د اروپا د پارلمان یوه بنسټ ترکیه کې د بشري حقونو د فعال عثمان کاوالا٬ د ابدي بند پریکړه وغندله
د اروپايي شورا یو پارلماني بنسټ چې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت په برخو کې کار کوي، پرون د بشري حقونو د مدافع او مدني فعال عثمان کاوالا لپاره د ترکیې د سترې محکمې له خوا د ابدي بند حکم وغانده. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، کاوالا د انادولو د کلچر په نوم د هغې غیرانتفاعي ټولنې موسس دی چې د سولې او خبرو د ترویج لپاره هنري او فرهنګي پروژې عملي کوي. نوموړی تېرکال وروسته له دې چې محکمې د ۲۰۱۳ کال د اعتراضونو د تمویل له لارې د حکومت په پرځولو تورن کړ، په ابدي حبس محکوم شو. Читать дальше...