Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 23.09.2023

په ننګرهار کې یو شمېر پخواني نظامیان: طالبان مو په زوره کورونه غصبوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر پخواني افغان پوځیان ادعا کوي، چې له څو ورځو راپه دېخوا په دغه ولایت کې د طالبانو د درېیمې لوا د کسانو له خوا د دوی د کورنو غصبول، چې په تېرو حکومتونوکې ورته ورکړل شوي وو، پیل شوي دي. د دوی په خبره، د طالبانو کسانو د دوی د کورنو توکي ورته بهر غورځولي او غواړي، په زور یې ورنه ونیسي. دوی د ځينو اسنادو او بانکي اویزونو په وړاندې کولو سره ټینګار کوي، چې دا کورونه د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د جلال اباد په لومړۍ ناحیه کې دوی ته ورکړل شوي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي... Читать дальше...

اقتصاد پوه معراج الحق وايي، د پاکستان اقتصادي بېخبینا بدلون ته اړتیا لري

Mashaalradio.com 

دا اونۍ په مشال مرکه کې له اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق سره غږېدلي یو. نوموړی له کوز دير سره تعلق لري او په معاشياتو کې يې لوړې زده کړي کړې دي. ډاکټر معراج له نړيوال بانک سره د سلاکار په توګه هم کار کړی او دا وخت په اسلام اباد اسلامک پوهنتون کې د معاشیاتو زده کړي ورکوي. نوموړی وايي، د پاکستان په اقتصادي بېخبنا کې نمګړتياوو له وجې ستونزې دي. د هغه په خبره د هېواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره به خوځنده چلند نه کار اخیستل غواړي. د هغوی نورې څرګندونې په مشال مرکه کې اورېدلی شئ:

کابل کې د تیلو او ګازو ګرانیدل؛ اغېزې او لاملونه یې څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې مېشت ډیری خلک له ناسم اقتصادي وضعیت او بې کارۍ شکایت لري، يو شمېر کابل ښاريان وايي، چې د تېلو او ګازو د بيو لوړېدو د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي. د کابل اوسېدونکی سميع‌الله وايي، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د تېلو د بيو لوړېدو سره ان د ټکسيانو کرايه هم لوړه شوې ده. هغه ازادي راډيو ته وويل:  " د سالنګ لاره بنده ده، له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل ښار کې د تېلو او ګازو بيې لوړې شوي. يوه کيلو ګاز بيه مخکې ۵۰ افغانۍ وه، اوس په ۵۸ افغانۍ پلورل کېږي. يو پټرول لېټر... Читать дальше...



د اشارې ژبې نړیواله ورځ؛ له زده کړو محرومه معلومه افغانه: په زده کړو پسې لکه یخ وېلې کیږم

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر ۲۳مه، د اشارې ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ چې  شمېر معلولیت لرونکو کسانو سره د ټولنیز اړیکو په برخه کې ډیره مرسته کوي. د اشارې ژبه د افغانستان په ګډون په نږدې ټولو هیوادونو کې هغه خلکو ته تدریس کیږي چې د ویلو او اوریدلو ستونزه یا معلولیت لري. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له یو شمېر دغو نجونو څخه دا فرصت اخیستی دی. دا چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، وايي چې له زده کړو پرته به یې راتلونکې ستونزمنه وي. ازادي راډیو له دوو تنو دغو نجونو سره مرکې کړي، خو له نورو مرکو سره په یو څه توپیر . Читать дальше...

قاید اعظم پوهنتون د زده کوونکو اتحادیو د بحالولو پرېکړه کړې ده

Mashaalradio.com 

دا فيصله د پوهنتون سينډيکيټ د سېپتېمبر پر ۲۲مه په يوه غونډه کې وکړه چې د پاکستان چيف جسټس قاضي فايز عيسی هم د يو غړي په حيث پکې ګډون وکړو. چيف جسټس قاضي فايز عيسا هم د سټوډنټس يونين د بحال کولو حمايت وکړ.

د اوبو کمښت، هغه ستونزه چې د کندهار ښار اوسېدونکو ژوند یې سخت کړی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار زرګونه اوسېدونکي د پاکو اوبو لپاره کیلومټرونه واټن وهي. خلک یوازې د کندهار ښار په ځینو برخو کې پاکو اوبو ته لاسرسۍ لري. د اوبو کمښت له امله کندهار کې ځینې کورنۍ اړ شوي چې خپل کورونه هم پرېږدي.

