Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 10.09.2023

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند: د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند حافظ حمدالله وايي، په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. هغه وویل چې هیڅکله یې افغان طالبانو ته دا مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي او دا پرېکړه یوازې په افغان طالبانو پورې تړاو لري.

د بدخشان په یاوان کې د ځمکې ښویېدنې له کبله درانه زیانونه اوښتي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې قربانیان اوس هم تر خیمو لاندې، د خلکو په کورونو او یا هم په دښتو او غرونو کې په خورا بد حالت کې ژوند کوي. د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې يو قرباني حسيب الله وايي چې اوس هم سيمه له ګواښ سره مخ ده. هغه دغه راز وويل، د ځمکې ښویېدنې له پيل څخه څو ورځې تېريږي، خو د دغې پېښې قربانيان لا هم د سرپناه لپاره مناسب ځاى نه‌لري. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د ځايي خلکو شاوخوا سل جريبه ځمکه ويجاړه شوې، څو لوى کلي چې شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې کورونه يې... Читать дальше...

د تورخم پر سړک سلګونه مال وړونکي ګاډي بند پاتې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته د تورخم لاره پر پینځمه ورځ هم تړلې ده او دواړو خواوو ته سلګونه مال وړونکي ګاډي ولاړ دي. د سېپټېمبر پر ۱۰مه د دواړو لوریو چارواکو د لارې بیا پرانیستو په اړه غونډه وکړه خو نتیجې ته و نه رسېدل. ډرېوران او مساپر وايي، چارواکي دې لاره ژر پرانیزي. ویډیويي رپورټ.



ّځینې پخواني افغان چارواکي او شنونکي: پاکستان د افغان نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکی او یو شمېر سیاسي کارپوهان ادعا کوي چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي. د ملي امنیت پخوانی رییس او د ړنګ شوي جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی ادعا کوي چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یوه پلاوي کابل او کندهار ته سفرونه کړي او طالب چارواکو ته یې مشوره ورکړې چې که ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، د ده په خبره تباه به شي. ستانکزي د کوم سند له وړاندې کولو پرته د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د جمعیت... Читать дальше...

په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان مېرمنو د نه خوړلو اعتصاب لسمې ورځې ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان مېرمنو د نه خوړلو اعتصاب لسمې ورځې ته ورسېد، چې یو شمېر یې له روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي. د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زرياب پریاني خور زرمينه پریاني وايي چې تېره شپه د نه خوړو اعتصاب له امله د تمنا پریاني روغتيايي حالت خراب شو او روغتون ته ورسول شوه، خو په خبره یې د يکشنبې په ورځ بېرته د جرمني په کولن ښار کې د تحصن خېمې ته ستنه شوه. زرمینې پریاني، چې په دې اعتصاب کې له خپلې خور سره مله ده، ازادي راډیو ته یې وویل، سره له دې چې ډاکترانو د تمنا زریاب پریاني د نه... Читать дальше...

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند: د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. د دې ګوند ویاند حافظ حمدالله له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې هیڅکله یې افغان طالبانو ته دا مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي او دا پرېکړه یوازې په افغان طالبانو پورې تړاو لري. د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي ادعا کړې چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یوه پلاوي افغان طالبانو ته توصیه کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې نه پرانېزي. Читать дальше...

هند کې د جي‌شل سرمشریزې پای؛ پر بېلابېلو نړیوالو مسایلو خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

