Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 08.09.2023

محمد محقق افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د سراج‌الدین حقاني وړاندیز رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق د طالبانو د کورنیو چاور سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هغه وړاندیز رد کړ چې ده او د هزاره قوم نورو مشرانو ته یې افغانستان د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې وه. حقاني په بامیانو کې په یوې غونډه کې د محمد محقق، کریم خلیلي او د هزاره قوم له نورو مشرانو غوښتي وو چې افغانستان ته ورستانه شي او د خپلو خلکو او قوم په منځ کې ژوند وکړي. محقق د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د حقاني دا خبرې د 'طالبانو کلیشه يي' خبرې دي او څه ­نوې خبره نه ده. هغه... Читать дальше...

ملګرو ملتونو د بلوچستان په انتظامي او عدلي څانګو کې د مېرمنو د شمېر زیاتولو لپاره کار پيل کړی

Mashaalradio.com 

د مېرمنو د ځواکمنتیا لپاره د کارکوونکي غیر حکومتي سازمان عورت فاونډېشن د بلوچستان مشر علاوالدین خلجي مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان په څېر صوبې لپاره داسې پروژې بیخي د هرکلي او ستاینې وړ دي.

جرمني کې د افغان ښځو د نه خوړو اعتصاب؛ یو شمېر نورې ښځې هم له دې اعتصاب سره یوځای شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان مېرمنو د نه خوړولو له اعتصاب وروسته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو له شلو ډېر افغان فعالانې له دې اعتصاب سره یو ځای شوي دي. د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زریاب پریاني په ګډون یو شمېر افغان معترضو مېرمنو د روان میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د جرمني په کولن ښار کې د نه خوړلو دولس ورځنی اعتصاب پیل کړی دی. دوی دغه اعتصاب د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د دریځ په غبرګون کې کړی او له نړیوالو غواړي چې د طالبانو دغه سیاست د جنسیتي اپارټایډ په توګه په رسمیت وپېژني او پر طالب مشرانو د سفر محدودیتونه ولګوي. Читать дальше...



ملګري ملتونه: ښايي ټوله نړۍ کې تر ۱۲۹ میلیون نجونې او ښځې له ښوونځیو پاتې شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې راغلي، ښايي په ۲۰۲۳ کال کې ټوله نړۍ کې تر ۱۲۹ میلیون نجونې او ښځې له ښوونځیو پاتې شي. په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځې خپور شوي په کې ویل شوي، د پوهنې، روغتیا او کارموندنې په برخو کې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د ژور تبعیض له کبله ملګري ملتونه نه شي کولی تر ۲۰۳۰ کاله پورې د جنیستي برابرۍ هدف ته ورسېږي. دا راپور د ملګرو ملتونو د ښځو او د اقتصادي او اجتماعي برخو له‌خوا په ګډه چمتو شوی دی. Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې بشر ضد جنایت ترسره کړی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو په جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جنایت ترسره کړی دی. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د یاد سازمان د ۲۰۲۱ کال څېړنې ښيي چې طالبانو د بېلابېلو کتبي یا اعلان شویو فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې ځورولي او د بشریت ضد جنایت یې ترسره کړی دی. د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل... Читать дальше...

د اروپايي شورا مشر: روسیه باید د اوکراین بندرونو د فعالیت د مخنیوي لړۍ ودروي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي شورا مشر وايي، روسیه باید د اوکراین د سمندري بندرونو د فعالیت د مخنیوي لړۍ ودروي. د اروپايي شورا مشر وايي، روسیه باید د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د اوکراین د غله جاتو د صادراتو له موافقې تر وتلو وروسته د اوکراین د سمندري بندرونو د فعالیت د مخنیوي لړۍ ودروي چې د دغو غله جاتو صادراتو ته زمینه برابره شي. شارل میشل، نن جمعه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي شل ډلې د سرمشریزې په درشل کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا غوښتنه کړې ده. جي‌شل ډله له ۱۹ هېوادونو او اروپایي ټولنې څخه... Читать дальше...

جان کربي: امریکا په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پریښي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د ملي امنيت شورا په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي تجهيزاتو د پاتې کېدو په اړه ادعاوې ردوي او وايي چې امريکا په افغانستان کې هېڅ پوځي تجهيزات نه دي پریښي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه تر وتلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر محدود تجهیزات پرېښودل چې د استفادې وړ نه وو. جان کربي په دې ناسته کې زیاته کړه: "له امریکايي ځواکونو څخه هېڅ ډول تجهیزات نه دي پاتې. کله چې مو د تخلیې عملیات پای ته ورسول... Читать дальше...