مثلث: په افغانستان او پاکستان کې له سیاسي فعالانو سره څه چلند کیږي؟

Pa.azadiradio.com 

یوناما د سپتمبر په شلمه په یوه راپور کې وویل چې تر شپاړس سوه ډیرې داسې قضیې یې ثبت کړې دي چې طالبانو په زندانونو کې خلک شکنجه کړې دي. په پاکستان کې بیا د پښتون ژغورنې د غورځنګ، تحریک انصاف او دولت مخالفه بلوچانو په زرګونو کسان زنداني دي. په دې اړه دلته بحث لیدلی او اوریدلی شئ

د چين اسيايي سيالۍ؛ افغان کرکټ لوبډله سرېلانکا سره لوبيږي

Pa.azadiradio.com 

د چین په اسیایي سیالیو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډله په منځلوبو یا کوارټرفاینل کې لوبیږي چې سیال یې د سریلانکا لوبډله ده.  د دې دوو ټیمونو ترڅنګ د هند، پاکستان او بنګله دیش الف ټیمونه هم په کوارټرز فاینل کې ځای شوې دي.  د افغانستان الف لوبډله به په اسیایي المپیک کې د اکتوبر په څلورمه له سریلانکا سره مسابقه وکړي.  د دې سیالیو پایلوبه د اکتوبر په اوومه ده.  د افغانستان کرکټ ټیم په دوه زره لسم کال کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د سپینو زرو میډال ګټلی و.



په کريميا کې د چاودنو غږونه اوريدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ټیلګرام څو چاینلونو د سپتمبر په دوه ویشتمه راپور ورکړ، چې د کریمیا په ټاپوزمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره الحاق کړې ده، د سواستوپول په ښار کې د حرارتي بریښنا فابریکې ته څېرمه د چاودنو غږونه اوریدل شوې دي.  دا چاودنې په داسې وخت کې شوې دي چې ژغورونکي  په تورسمندرګي کې د روسیې د بیړیو پر مرکزي دفتر د ورځې په پيل کې د لګیدلو توغندیو له امله د رامنځته شويو ورانيو ویجاړيو په پاکولو بوخت وو.  د کریمسکي ویتر ټیلګرام چاینل خبر ورکړ، چې د حرارتي بریښنا مرکز  ته زیان نه دی اوښتی.  په کریمیا ټاپوزمه... Читать дальше...

د چين ولسمشر نن د اسيا د المپيک سيالۍ افتتاح کوي

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي جینپنګ  به نن د دغه هیواد په هانژو ښار کې د اسیاد المپیک لوبې پرانیزي.  دا لوبې د چین د کورونا د سختو تدابیرو له امله یو کال وځنډیدې.   په اسیایي لوبو کې به د پنځه څلویښت هیوادو تر دولس زره ډېر لوبغاړي برخه واخلي او څلوېښت بېلابېلې لوبې به ترسره شي.

د خوړو نړیوال پروګرام: ۶ میلیونه افغانان او سوډانیان د لوږې لوړې کچې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي وايي افغانستان او سوډان دوه هغه هیوادونه دي چې له ۶ میلیونو ډېر وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخ دي. د دغه ادارې په یو راپور کې چې نن خپور شو راغلي، افغانستان د خوړو له بحران سره د مخو هغو لسو هیوادونو په منځ کې دی چې د نفوس ډیری برخه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري. په راپور کې راغلي چې کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ناجیریا، سوډان، یوتوپیا، افغانستان، یمن، بنګله دېش، پاکستان، جنوبي سوډان او سومالیا هغه لس هېوادونه دي، چې میلیونونه وګړي یې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي. Читать дальше...

يو شمېر هلمندیان: له زده کړو د لوڼو محرومیت وطن پرېښودو ته اړ ويستي یوو

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې پر واکمنو طالبانو غږ وکړ، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازي خلاصې کړي.  په دغه ولایت کې د یو شمېر ښځينه  زده کونکو د کورنۍ غړي وايي، له هغه ورسته چې طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي، دوی په رواني ناروغۍ اخته شوي او د افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دي.  د هلمند اوسیدونکې پر داسي مهال د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو د تړل کیدو دوه کال پوره شول.  په دې اړه نور حال زموږ... Читать дальше...

بلوچستان کې د شین ګلي په نوم بوټي کروندګر اغېزمن کړي

Mashaalradio.com 

بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالایي کې د شین ګلي په نوم بوټي کروندې اغېزمنې کړي دي. کرونده ګر وایي د بوټې د مخنیوي لپاره یې ډېري هلي ځلې کړي خو دوی نه دي تونېدلي چې مخه یې ونیسي. کرونده ګر وایي دغه بوټی یو ډول شین ګل کوي او رېښه یې تر درو فیټو پوري په مځکه کې لاندې تللې وي. د کرونده ګرو په خبره چې سیمې ته یې د دغه بوټی شاوخوا پینځه کاله مخکې راغلی چې کال تر بله زیاتیږي چې کروندې او باغونو ته زیان رسوي. خو څېړنکي وایي، دغه بوټي د موسمي بدلون سره او د کډوالو مرغانو وجه ګڼې چې دلته به راغلی وي. Читать дальше...

کابل کې د تیلو او ګازو بيې لوړې شوې دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تیلو او ګازو بیې زیاتې شوې دي. د راپورونو له مخې، اوس مهال په کابل کې یو لیټر تیل په اتیا او يو کیلو ګاز په شپیته افغانۍ پلورل کېږي. تر دې مخکې یو لیتر تیل شاوخوا شپیته افغانۍ پلورل کیده. د پلازمېنې ګڼو اوسیدونکو د تیلو او ګازو د بییو لوړیدو ته اندیښنه ښکاره کړې ده. په کابل کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د اکثرو خوراکي موادو بیې هم وروسته تر دې لوړې شوې، چې د سالنګ لویه لاره د رغاونې لپاره بنده شوه.  په کابل کې چارواکي وایي چې په نړیوالو بازارونو کې د سون د موادو بیې زیاتې شوې دي.

ارمنستان: لسګونه حکومت ضد مظاهره چیان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې پولیسو په لسګونو مظاهره چیان نیولي دي. د ارمنستان پولیسو پرون وویل، څلور اتیا هغه کسان یې توقیف کړي دي چې د پولیسو د امر اطاعت یې نه کاوه.  د ارمنستان اپوزیسیون ډلو وروسته وویل، چې تر اوسه شاوخوا درې نیم سوه اعتراض کوونکي نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې د ارمنستان د پخواني ولسمشر رابرت کوچارین زوی لیوون کوچارین هم شامل دی. د ارمنستان د اپوزیسیون مشرانو پرون له واکه د صدراعظم نیکول پاشنیان د لرې کیدو لپاره له خپلو پلویانو وغوښتل چې مظاهرې وکړي. اعتراض... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول پاکستاني مقام سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر عباس جیلاني سره د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې. جوزیپ بوریل په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې په دې خبرو کې د افغانستان او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وشوې. تر دې مخکې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتو د اته اویایمې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې. Читать дальше...

په ایران کې د معترضانو د ځپلو خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو د څار ډله چې په ناروې کې مېشته ده، وایي، ایراني ځواکونو پروسږکال قصدا د اعتراض کوونکو سترګې او مخ په نښه کاوه او هغوی یې ځپل. په ایران کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه پيل شول. مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې تر وهلو او شکنجې وروسته بیسده شوه او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه. د ایران د بشري حقونو د څار په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې یوازې یې د یوسل او اته دیرش اعتراض کوونکو په سترګو کې د ټپونو نښې ثبت کړې دي.


Музыкальные новости
Моргенштерн

Пользователи Сети обсуждают новое совместное видео Моргенштерна* и Лизы Василенко: «С Диларой он таких эмоций не давал»





Rss.plus
Театр

Театр, искуство, Россия и дети: кукольная фотосессия в Бурятии




В Москве начали патрулировать мотогруппы спасателей

В Суворовском районе прошла "Майская многодневка"

В России впервые прошли соревнования по VR-боксу

Панда Катюша вышла в уличный вольер Московского зоопарка




د چين اسيايي سيالۍ؛ دوه افغان لوبډلې ګډون پکې کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د المپیک په لوبو کې سږکال د افغان لوبغاړو دوې ډلې برخه اخلي، یوه هغه یوه چې له افغانستانه چین ته تللې او بله هغه یوه چې له نورو هیوادو چین ته روانه شوې. د طالبانو د المپیک د ملي کمیټې د وياند اتل مشواڼي په وینا، یوسل او دېرش نارینه لوبغاړي پرون له کابله هانګژوی ته په الوتکه کې ولاړل. بل لور ته د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د المپیک کمیټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي دي، چې د اوولسو ښځینه لوبغاړو یوه ډله به د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي. Читать дальше...

فایق: په افغانستان کې بشري سرغړونې دې په دقت وڅارل شي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي د طالبانو له لورې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې د ادامې غوښتنه وکړه. په نیویارک کې پرون له جنسیتي اپارتاید سره د مبارزې په نوم غونډه کې نصیر احمد فایق دا هم وویل چې د افغانستان له ښځو او ماشومانو سره دې بشري مرستې نه دریږي. په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ، د یوشمیر هیوادو سفیرانو او  د بشري حقونو یو شمیر فعالانو برخه اخیستې وه.

د طالبانو او پاکستان د جنجال دوام؛ ټي ټي پي به په ګډه وځپي؟

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سرپرست صدراعظم وایي، د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه غندي او باید دا حملې ودرول شي. انور الحق کاکړ پرون د ملګرو ملتو کلنۍ عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان د افغانستان له خوا د ورتلونکو ترهګرو په ځپلو بوخت دی. نوموړي وويل:" د پاکستان لومړیتوب دا دی چې له افغانستانه د راروانې ترهګرۍ مخه ونیول شي او وځپل شي. پاکستان له پولې پورې غاړه ترورستي بریدونه  چې د پاکستان پرضد کیږي غندي. دا حملې د تحریک طالبان پاکستان، داعش او نورو ډلو له خوا د افغانستان له خاورې کیږي. Читать дальше...

اسراييل او سعودي عربستان د اړيکو د عادي کولو لپاره ګامونه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل او سعودي عربستان تر منځ د واشنګتن په منځګړیتوب د اړیکو د عادي کیدو هڅې روانې دي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، که له ریاض سره روغه وشي له دې سره به په منځني  ختیځ کې وضعیت یو مخ بدل شي. سعودي عربستان هم هیله ښکاره کړې ده چې ممکن له اسراییل سره یې روابط عادي شي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هیواد یې د یوه تاریخي پرمختګ په درشل کې دی چې په نتیجه کې به یې له سعودي عربستان سره روغه وکړي. د ملګرو ملتو عمومي کلنۍ غونډې ته پرون بنیامین نتنیاهو په خپله وینا کې وویل... Читать дальше...

ملګرو ملتونو په نورستان کې د معتادینو د درملنې یو مرکز جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په مرکز پارون کې د معتادینو د درملنې مرکز پرانیستل شو. د نورستان ښکلې دره هم د نشه یي موادو له لوګي څخه خوندي نه دی پاتې او اوسمهال سلګونه نارينه او ښځينه معتادین په کې اوسېږي. په لومړي ځل د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو سره د مبارزې ادارې یا په مرسته د نورستان په مرکز پارون کې د معتادینو د درملنې شل بستریز مرکز پرانیستل شو. د دې مرکز مسوول ډاکټر احسان الله ازادي راډیو ته وویل، د اعتیاد ستونزې خلک دومره تنګ کړي چې ان د دې مرکز د عملي فعالیتونو تر پیل دمخه دوی ته مراجعه کوي او د ناروغانو لپاره د بستر په لټه کې دي. Читать дальше...

په افغانستان کې د داعش پر وړاندې مبارزې لپاره ازبکستان مهم وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات: ډیپلومات خپرونې پرون د افغانستان په باب په یوه لیکنه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ازبکستان مهم هېواد بللی دی. د لیکنې په پیل کې راغلي، تاشکند واشنګټن ته له طالبانو سره د غیرمستقیم مذاکراتو او په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې د مبارزې لپاره د تعامل وړاندیز کړی دی. لیکوال وايي، په داسې حال کې چې د اسلامي دولت خطر په زیاتېدو دی، له طالبانو سره د ازبکستان نږدې اړیکو، د واشنګټن لپاره تاشکند په یوه مهم شریک بدل کړی دی. د... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

The Beatles

Вышел трейлер отреставрированной документалки о группе The Beatles




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Андрей Рублёв

Рублёв: быстрая победа над Грикспором связана с тем, что хотел быстрее уйти с корта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Происшествия

Глава Бурятии сообщил о полной ликвидации пожара на площади 16,8 тыс. кв. м



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России