په هند کې نن د جي‌­شل ډلې دوه ورځنۍ سرمشریزه پای ته ورسېده، چې په کې پر بېلابېلو نړیوالو مسایلو خبرې وشوې. د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي­‌شل ډلې سرمشریزې ته نن یکشنبه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل که څه هم جي‌­شل د سیاسي مسایلو پر ځای په نړۍ کې د اقتصادي مسایلو د حل لپاره ایجاده شوې، نو دا مناسبت ځای نه دی چې په اوکراین کې دې د جګړې په تړاو ډیپلوماتیک پرمختګ وڅېړل شي. د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې هم د سرمشریزې نتیجه ستایلې، خو د اوکراین په روانه جګړه کې یې د مسکو رول په مستقیم ډول نه دی غندلی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې د ښیښې تر ټولو چټک وده کوونکی هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر یا 'یو این او ډي سي' وايي، افغانستان په نړۍ کې د میتامفیتامین یا ښیښې تر ټولو چټک وده کوونکی هېواد دی. په افغانستان کې د میتامفیتامین یا ښیښې تولید د ودې په حال کې دی. د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر د یکشنبې په ورځ په خپل یو تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت راپدېخوا د نشه یې توکو له تولید، قاچاق او د کوکنارو له کښت سره مبارزه اعلان کړی، خو د دوی د معلوماتو... Читать дальше...



د افغان قلم ټولنې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغان قلم ټولنې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل. په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو دوه کاله وروسته د افغانستان قلم ټولنې د جرمني، ناروې، سوېډن، سویس او فرانسې په ګډون په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د دفترونو په جوړولو سره خپل فعالیتونه بیا پیل کړل. د افغانستان د قلم ټولنې مسوولان چې د قلم د نړيوالې ټولنې غړي دي، وايي، د دوى موخه په اروپايي هېوادونو کې مېشتو شاعرانو او ليکوالو ته د فرهنګي زمينې برابرول دي. د دې ټولنې د جرمني څانګې مشر غفور ابرام ازادي راډيو ته وویل،... Читать дальше...

د جي ۲۰ مهمو هېوادونو له هنده تر اروپا پورې د اقتصادي دهلېز پر جوړولو موافقه کړې

Mashaalradio.com 

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې د خپل تقریر پر وخت اعلان وکړ چې هغه دهلېز به هند له اروپا سره د اورګاډي د پټليو او سمندري بندرونو له لارې ونښلوي.

په مراکش کې مرګونې زلزلې درانه تلفات اړولي

Pa.azadiradio.com 

په مراکش کې د جمعې په شپه د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزلې د مراکش سیاحتي ښارګوټی او شاوخوا کلي ولړزول. د وروستیو شمېرو له مخکې په دې زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۱۲ کسانو اوښتی او د ټپیانو شمېر بیا ۲۰۵۹ کسانو ته رسېدلی.

په چترال کې د پاکستاني پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ نښتې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په چترال کې لا هم د پاکستان د پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ وسله‌والې نښتې روانې دي. د خیبرپښتونخوا په چترال کې چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ له تېرې چهارشنبې نښتې لا هم روانې دي او دواړو خواوو پر يوه او بل د درنو وسله ډزې کړې دي. د چترال مرستیال کمېشنر محمد علي نن یکشنبه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې افراطي وسله‌والو پر پاکستاني پوځيانو دوه راکټونه وویشتل، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی. هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د څرخي الوتکو له لارې د وسله‌والو پر مرکزونو بریدونه کړي دي. Читать дальше...

له ځان‌وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ؛ په سرپل ولایت کې یو ۱۸ کلن هلک ځان وژلی

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر لسمه له ځان‌وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده. په داسې حال کې چې نن له ځان‌وژنې د مخنيوي نړيوالې ورځ ده، په سرپل ولايت کې د طالبانو حکومت امنيې قوماندانۍ د يوه ١٨ کلن هلک د ځان وژنې خبر ورکړی دی. د طالبانو حکومت د یادې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري ازادي راډیو ته د دغه ځوان د جسد د تصویر په شریکولو وویل چې یاد ځوان د شنبې په ورځ ځان‌وژنه کړې ده. ویل کېږي دغه ځوان احمد رشاد د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ د پسني کلي اوسېدونکى دی چې د ځان په زندۍ کولو سره ځان وژنه کړې ده. د طالبانو... Читать дальше...

تمنا زریاب پریاني بېرته اعتصاب پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

تمنا زریاب پریاني چې د خوراکي اعتصاب په نهمه ورځ روغتون کې بستر شوې وه، بېرته د اعتصاب خیمې ته ستنه شوې ده. مېرمن پریاني ته نږدې کسانو ازادي راډیو ته وویل، د غوښتنو اورېدو پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي. له لسو ورځو راهیسې المان کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په غبرګون اعتصاب پیل کړی دی.

بلوچستان کې وسلوالو د فوټبال ۶ لوبغاړي تښتولي دي

Mashaalradio.com 

د ډېره بګټۍ انتظامي مشر سعید کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې هغه لوبغاړي د خالي (شنبې) پر ورځ په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.

پاکستاني چارواکي: طالبان دې په افغانستان کې 'ټي ټي پي' او نورې ترهګرې ډلې وځپي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' او نورې ترهګرې ډلې وځپي. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په دوام، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان ټي تي پي او نورو هغو ډلو پر ضد جدي ګام پورته کړي چې د ده له قوله افغانستان کې دي. هغه چې پرون یې په اسلام‌اباد کې رسنیو سره خبرې کولې له طالبانو وغوښتل چې د 'ټي ټي پي' په ګډون هغه عناصر... Читать дальше...

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ په تازه مېوو او سبزیو بار موټرې جلال‌اباد ته ستنې شوې

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د پنځمې ورځې لپاره د دروازې تر بندېدو وروسته افغان سوداګرو د خپلو توکو بار موټرې جلال اباد ښار منډوي ته ستنې کړې. په دغو توکو کې مېوې او سبزي شاملې دي چې د خوسا کېدو له وېرې لیلام ته وړاندې شوي. نور په ویډیو کې:

ملګري ملتونه: په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د 'مت آمفتامین' قاچاق د پام وړ زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره وايي، په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د کریستال مت یا مت آمفتامین قاچاق د پام وړ زیات شوی دی. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن یکشنبه په یوه مفصل راپور کې ویلي، په افغانستان کې د دغو خطرناکو نشه يي موادو تولید یو جدي خطر دی. د راپور له مخې هغه مت آمفتامین چې په افغانستان کې تولید شوي په اروپايي ټولنه، منځني ختیځ، جنوبي او ختیځه اسیا او ختیځه افریقا کې نیول شوي چې دا په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د دغو موادو د تولید زیاتوالی ښيي. Читать дальше...

د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ افغان سوداګر: تازه مېوې او سبزیجات په خوسا کېدو دي

Pa.azadiradio.com 

نن پنځمه ورځ هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده او افغان سوداګر وايي، د دوی بار کړې تازه مېوې او سبزیجات په خوسا کېدو دي. د تورخم په بله غاړه کې هم ګڼ موټرونه چې په بېلابېلو مالونو بار دي، افغانستان ته د اوښتو په تمه دي. د لارۍ یوه چلوونکي کامران د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "سمنټ مو رابار کړي چې جلال اباد ته یې یوسو، لار بنده ده، پنځمه ورځ مو ده چې ناست یوو. تکلیفونه زیات دي، د اوبو ستونزه شته، په سودا پسې د جم بازار ته ځو. ځینو کسانو چې ترکاري بار کړې وه، خپل موټرونه یې تش... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Стас Михайлов заявил, что в детстве пел шансон заключенному за деньги





Rss.plus
Макси

ГЛАВНЫЕ НОВОСТИ НЕДЕЛИ: смертельная погоня, трагедия в общежитии и новые владельцы «Макси»




Концертный директор Дениса Майданова рассказал о самочувствии певца

"Не стоять на месте": Участники шествия "Май! Труд крут!" поделились эмоциями от парада

А был ли мальчик? Девушка из Оренбурга получила 250 000 рублей за несуществующего ребенка

Традиционная первомайская эстафета прошла в Ступине




وسلوالو چترال کې پر امنیتي سرتېرو توغندي ورولي او ځواکونو یې پرضد له هېلېکاپټرو بمباري کړې ده

Mashaalradio.com 

د چترال د کیلاش (کالاش) اوسېدونکی نابېک وايي چې حکومتي چارواکي د وسلوالو په شا تمبولو دعوه کوي خو پر هغې سربېره هېلېکاپټرونه ګرځي. دی وايي د سیمې اوسېدونکي د هېلېکاپټرو د بمبارۍ په اړه اندېښنې لري ځکه چې هغوی له خپلو څارویو سره غرونو ته خېژي.

یو میلیون افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي له خوړو محروم شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو میلیون میندې او ماشومانو له هغو خوړو بې برخې شوي چې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره ځانګړي شوي دي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپل ایکس شبکه کې د خپل یوه کلینیک د خوارځواکۍ د متخصصې بلقیسې څرګندونې خپرې کړي چې وايي، دغه خواړه د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خورا مهم دي. هغې ویلي: "هغه میندې چې راځي همدا وايي چې له دغو خوړو سره په کور کې د دوی ماشومان ښه کېږي. زما پیغام همدا دی چې باید مرستې بندې نه شي، لا یې د دې خلکو لپاره... Читать дальше...

د مراکش خلک د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره ویر کوي

Pa.azadiradio.com 

په مراکش کې خلک نن یکشنبه د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره ویر کوي. د جمعې ناوخته د ریښتر په مقیاس شپږ اعشاریه ۸ درجې یوې زلزلې د مراکش په نوم د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې یوه سیاحتي سیمه او شا و خوا کلي ولړزول. د وروستیو رسمي شمېرو له مخې په دې زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۱۲ څخه اوښتی او د ټپیانو شمېر څه باندې ۲۰۵۹ ته رسېدلی دی. د ډېرو ټپیانو وضعیت خراب ښوول شوی دی. مرستندویې او ژغورونکې ډلې په نورو ژوندیو پاتې شویو کسانو پسې چې تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي، د پلټنې عملیات کوي.

د اوکراین چارواکي: روسیې پر پلازمېنه کییف هوايي حملې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې نن سهار هم پر پلازمېنه کییف هوايي حملې کړي دي. اوکرایني چارواکو ویلي، په کییف او شاوخوا سیمو کې د دغو حملو پر مهال نږدې دوه ساعته د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو ویلي، یو کس په پودیل تاریخي سیمه کې ټپي شوی او د ښار یوه پارک ته نږدې اور لګېدلی دی. بلخوا د اوکراین پلیو ځواکونو اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي مدافعې دستګاه په ایران کې د ۳۲ جوړو شویو الوتکو له ډلې ۲۵ یې نسکورې کړي چې زیاتو دغو الوتکو د کییف بېلابېلې برخې په نښه کړې وې. دغه بې پېلوټه الوتکې د روسیې له خوا توغول شوې وې.

د سوډان د پوځ مشر د شخړې په حل کې د افریقایي ټولنې مرسته رده کړه

Pa.azadiradio.com 

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان وايي، دوی د سوډان د نږدې پنځه میاشتنۍ شخړې د حل لپاره افریقايي ټولنې ته اړتیا نه لري. نوموړي پرون شنبه دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو شخړو د مړو شمېر له ۷۰۰۰ زیات شوی دی. د سوډان او افریقايي ټولنې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د دې ټولنې د کمېسیون مشر موسی فکي محمد تېره اوونۍ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه وو له یوه سیاسي سلاکار سره وکتل، دې مسئلې د برهان د حکومت سخت عکس العمل وپاراوه. د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح... Читать дальше...

د طالبانو حکومت د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بللی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بللی دی. داسې مهال چې د تورخم دروازه د پنځمې ورځې لپاره بنده ده، د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د ملامتیا پړه پر پاکستان اچولې او د تورخم دروازې بندول یې د ښه ګاونډیتوب خلاف ګام بللی دی. دا اعلامیه چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه خپره کړې په کې لیکل شوي: "د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو سربېره په زیات شمېر مسافر مېرمنې، سپین ږیري او ماشومان بند پاتې دي چې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دي. " په اعلامیه کې د دې یادونه... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей


WTA

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Тимати

Хотели стать женами Егора Крида и Тимати. Рассказываем, как сложилась жизнь нижегородок после шоу «Холостяк»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России