Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 20.09.2023

د افغان څارنوالانو شکنجه؛ یو سازمان یې په تړاو د اسنادو له راټولولو ملاتړ اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان وایي، د دې هڅو ملاتړ کوي چې د افغان څارنوالانو د شکنجه کولو اسناد راغونډېږي. دې سازمان نن په یوه بیان کې وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو د څارنوالانو د ټولنې له لوري یې له اندېښنو ډک راپورونه ترلاسه کړي دي. په دې راپورونو کې د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبان واکمنان شوي، نهه ویشت افغان څارنوالان یا د طالبانو له لوري یا د هغو جنایتکارانو له لوري وژل شوي یا شکنجه شوي چې طالبانو له زندانونو خوشې کړي دي. طالبانو د انتقالي عدالت او سولې د سازمان... Читать дальше...

د خيبر پښتونخوا د تيلو او ګيسو ګټه چېرته کارول کېږي؟

Mashaalradio.com 

د تېلو او ګیسو د چارو پوهان وايي چې خیبر پښتونخوا د قدرتي وسایلو ګڼې زېرمې لري خو د ناسمې منصوبه بندۍ او پالیسیو له کبله یې ځايي خلکو ته ګټه نه رسېږي. دا مهال پاکستان د ورځې پر سر خواوشا ۷۰ زره بېرله تېل پیدا کوي، چې نیمايي یې له خیبر پښتونخوا څخه راځي. دا خیبر پښتونخوا د تیلو او ګیسو څومره زېرمې او د دې ګټه په څه ډول ځايي ولس ته رسېدای شي؟ نن د کرښې په غاړه اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

د ترکیې ولسمشر د اسراییل صدراعظم سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په نیویارک کې خبرې کړي دي. د نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو پرون د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې ترڅنګ په یوه کور کې چې د ترکیې ملکیت دی، سره لیدلي دي. د دې بیان له مخې دواړو مشرانو د اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی. د دې لیدنې کتنې پر مهال دواړو یوه بل ته بلنه ورکړې چې د دوی له هېوادونو څخه په لنډ راتلونکې کې لیدنه وکړي. له نږدې یوې لسیزې... Читать дальше...



روسيه په کریمیا کې د زیلینسکي د مېرمنې اولینا زیلینسکا اپارتمان لیلاموي

Pa.azadiradio.com 

د کریمیا په ټاپوزمه کې روسي چارواکي د اوکراین د لومړۍ مېرمن اولینا زیلینسکا اپارتمان لیلاموي. د ازادي راډیو د خبر څانګې د راپور له مخې، د کریمیا ټاپوزمه چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، په یالتا تفریحي ښار کې د اولینا زیلنسکا اپارتمان څه باندې درویشت میلیونه روبله ارزښت لري چې څه باندې دوه سوه اووه څلویښت زره ډالر کېږي. په کریمیا کې د روسیې له لورې د غوره شوي پارلمان مشر ولادیمیر کانستانتینوف نن وویل چې یو شمېر نورې شتمنۍ هم چې د هغو بهرنیانو مربوط دي چې د روسیې مخالفې هڅې کوي، هم پلورل کېږي.

په چین کې اسیايي سیالیو ته د افغانستان د کرکټ الف لوبډله اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

په چین کې د اسيايي سیالیو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ابدالیانو په نوم الف لوبډله اعلان کړه. افغان کرکټ بورډ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د چین په هانګزو ښار کې پیل شي او د اکټوبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي. په اعلان شوې لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر او شهزادمحمدي مرستیال لوبډلمشر دی. دغه راز په دې لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، ذبید اکبري، شرف الدین اشرف، سیداحمدشېرزاد، شاهدالله کمال، کریم جنت، صدیق الله اتل، فریداحمدملک،... Читать дальше...

راپور: په نږدې ۷۰ سلنه افغان ښځو کې اندېښنې، ګوښه‌توب او خپګان ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د درېیو دفترونو د ګډ راپور پر بنسټ د اپرېل او جون مياشتو تر منځ په نږدې ٧٠ سلنه افغان ښځو کې اندېښنې، ګوښه توب یا انزوا او خپګان زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه ماموریت یا یوناما او د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' ګډ راپور ښيي چې د طالبانو د محدودونکو او سخت دریځو فرمانونو د افغان نجونو او ښځو روانۍ او روحي سلامتیا ډېره زیانمنه کړې ده. په دې راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د اپرېل او جون مياشتو تر منځ... Читать дальше...

په ناګورنو قره‌باغ کې پر اوربند موافقه شوې

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته تر دې چې په لانجمنه سیمه ناګورنو قره‌باغ کې اذربایجان پوځي عملیات پیل کړل، په سیمه کې د روسیې د سوله ساتي ماموریت په منځګړیتوب پر یوه اوربند موافقه شوې. په داسې حال کې چې په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې د اذربایجان پوځي عملیات نن دوهمې ورځې ته داخل شوي وو، په سیمه کې ارمن ټبرو او د اذربایجان لورو د جګړې د سمدستي درولو لپاره پر یوه وړاندیز چې د روسیې سوله ساتي ماموریت وړاندې کړی و، موافقه وکړه. ویل شوي چې دواړو لورو منلې چې د اذربایجان له خاورې سره د سیمې د مدغم کېدو په اړه به خبرې وکړي. Читать дальше...

د کندهار په یوه فابریکه کې اورلګېدنې درانه زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په صنعتي پارک کې د مېوې د جالۍ جوړولو په یوې فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ زره ډالره زیان اوښتی چې د پنځو ماشینونو تر څنګ تر ۱۳۰ زره زیاتې جوړې شوې جالۍ او خام مواد سوځېدلي دي. دا په تېر یوه کال کې درېیم ځل دی چې په دغه صنعتي پارک کې اورلګېدنه رامنځته کېږي او هلته د اور وژنې د مرکز د نشتوالي له امله سوداګرو او صنعتکارانو ته درانه مالي زیان اوړي. دوی د طالبانو له حکومت څخه په صنعتي پارک کې د اور وژني د مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



يوناما وايي د طالبانو په بند کې ۱۸ کسان مړه شوي دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره (يوناما) وايي چې د طالبانو په زندانونو کې یې د بشري حقونو د سرغړاوي ۱۶۰۰ پېښې ثبت کړې دي.  دې ادارې د سيپتمبر پر ۲۰مه په خپاره کړي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د افغانانو د نيولو او په بند کې د ساتلو پر مهال ورسره  "ظالمانه، غیر انساني او د سپکاوي" چلند کړی دی. په رپورټ کې ويل شوي چې د سرغړونو له ۱۶۰۰ قضيو نيمايي یې د "شکنجې په ګډون د نورو ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي چلند" هغه دي. يوناما ويلي چې د دوی څېړنې ښيي چېپه... Читать дальше...

این آر سي: په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین مهم لامل سیاسي بې‌ثباتي ده

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' وايي، په افغانستان کې د نن ورځې بشري کړکېچ په اصل کې یو سیاسي بحران دی. په افغانستان کې د بشري ناروین په اړه د ناروې د کډوالو شورا اندېښنه وښوده. دغه شورا وايي، په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین یو مهم لامل په دغه هېواد کې سیاسي بي ثباتي ده. د یادې شورا د عدالت غوښتنې برخې مشرې بکي روبي د سې شنبې په ورځ د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د تیرې دوکلنې دورې پر مهال د رامنځته شوي بشري بحران اصلي لامل د سیاسي بې... Читать дальше...

قاضي فايز عيسا به د بلوچستان او خيبر پښتونخوا د خلکو تمو ته ځواب ووايي؟

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د جسټس قاضي فایز عیسا د سپريم کورټ د مشر قاضي د جوړېدو د بلوچستان او خيبر پښتونخوا د خلکو له عدالت څخه د شته د تمو د ممکنه پوره کېدو بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.

اوچا: افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري. په افغانستان کې د زېږون پر مهال د ماشومانو د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنه. د اوچا په راپور کې چې د دغه ادارې پر ویبپاڼه خپور شوی راغلي، په افغانستان کې په هرو سلو زرو ماشومانو کې یې یو کم اوه سوه د زېږون پر مهال مري. په راپور کې د افغانستان په لرو پرتو سیمو او کلیو کې د ښځنیه ډاکترانو، روغتیايي امکاناتو، په روغتیايي برخه کې د نه پانګونې او د مالي امکاناتو... Читать дальше...

د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ ځينو سواګرو د درنو زیانونو د اوښتو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د تازه مېوو او سبزيو يو شمېر سوداګر وايي، د تورخم دروازه لا هم د باروړونکو موټرو په مخ تړلې چې له امله يې دوی ته زيانونه اوښتي دي. د تورخم دروازه لا هم د سوداګریزو موټرو پر مخ تړلې ده. دا دروازه چې د سپټمبر په نهه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر نښتې وروسته تړل شوې وه، پوره نهه ورځې وروسته تېره اوونۍ پرانيستل شوه، خو د تازه مېوو او سبزيو سوداګر وايي، دوی ته لا هم اجازه نه ورکول کېږي چې په دغه دروازه واوړي. د ننګرهار اوسېدونکی زرګل چې د تازه مېوو او سبزيو درې موټرې يې پر تورخم دروازه د تېرېدو... Читать дальше...

یوناما د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو تر ۱۶۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي چې په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له‌خوا د کسانو د نیولو او توقیف پر مهال یې د بشري حقونو د سرغړونې تر ۱۶ سوه زیاتې قضیې ثبت کړي دي. خو دې راپور ته د طالبانو حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی. یوناما خپل دا تازه راپور 'له بندیانو سره د چلند په اړه' د چهارشنبې په ورځ خپور کړ چې په کې ویل شوي، د بشري حقونو د سرغړونې دا موارد یې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ثبت کړي دي. Читать дальше...

۱۲ هېوادونو د افغان ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په مخنیوي ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د سیستماټیک تبعیض  په مخنیوي ټینګار شوی دی. د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ، د طالبانو له‌خوا د ځورونو د بنسټیز کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د یو لړ فرمانونو له لارې یې په ورو، خو په بنسټیز ډول نجونې او ښځې په نښه کړي او دوی یې له عامه ژوند ګوښه کړې دي. دا اعلامیه د البانیا، بلجیم، کبو ورد، کاستاریکا،... Читать дальше...

عوامي نېشنل ګوند د ارباب غلام کاسي د وژنې عدالتي پلټنې غوښتې دي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په کچلاک کې د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر، ارباب غلام کاسي ایډوکېټ تر وژل کېدو وروسته، په ګڼ ګوندیزې غونډې کې د عدالتي پلټنو غوښتنه شوې ده. عوامي نېشنل ګوند د سيپتمبر پر ۲۰مه، د کاسي تر وژل کېدو يوه ورځ وروسته په کوټه کې ګڼ ګونديزه غونډه ورغوښتې وه. دې ګوند ويلي چې دغلته ورغلي د بلوچستان ګورنر او پولیسو مشرانو یې غوښتنه وکړه چې د کاسي د وژنې دې په عدالتي کچه تحقیقات وشي. په غونډه او فاتحه کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل)، بلوچستان عوامي پارټۍ، جماعت اسلامي، جمعيت علمای اسلام (ف) او... Читать дальше...

اوچا: د ژمي له پیل سره، پر دوه میلیون افغان اړمنو مرستې دريږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي روانه میاشت به دوه ملیونه نورافغانان د خوړو د نړیوال پروګرام، WFP له مرستو بې برخې شي او دا داسې مهال ده چې په افغانستان کې ژمی را روان دی او ډېرو سیمو ته لارې بندیدیږي.  اوچا نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې د خوړو د نړیوال پروګرام یو پوست بیا خپورکړې چې پکې ویل شوي په دې سره به په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر لس ميلیون تنو ته ورسیږي، چې د بودجې د سخت کمښت له امله د خوړو له مرستو پاتې کیږي.  د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، د افغانستان پنځلس... Читать дальше...

د دولسو هېوادونو اعلاميه؛ د طالبانو جنسيتي ځورونې بنسټیزه بڼه غوره کوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ دولسو هېوادونو یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جنسیت له مخې د ځورونې په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ځورونې بنسټیزه بڼه غوره کوي.  د فرانسې، جرمني، هسپانیا، ډنمارک او بلجیم په ګډون دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو په وړاندې سیسټماټیک تبعیض روان دی او هغه پر یوه سیسټم بدل شوی او زیاتوي، په ټولنه کې د ښځو د منزوي کیدو لپاره د طالبانو اقدامات په نړۍ کې بیساري دي او کیدای شي جنسیتي ځورونه او د بشریت ضد جنایت وګڼل شي.  په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل... Читать дальше...

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي

Mashaalradio.com 

د سېپتېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال دپښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبی مشر سليم خان ترين او نورو مشرانو وويل چې پوليس دافغان کډوالو سره دخیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نيسي او زورزیاتی ورسره کوي.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.





Rss.plus
Россия

Электрокроссовер Voyah Free получил новую версию для России. Ее представили в Москве




Деменко: у «Спартака» мало шансов на чемпионство, они будут бороться за Кубок

МК: вышедшая замуж за приемного сына певица Айсылу подала на развод

Абрамц Бабченко

Авиакомпании Таиланда могут возобновить прямые рейсы в Россию




په کراچۍ کې د اسونو ځغاستې مقابلې پای ته ورسېدې

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د اسونو د ځغل خوندوره مقابله د سېپټېمبر په ۱۸مه پای ته ورسېده. هر کال د ګرمۍ د موسم په ختمېدو په دغه ښار کې دا ډول مقابلې ترسره کېږي چې پکې د شاوخوا سیمو ځوانان، په تېز ځغلېدونکو اسونو د یو بل نه د وړاندې کېدو هڅه کوي. د دې خوندورې لوبې د نندارې لپاره له نورو سیمو خلک کراچۍ ته ورځي. نور حال د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې:

علي وزير د پنجاب له یوه زندان څخه خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړی علي وزیر د پنجاب له اډیاله زندانه خوشې شو.  پر علي وزیر وروستی تور سایبري جرم و، خو د پاکستان د سایبري جرمونو محکمې برات ورکړ.  علي وزیر د اګست په اتلسمه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه لاریون کې له ګډونه وروسته ونیول شو او د دولت پر ضد د بلوا او تروریزم په شمول ګڼ شمېر دوسیې ورته جوړې شوې.   دې ته ورته تورونه د بشري حقونو پر فعالې ایمان زینب مزاري هم لګول شوي وو، خو محکمې د هغې ضمانت ومانه او ژر خوشې شوه.

زيلينسکي په ملګرو ملتونو کې؛ د روسيې د يرغل پر وړاندې راسره ودريږئ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون (سې شنبې) د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې ودریږي.  ده وویل: مسکو باید په شا وتمبول شي چې نړۍ د بېړنیو ننګونو د حل کولو فرصت تر لاسه کړي.   دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د زیلینسکي لومړنۍ وینا ده.  د ده څرګندونې د نړۍ د مشرانو له تشویق سره مخامخ شوې.  ده زیاته کړه:«اوکراین هر هغه څه چې په وس پوره وي کوي یې، څو دا ډاډ ترلاسه شي چې د روسیې له یرغله وروسته نور... Читать дальше...

هاګ نړيواله محکمه: د معلوماتي ټکنالوژۍ په سيستم کې مو غیر عادي فعاليتونه لیدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې پرون (سې شنبې) وویل، د معلوماتي ټکنالوژۍ په سیستم کې یې غیرعادي فعالیتونه لیدل شوي او اوس د دې سایبري برید پر شنډولو کار کوي.  دې محکمې، چې د نورو قضیو ترڅنګ په اوکراین کې د جنګي جرمونو په اړه هم څېړنې کوي، د دې سایبري پېښې د جزییاتو له بیانولو ډډه وکړه.  د جرمونو نړیواله محکمه تېر کال هم دې ته له ورته پېښې سره مخامخ شوې وه او د هالنډ حکومت تېر کال ویلي و چې د یوه روسي جاسوس مخه یې نیولې چې ځان یې برازیلی روزونکی ښوده او غوښتل یې چې محکمې ته ننوځي.

د کندهار د پلاستیکي توکو جوړولو فابریکو تولید شوي توکي دننه او بهر صادرېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د پلاستیکي توکو جوړولو له اړخه پر ځان بسیا شوی او تولید شوي توکي یې نورو ولایتونو ته استول کېږي. د دغه ولایت د کانونو او صنایو خونې مسوولان وايي، کندهار کې ۶۰ د پلاستیکي توکو جوړولو بېلابېلې فابریکې فعالیت کوي چې تولیدات يې د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ پاکستان ته هم صادرېږي. په دغه فابریکو کې ډېرې يې د بېلابېل ډوله پلاستیکي پیپونو د جوړولو دي چې په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ د افغان ښځو ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغان ښځو او نجونو ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، که څه هم د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي اسمبلۍ کې افغانستان شامله موضوع ده، خو ګڼې افغان ښځې هلته حضور نه لري. دغې ادارې ویلي، د نورو بنسټونو په مرسته یې په افغانستان کې له څه باندې ۵۰۰ افغان مېرمنو سره خبرې کړي او هغوی غوښتنه لري، چې نړۍ یې د ژوند په کړاوونو ځان وپوهوي. د دې راپور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Shaman

Екатеринбуржец исполнил хит Shaman’а в метро и получил тростью от бабушки




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве 14-летняя девочка оказалась в реанимации после прыжка с третьего этажа



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России