تودو سیمو کې د نجونو له حضور پرته د نوي ښوونیز کال پیل؛ زده کوونکې: د طالبانو د بندیز دوام ناهیلې کړو
د کندهار په ګډون د افغانستان په ګرمسیرو ولایتونو کې نن چهارشنبه نوی ښوونیز کال د زنګ په وهلو سره په داسې حال کې پیل شو چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي او د پوهنتون دروازې تړلي دي. یو شمېر ښځینه زده کوونکو ازادي رادیو ته وویل، له شپږم ټولګي پورته پر زده کړو د طالبانو د حکومت د بندیز دوام یو ځل بیا ناهیلي کړې. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: