حکومت پرون موافقه وکړه چې د عراق کردستان ته به اختصاص شوې بودیجه زیاتوي. د عراق د شمال دغه کورواکې سیمه کې د معاشونو د ورکړې لپاره دغسې بودیجې ته سخته اړتیا لیدل کېږي. دا پرېکړه داسې وخت کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په زرګونو کسان د دې سیمې په درېیم لوی ښار دهوک کې لارو سړکونو ته راووتل او ملکي مامورینو ته د معاشونو د نه ورکول کېدو په باب یې اعتراضونه وکړل. دوی د دې ستونزې ملامتي پر بغداد واچوله. د عراق فدرال حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د عراق کردستان ته به د کاله... Читать дальше...
د یونان د ژغورنې ډلې څلور غړي چې لیبیا ته د مرستې لپاره تللي وو، پرون یکشنبه په ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي. د لیبیا په ختیځ کې د حاکم حکومت روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل ویلي، دغه کسان هغه وخت مړه شول، چې موټر یې له بنغازي څخه سېلاب ځپلې سیمې درنا ته روان و. د هغه په وینا، په دې مرستندویه ډله کې څه باندې ۱۹ کسان شامل وو چې ۴ یې مړه شول او ۱۵ نور ټپیان شول. په درنا کې د سپټمبر پر لسمه تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه وبهېدل چې تر اوسه یې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۱زرو ډېر کسان مړه کړي دي. ... Читать дальше...
مېل انلاین: د بریتانیا مېل انلاین ورځپاڼې پرون د هغه برتانوي خیریه کارکوونکي په باب لیکنه خپره کړې چې د طالبانو په توقیف کې دی او د طالبانو رهبر یې د روغتیايي ستونزو له کبله دوه وارې د خوشې کېدو امر کړی، خو دی بیا هم خوشې شوی نه دی. ورځپاڼې د 'مېل اون سنډې' ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دوه وارې، یو ځل د جولای میاشتې په نیمايي او بل ځل د اګست په لومړیو کې په مشروط ډول د کېوین کارنویل د خوشې کېدو امر صادر کړ، ځکه دغه برتانوي وګړي په خپلو پښتورګو/ بډوډو کې ستونزه درلوده. Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان وايي د افغان نجونو د حقونو د اعادې لپاره باید سمدستي اقدام وشي. دغه سازمان په ایکس شبکه کې په یو لړ بیانونو کې ویلي، چې څه باندې دوه کاله د مخه د طالبانو په بیا واکمنېدو د میلونونو افغان نجونو د پرمختګ هیلې او خوبونه مات شول. د بښنې نړیوال سازمان وايي چې طالبانو د نجونو د حقونو د اعادې لپاره خپله هېڅ ژمنه نه ده پرځای کړې او لا محدودیتونه زیاتوي. دغه سازمان یو وار بیا د هغه پرلیکه/ انلاین پټیشن/غوښتنلیک لپاره د لا زیاتو لاسلیکونو د ټولېدو او ملاتړ غږ کړی چې هدف یې تعلیم... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان سره د رامنځته شویو ستونزو په تړاو د دغه هېواد له شارژدافیر سره خبرې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي متقي له عبیدالرحمن نظاماني سره د تورخم د دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیونې او ځینو نورو ستونزو په اړه بحث کړی. د بیان له مخې، دوی د دغو ستونزو په ژر حل ټینګار کړی دی. تورخم شاوخوا لس ورځې تړلی و، چې له امله یې افغان او پاکستاني سوداګرو ته تر دوو میلیونو ډالرو تاوان رسیدلی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости