Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 05.09.2023

سعودي عربستان او روسیه: په خپله خوښه به د روان کال تر پایه د تېلو د تولید کمولو ته دوام ورکړو

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان او روسیې نن سې شنبې وویل چې دوی به په خپله خوښه د روان کال ترپایه د تیلو په تولید کې کموالي ته دوام ورکړي. دغه هیوادونه، دغه کارد دې لپاره کوي چې د تیلو بیې لوړې شي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا هیواد به د روان ۲۰۲۳ کال د ډسمبرمیاشتې ترپایه په ورځ کې د یوملیون بیرله تیلو کموالي ته چې له جولای میاشتې راهیسې یې عملي کوي، دوام ورکړي. روسیې هم ویلي، چې د دې کال ترپایه به په ورځ کې درې سوه زره بیرله کم تیل صادروي. سعوي عربستان د اوپک د سازمان او روسیه هم له دې سازمان سره د تړلي اتحاد غړي دي.

یوسف نورستانی بیرته افغانستان ته ستون شو

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخوانی رییس احمد یوسف نورستاني بیرته افغانستان ته ستون شوی دی. د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون د کابل په هوایي ډګرکې د ښاغلي نورستاني د یوه تصویر له خپریدو سره ویلي چې نوموړی نن غرمه مهال کابل ته راورسید. د طالبانو یوشمېر چارواکي، له هغې ډلې د تربیت بدني او ورزش ریس احمدالله وثیق چې د طالبانو له خوا افغانستان ته د افغان شخصیتونود بیرته ستنولو د کمیسیون غړی دی، په دې تصویرکې لیدل کیږي له هغه سره د الوتکې په خوا کې ولاړدی. احمد... Читать дальше...

بحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان دولتي بانک د شمیرو تر مخه په دغه ملک کې د ګرانۍ شرح د ۲۷ فیصده څخه اوړیدلی ده چې پر ضد یې په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې هم شوي دي. د ګرانۍ علتونه څه دي او له دې بحرانه د راوتلو لاره څه ده؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو



د کانکور ازموینې د ګډونوالو کمښت؛ شنونکي: لامل یې د نجونو پر ګډون بندیز دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د کانکور پایلې اعلان کړې، چې ۸۴۲۳۴ تنو په کې ګډون کړی وو. که څه هم د طالبانو حکومت د ازموینو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني او د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو د اعلان په مهال ادعا وکړه، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د کانکور ګډونوال ډېر وو. خو د ګډونوالو د هغو شمېرو له مخې، چې په تېرو کلونو کې د ازموینو د ادارې لخوا اعلان شوي، ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کانکور ګډونوال ډېر کم وو. د ازموینو د ملي ادارې... Читать дальше...

د کلستر ماینونو ایتلاف: روسیه او اوکراین دې د خوشه یي ماینونو له کارولو لاس واخلي

Pa.azadiradio.com 

د کلسټریا خوشه يي مهماتو د تولید او کارونې د مخنیوي لپاره یو نړیوال ایتلاف وایي، له کله چې کریملین له تېر کال راهیسې پراوکراین بشپړیرغل پیل کړی، د روسیې او اوکراین لخوا د کلسټر وسلو بریدونه د دا ډول وسلو په کارولو کې د زښت زیات زیاتوالي ښکارندوي کوي چې ورسره د دې اړتیا رامنځ ته کوي چې نور هیوادونه پر دا ډول وسلو له نړیوال بندیز سره یوځای شي. د کلستر ماینونو ایتلاف (CMC) کمپاین ډلې، نن د سپتمبر په پنځمه د کلستر ماینونو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی ،چې په کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې په اتو هیوادونو... Читать дальше...

ایران له یو نیم کال راهیسې یو سویډنی ډیپلومات بندي کړی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل تایید کړې، چې یو سویډنی ډيپلومات له نژدې یونیم کال راهیسې په ایران کې بندي دی. سویډن پرون په غیرمستقیم ډول په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور تایید کړ او ویې ویل چې یو سویډنی وګړی د تېرکال له اپريل میاشتې راهیسې په ایران کې په توقیف کې دی، خو ښاغلي بوریل نن نور وضاحت هم ورکړ او د دې ډيپلومات نوم او په اروپايي ټولنه کې د هغه دنده یې هم یاد کړل. هغه نن د پرمختګ په اړه په یو غونډه کې د ګډون لپاره د اسپانیا کادیز Cadizښار ته له رسېدو سره سم خبریالانو... Читать дальше...



بوریل: ایران یو سویډنی دیپلومات له ۵۰۰ ورځو راهیسې په ناقانونه ډول بندي کړی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر نن تایید کړه، چې یو سویډنی ډيپلومات له نژدې یونیم کال راهیسې په ایران کې بندي دی. جوزیپ بوریل د اسپانیا په کادیز Cadizښار کې یوې غونډې ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل، ۳۳ کلن جان فلودیرُس Johan Floderus چې د اروپايي ټولنې لپاره یې کار کاوه له ۵۰۰ ورځو راهیسې په غیرقانوني ډول په ایران کې نیول شوی. بوریل وویل چې بروکسل د دې ډيپلومات د خوشې کېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. د تېرکال په جولای میاشت کې وروسته له دې چې سویډن، په ۱۹۸۸م. کال کې د زرګونه کسانو... Читать дальше...

د بودیجې کمښت؛ خوړو نړیوال سازمان ۲ میلیون افغانانو سره د مرستو ځنډیدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بسپنې د کمېدو له کبله په روانه میلادي میاشت کې شاوخوا دوه میلیون افغانانو ته د خوړو رسولو پروګرام ځنډوي. WFP نن په یوه بیان کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې د مشر هسیاو- وي- لي Hsiao-Wei Leeله قوله ویلي، په دومره لږو سرچینو چې د خوړو نړیوال پروګرام ته پاتې دي ټولو هغو خلکو ته چې له سختې لوږې سره لاس ګرېوان دي، خواړه نه شي رسولای. د بیان له مخې، دا په دې معنا ده چې WFP۱۴ لکه نویو کسانو، میندو او د هغوی ماشومانو ته، د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه نه شي رسولای. Читать дальше...

د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو ۷۱۶مه ورځ؛ حقاني: صبر وکړئ، چې د پرانیستلو شرایط یې برابر شي

Pa.azadiradio.com 

نن ۷۱۶مه ورځ ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست یې لا هم له خلکو او نړۍ غواړي چې د شرایطو تر برابرېدو په دې برخه کې له زغم او صبر کار واخلي. باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې نشرات لري لیکلي، سراج‌الدین حقاني پرون د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتنه کې د نجونو تعلیم یوه د ټولنې اړتیا بللې او ویلي یې دي، له شرایطو سره سم به دا ستونزه هوارېږي. خو هغه په دې اړه توضیحات نه‌دي ورکړي، چې طالبان غواړي په افغانستان کې... Читать дальше...

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو کړنې وغندلې

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په وروستیو کې د طالبانو له زندانونو د ۹ افغان خبریالانو د خوشې کېدو هر کلی کوي، خو تر خوا یې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې غندي او د دوی په بند کې د پاتې خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا 'آی ایف جی' که څه هم د طالبانو له زندانونو د ۹ افغان خبریالانو خوشې کېدل ستايي، خو وايي؛ لا هم ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي د خپل سرو نیونو، ځورونې او بریدونو سره مخ دي. دې فدراسیون نن یوه اعلامیه کې لیکلي، روانه میاشت او د... Читать дальше...

دا نیال حیران په کچه عمر پخه شاعري کوي

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو اوونیزه ادبي او کلتوري خپرونه. په دې خپرونه کې له شاعرانو، ادیبانو او هنرمندانو سره مرکې کوو. دا اوونۍ له ځوان شاعر دانیال حیران سره غږېدلي یو. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.

ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د کتابتون پرانيسته؛ دا د ماشومانو لپاره څومره مهمه ده؟

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د جاپان په مرسته د ماشومانو لپاره يو کتابتون پرانيستل شو. دا کتابتون چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، د جاپان له لوري د ۱۳۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې په‌کې د کتابتون اړوند ټول اړين توکي په پام کې نيول شوي دي. په دې اړه د دغه ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې کتابتون د جوړېدو چارې چې تېر کال پیل شوې وې، ماشومانو ته د لوست ترڅنګ په کې د بېلابېلو استادانو له‌خوا د ښوونځيو لومړني مضامين... Читать дальше...

اسیا جام؛ سریلانکا د دوهمې سیالۍ پچه ګټلې او توپوهنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسیاجام سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان او سریلانکا سره سیالۍ کوي. د نننۍ لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. د پچې اچونې پرمهال د سریلانکا لوبډلمشر شناکا وویل، د توپوهنې موخه یې دا ده چې افغانستان ته ښه ټارګېټ یا هدف وټاکي. نوموړي د افغانستان لوبډله پیاوړې یاده کړه او ویې ویل یوه ښه لوبه به نندارې ته وړاندې شي. دغه راز افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم د پچې اچونې پرمهال وویل چې که پچه یې ګټلی وای نو لومړۍ توپ اچونه یې کوله. شهیدي زیاته کړه، موخه یې دا ده چې نن لومړی ځان ته... Читать дальше...

هندوستان د راتلونکي نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د روان کال د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره کوربه هندوستان خپله ملي لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې چې نړیوال جام د لسو هېوادونو ترمنځ په راتلونکي اکټوبر میاشت کې پیل شي. د هند کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې د یاد نړیوال جام لپاره ۱۵ لوبغاړي اعلان کړي دي. په اعلان شوې لوبډله کې روحیت شرما، کیل راهول، شبمن ګیل، ویرات کولي، شریس ایر، ایشان کیشان، هارډیک پانډیا، سوریا کومار یادو، رویندرجدیجا، اکشرپټیل، شاردول ټاکور، جسپریت بومرا، محمد شامي، محمدسراج او کولديپ یادو شامل دي. سږ کال... Читать дальше...

د ګلګت بلتستان حکومت د شيعه - سني شخړو مخنيوي لپاره ديني عالمان ورغوښتي

Mashaalradio.com 

د ګلګت بلتستان وزيراعلی وايي چې د شيعه او سني ډلو ترمنځ د ترينګلتيا د زیاتېدو مخنيوي لپاره یې د پاکستان له نورو برخو ديني عالمان ورغوښتي دي. وزيراعلی حاجي ګلبرخان د سيپتمبر پر څلورمه، په خپل دفتر کې د خبري غونډې په وخت وويل چې غواړي ديني عالمان د شيعه او سني ډلو ترمنځ خبرې وکړي او د تاوتريخوالي مخنيوي وشي. هغه زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه د شخړو مخنيوي لپاره بيداره دي او ناامني به نه پيښيږي. په ګلګت بلتستان کې د اګست له نيمايي راهیسې ناکراري ده. پر دغه ورځ يو شيعه عالم په يو تقریر کې ځيني داسې خبرې وکړي چې سني ډلو سپکاوه وباله. Читать дальше...

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه له سریلانکا سره کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا کپ په لوبو کې خپله وروستۍ ګروپي سیالي نن د سریلانکا پر وړاندې وکړي. دا یو ورځنۍ لوبه چې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټډیوم کې په پام کې ده د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي. افغانستان داسې مهال د سریلانکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ور روان دی چې له بنګله‌دېش سره یې په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه بایللې او په څلورو غوره لوبډلو کې د شمولیت لاره ورته ګرانه شوې ده. افغانستان او سریلانکا له دې مخکې پنځه ځلې په یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي چې سریلانکا درې پر دوه مخکې دی.


Музыкальные новости
Фрэнк Синатра

ДиКаприо споет голосом Синатры





Rss.plus
Арцах

Уголовное дело против известного российского политолога Михаила Александрова является фальсификацией бакинского режима




Калужане отмечают Первомай

В Театре сатиры проводили в последний путь актрису Зою Зелинскую

Почти 1,4 тыс мастер-классов проведут в рамках фестиваля «Пасхальный дар»

В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»




د آزادۍ جبهې په بغلان کې د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې د بغلان ولایت په اندراب سیمه کې د طالبانو له‌خوا د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی. دې ډلې نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې قمرالدین اندرابي د اندراب د بنو ولسوالۍ په خج دره کې وژل شوی دی. په بیان کې په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. بلخوا د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د اندرابي د وژل کېدو خبر ورکړی. په شمال کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د اندرابي د وژلو خبر ورکړی او په یوه بیان کې یې ویلي یې دي چې په اندراب کې به د طالبانو د مخالفینو پر ضد عملیات پیل شي. Читать дальше...

طالبانو په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا رییسان ملایان او قاریان ګومارلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا لپاره د رییسانو په توګه ملایان او قاريان ګومارلي دي. د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ملا محمد ادم مسلم د کندهار د عامې رییس وګوماره، چې په یوه مسلکي بست کې د یوه ملا دا ګومارنه له نیوکو سره هم مله وه. خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په یوه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست رییس یو ملا ګوماري. د ازادي راډيو د موندنو پر بنسټ د طالبانو حکومت تر دې مخکې په ۹ نورو ولایتونو کې هم د عامې روغتیا لپاره د ریسانو په توګه ملایان ګومارلي چې اوس هم خپلې دندې مخ ته وړي. Читать дальше...

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت وایي، نن سهار وختي یې د اوکراین لږ تر لږه درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي. د دغو الوتکو د بریدونو هدف د روسیې پلازمېنه مسکو ښودل شوی دی. رویټرز خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونو یې دوه الوتکې د کالوګا او توور پر فضا او درېیمه هغه یې په ایسترا سیمه کې له منځه وړې ده. د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو الوتکو د وېرې له کبله د مسکو په هوایي ډګرونو کې نژدې ۵۰ الوتنې لغوه یا ځنډېدلي دي. د روسیې پر اهدافو په ځانګړې توګه کریمیا ټاپوزمه... Читать дальше...

جینیفر په پنېرو کې د خلکو د قسمت حال بیانوي

Mashaalradio.com 

جینیفر بیلاک په نامه دا مېرمن وايي په دې طریقه د نصیب معلومولو طریقه له پېړیو راهیسې روانه ده او دې هم په څو کلونو کې زده کړې ده. نوموړې زیاتوي چې ځینې وخت د هغې وړاندوینې سمې هم خېژي. په دې هکله نور تفصیل د رویټرز اژانس په دې ویډيويي راپور کې

یو شمېر کباړ ټولوونکي خپل کار او د روزګار خرابېدو ته اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د خپلو عایداتو کمېدو ته اندېښمن دي، یو شمېر کباړ ټولوونکي هم وايي، کار، روزګار یې خرابه دی. کباړ راټولونکی باز محمد د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا چې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ ډوډۍ ګټونکی دی، شکایت کوي چې کار و بار یې ښه نه دی. باز محمد د ښه کار په لټه له کندوز کابل ته راغلی، خو وايي بل ښه کار مخه نه ده ورکړې او اوس له خځلو استفاده شوي توکي او کباړ ټولوي. هغه زیاتوي: "هفته کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پاتې کېږي، او په میاشت کې له ۱۵۰۰ تر ۲ زره پاتې کېږي. Читать дальше...

حقاني: د نجونو تعلیم اړتیا ده او نړیوال دې د شرایطو تر برابرېدو صبر او زغم ولري

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان یوه پلاوي د طالبانو د حکومت کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره خبرو کې تعلیم د نجونو او هلکانو مساوي حق یاد کړی دی. دا خبره په هغې خبرپاڼه کې شوې چې پرون دوشنبه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین حقاني هم ویلي چې د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او په خبره یې نړیوال دې د شرایطو تر برابرولو صبر او زغم ولري. د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې کابل کې دی، تراوسه د خپلو لیدو کتو جزییات نه دي رسنیز کړي. Читать дальше...



Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев и Медведев вышли в четвертьфинал «Мастерса» в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Воробьев посетил пансионат для пожилых людей в Черноголовке



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России