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ طالبان: د ستونزې حل لپاره خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

نن د دریېمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې ده. د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په سر تر رامنځته شوې دوه ساعته نښتې وروسته نن د درېیمې ورځې لپاره لا هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې ده. په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې په یوه خبرتیا کې له مسافرو غوښتي تر کومه چې دروازه نه وي پرانیستل شوي نو تورخم ته دې له تګه ډډه وکړي. د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي په لوړه کچه د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې روانې دي. Читать дальше...



له شفري نسخو د یو شمېر افغانانو شکایت؛ ډاکتران ولې شفري نسخې ليکي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ډاکترانو له‌خوا ناروغانو ته د شفري نسخو ليکلو، دوی ته سرخوږی پيدا کړی دی. د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي علي محمد د ډاکترانو له‌خوا د شفري نسخو له ليکلو شکايت کوي. نوموړی وايي، څو څو ځلې له دا ډول نسخو سره مخ شوی دی، خو په خبره یې بېرته اړ شوی چې د هماغه ډاکټر له درملتون درمل واخلي چې د ده ناروغ ته يې نسخه ليکلې وه. هغه د خپلو سترګو ليدلی حال ازادي راډيو سره داسې شريکوي: "د دې ستونزې تقريباً دوه، درې ځلې زه شاهد پاتې شوی يمه، په... Читать дальше...

په سعودي عرب کې د اوښانو ځغل سيالۍ امريکايي ښځې ګټلي

Mashaalradio.com 

په سعودي عرب کې په لومړي ځل پر اوښانو د ښځو د ځغل سيالۍ شوې. دا سيالۍ د ولي عهد اوښانو په نوم ميله کې تر سره شوې. په سعودي عرب کې د اوښانو ځغل مېله چې په کې سلګونه ځغاستې ترسره کيږي، د اګست له ړومبۍ نېټې پېل شوي وې، د سېپټمبر تر اوومې نېټې روانې وې. پر دې اړه د ايسوشېټېډ پريس اژانس راپور وګورئ:

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د نجونو او ښځو پر وړاندې بشر ضد جنایتونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو چارواکي د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې بشر ضد جنایتونه کوي او د جنسیت له مخې دوی مجازاتوي. دغه سازمان په هغه راپور کې چې نن جمعه یې خپور کړی، ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته داسې قوانین او پالیسۍ تحمیل کړي چې هدف یې د جنسیت له مخې په ټول افغانستان کې له اساسي حقونو د ښځو او نجونو بې برخې کول دي. د بشري حقونو په څار سازمان کې د نړیوال عدالت د برخې مشرې الیزابت ایوینسن ویلي: "له عام ژوند نه د ښځو او نجونو... Читать дальше...

ملګري ملتونه له افغان مېرمنو سره د سواد په زده‌­کړه کې مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له بېځایه شویو او زیانګالو افغان مېرمنو سره د سواد په زده‌­کړه کې مرسته کوي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس شبکه کې لیکلي، دوی هڅه کوي بېځایه شوې افغان مېرمنې د لیک لوست مهارتونه زده او پر ځان باور ترلاسه کړي. دغې ادارې د یوې زده کوونکې وینا هم خپره کړې چې ویلي یې دي: "سواد ما ته هیله رابخښي." نن د سپټمبر میاشتې اتمه د سواد نړیواله ورځ ده او له ۱۹۶۷م کال راهیسې هر کال د سواد د ودې او پراختیا لپاره په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.

د ناټو سرمنشي: اوکرایني سرتېرو د روسي ځواکونو پر وړاندې پرمختګونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي وايي چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي د روسیې له دفاعي کرښو واوړي او د روسي ځواکونو پر وړاندې په خپلو ځوابي عملیاتو کې پرمختګونه وکړي. ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه د اروپايي ټولنې قانون جوړوونکو ته په خبرو کې وویل چې د اوکراین ځواکونه د روسي پوځیانو په وړاندې ورو ورو مخ ته ځي او دا د ناټو د ملاتړ اهمیت او له اوکراین څخه د ناټو د ملاتړ لېوالتیا په ډاګه کوي. د روسي ځواکونو پر خلاف د اوکراین ځوابي عملیات د روان کال په جون میاشت کې پیل شول.

شمالي کوريا د اټومي وسلو د توغولو لپاره يو اوبتل جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا نن وویل چې د څو کلونو په نتیجه کې یې داسې یو اوبتل جوړ کړی چې اټومي حمله ورڅخه کېدای شي. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون دا د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د اسیايي متحدانو په وړاندې د مبارزې لپاره په اټومي وسلو د سمبال سمندري ځواک جوړولو په هدف حیاتي هڅه وګڼله. د شمالي کوریا دولتي اژانس د خبر له مخې دغه اوبتل، د اوبو له لاندې د تاکتیکي اټومي وسلو د توغولو لپاره ډیزاین شوی، خو دا یې نه ده مشخصه کړې چې څو میزاییلونه لېږدولی او توغولی شي. بلخوا د جنوبي کوریا چارواکو په دې اړه شک... Читать дальше...

رسنۍ: په چين کې د ګازو د لیک کېدو له کبله ۱۰ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د چین محلي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د ګازو د لیک کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي. دولتي رسنیو د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون ماسپښین د چین د شمالي سیمې انر منګولیا په یوه شرکت کې شوې ده. راپورونه وايي،ګڼ کسان د ګازو د لیک کېدو له کبله له لوړو ځایونو لاندې وغورځېدل. اته کسان ځای پر ځای مړه شول، بل د ټپونو له کبله ساه ورکړه او د بل مړی وروسته وموندل شو. د رسنیو راپورونه وايي، په دې باب چې دغه پېښه څنګه شوې، څېړنې پیل شوې دي.

له خير غوښتنې تر کاروباره: د هندي نرښځې کيسه

Mashaalradio.com 

په هند کې يوې خيريه ادارې د يو نرښځي ژوند وربدل کړی دی. پريتي نومې نرښخې به یووخت خير غوښتلی او نن رکشه چلوي او پیسې ګټي. هغه ته دغه رکشه يوې خيريه ټولنې ورکړې چې د نرښځیانو او نورو بېوزله کسانو مرسته کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

او آی سي: باید ټولو افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو حق ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته د خپل پلاوي له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو حق ورکړل شي. د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي د افغانستان د سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل. په دې پلاوي کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو. Читать дальше...

د کاناډا د خبریالانو یوه ټولنه: د زیانګالو افغان خبریالانو د لېږد بهیر ټکنی شوی

Pa.azadiradio.com 

په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو ټولنه وايي چې د اوکراین د جګړې په شمول نړیوالې شخړې سبب شوي چې له افغانستان څخه د زیانګالو خبریالانو د لېږدولو بهیر ټکنی شي. د دې ټولنې په وینا، لا هم زرګونه خبریالان په افغانستان کې بند پاتې دي او یا هم په ګاونډیو هېوادونو کې بې برخلیکه اوسي. په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو د ټولنې اجرايیه رييسې ریچل پلیفر دا وضعیت ناوړه بللی خو په عین حال کې یې ویلي چې په داسې شرایطو کې د زیانګالو خبریالانو انتقال اسانه کار نه دی.

ایم ایس ایف: افغان میندو او نوزېږو ماشومانو ته د خدماتو رسول حیاتي اهمیت لري

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې ډاکترانو ټولنه یا 'ایم ایس ایف' وايي، افغانستان کې میندو او نوزېږو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو رسول حیاتي اهمیت لري. د دې ټولنې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، میندو او نوزېږو ماشومانو د مړینو او ناروغیو کمول، په افغانستان کې د دوی مهم ماموریت دی. د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي په ۲۰۲۲م کال کې د دوی روغتیايي ډلو له ۴۲زره ۸۰۰ زېږونونو سره مرسته کړې، چې په دې ډله کې ۲۱۱۰ زېږونونه د جراحۍ عملیاتو په مرسته شوي دي. د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلک شکایت کوي، چې له لسیزو راهیسې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي.


Музыкальные новости
Тимати

Мама Тимати прошлась по интервью Шишковой: «Смотреть было брезгливо, но Аленка молодец»





Rss.plus
Актёр

Актер Кирилл Зайцев представил фильм «Командир» на кинофестивале в Музее Победы




Овчинский: Роботы помогают развитию промышленности в Москве

На выставке «Россия» прошло шествие под лозунгом «Май! Труд крут!»

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

Синоптик Шувалов: 4 и 5 мая в Подмосковье пройдут дожди




ملګرو ملتونو په کندهار کې د اوبو لګولو یو کانال جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا 'یو این ډي پي' په کندهار کې د اوبو لګولو د یوه کانال د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ. دغې ادارې پرون په خپل ایکس شبکه کې لیکلي، د کندهار په حاجیانو کلا سیمه کې به له دغه کانال څخه ۳۰۰ کسان ګټه اخلي. د مطلب له مخې د دې بشپړ شوي کانال په مرسته به ۷۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د ځايي اوسېدونکو د کرنیزو محصلاتو ودې ته به زمینه برابره کړي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او ځان مینځلو لپاره کافي اوبه نه لري.

د سوډان د پوځ مشر او د قطر امیر لیدنه؛ پر ننګونو او اوسني وضعیت یې خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان پرون پنجشنبه د قطر له امیر سره په کتنه کې د سوډان پر وضعیت خبرې وکړې. د قطر حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، د سوډان د پوځ مشر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په کتنه کې په سوډان کې پر اوسني وضعیت او چلنجونو بحث وکړ. دا له کله چې په اپرېل میاشت کې په سوډان کې جګړه پیل شوې، د البرهان درېیم بهرنی سفر دی. هغه په وروستیو ورځو کې مصر او جنوبي سوډان ته هم تللی و. د البرهان په مشرۍ پوځ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم له ملېشه وو سره په جګړه بوخت دی چې په نتیجه کې یې... Читать дальше...

د چین یو لوړپوړی پلاوی د شمالي کوریا د تاسیس په کالیزه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د چینايي چارواکو یو لوړپوړی پلاوی د شمالي کوریا د تاسیس په پنځه اویایمه کالیزه کې د ګډون لپاره پیونګیانګ ته سفر وکړي. د شمالي کوریا د تاسیس دغه ملي ورځ د سپټمبر پر نهمه نمانځل کېږي او په اټومي وسلو سمبالې شمالي کوریا مخکې داسې اشارې ورکړي چې غواړي د دغو مراسمو پر مهال پوځي پرېډ هم ترسره کړي. د شمالي کوریا یوه چارواکي د دغه هېواد مرکزي خبري اژانس ته ویلي، د چین یو پلاوی به چې مشري به یې د چین مرستیال صدارعظم لیو ګوژونګ کوي، د شمالي کوریا د تاسیس په پنځه اویایمه کالیزه کې برخه واخلي. ... Читать дальше...

جرمني کې د سوریې دوه وګړي په افراطي ډلو کې د غړیتوب په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې د سوریې دوه وګړي په افراطي ډلو کې د غړیتوب په شک نیول شوي دي. څارنوالانو پرون پنجشنبه وویل، شک کېږي چې په دغو کسانو کې یوه یې لس کاله مخکې، په ۲۰۱۳م کال د سوریې په ختیځ کې په یوه خونړۍ حمله کې لاس درلود. په هغه حمله کې څه باندې ۶۰ شیعه جنګیالي او ملکیان وژل شوي وو. د جرمني د شخصي محرمیت د قانون له مخې، دغه مشکوک کسان یوازې په عمر اې A او باسل او O معرفي شوي او د لویې څارنوالۍ د دفتر په وینا تېره چهارشنبه نیول شوي دي. دغه کسان د لوای جند الرحمن په نامه د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې... Читать дальше...

امریکا او بریتانیا پر یو شمېر روسي هککرانو بندیزونه پراخ کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا په ګډه د روسیې د هککرانو یا کمپیوټري غلو د یوې ډلې پر غړو خپل بندیزونه پراخ کړل. د امریکا د خزانې وزارت وايي، د ټریکبوت په نوم د هککرانو بانډ د روسیې له استخباراتو سره اړیکې لري. د امریکا د خزانې وزارت او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه ویلي، د دوی بندیزونو نږدې لس کسان په نښه کړي دي. دواړو هېوادونو تر دې مخکې د ټریکبوت بانډ پر اوو غړو بندیزونه لګولي وو، هغه هم د کوېډ۱۹ د وبا پر مهال پر روغتونونو په انټرنېټي حملو کې د دې ډلې د رول او د امریکا د حکومت او امریکايي کمپنیو د په نښه کولو له کبله.

د پاک - افغان سوداګرۍ خونه: پاکستان په حساس وخت کې تړونونه تر پښو لاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

پر تورخم دروازه د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې تر وسله‌والې نښتې وروسته دغه دروازه پرون هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه. پر تورخم دروازه د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو د وسله‌والو ترمنځ د چهارشنبې نښتې لا هم په دواړو غاړو کې د خلکو او تجارتي موټرو د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی. د سوداګرۍ بنسټونه وايي، هر وخت د افغانستان د مېوو د صادراتو پر مهال پر دغسې دروازو ځینې لانجې راځي چې تر ډېره افغان سوداګر زیانمنوي. د وسپنې ویلې کولو د اتحادیې اجراییه مشر او د افغاني... Читать дальше...



Москва

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

МакSим

МакSим о выступлении Трусовой под песню «Отпускаю»: «Как же мне приятно! Какой номер! Какой характер у этой девочки!»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


Ролан Гаррос

Увидит ли Париж Мирру из России? Андреева дает жару в Мадриде и включается в олимпийскую гонку



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России