بایډن وايي امریکا د اسراییلو تر شا ولاړه ده
اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې د حماس پر ضد جګړه اعلان کړه.
اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې د حماس پر ضد جګړه اعلان کړه.
د کندهار د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي دا مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي. د دې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، باغونه او کروندې يې له تندې وچېږي. دوی په خپلو سیمو کې د باراني اوبو د مهار لپاره د ډېمونو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي. بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد ریاست مسوولان وايي، په تېر کال يې د یو شمېر بهرنیو موسسو په مرسته شاوخوا ۲۱ ډېمونه جوړ کړي او سږ کال د اتو نورو د جوړېدو پلان شته. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ساینسپوهان وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې د نارینه شمشتیو، چې کیشپ، کشو او شکو هم بلل کېږي، نسل په کمېدو دی. دوی وېره لري چې داسې وضعیت د شمشتیو نسل د نابودۍ یا معدومیت له خطر سره مخامخوي. کله چې شمشتۍ هګۍ واچوي نو پوهان وار له مخه پوهېږي چې ورڅخه به نر یا ماده بچی زېږي. دا چې څنګه، د ځواب لپاره یې د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې له زلزلې وروسته د احتمالي قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی. د آسیا پاسیفیک حوزې لپاره د دې ادارې سیمهییز مشر جان آیلیف یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستان سره د مالي مرستو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی نو ځکه د قحطۍ احتمال شته. آیلیف وویل، د افغانستان لپاره د 'ډبلیو ایف پي' بودیجه د تېر کال پرتله په سلو کې تقریباً اتیا کمه ده. هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د ملاتړ کچه لوړه کړي. 'ډبلیو ایف پي' مخکې هم خبرداری ورکړی... Читать дальше...
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي. کریملین وايي چې د رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین د پرونیو خبرو تمرکز په منځني ختیځ کې پر سمدستي اوربند او د خبرو پر بیا پیل و. د ترکیې جمهوري ریاست وايي، دواړو مشرانو د زیاتېدونکي کړکېچ د مخنیوي او سیمې ته د بشري مرستو د رسولو د تدابیرو په اړه خبرې وکړې. کریملین په یوه بیان کې د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتېدو خپګان څرګند کړی او په عین حال کې یې ویلي دي چې روان کړکېچ یوازې د فلسطین او اسراییلو د دوو دولتونو د پلان پر بنسټ حل کېدای شي.
د اسراییلو جنګي الوتکو یوځل بیا د غزې پر تړانګه بمباري وکړه. د اسراییل دفاع وزارت نن وویل چې لسګونه اسراییلي الوتکو په دې هوايي عملیاتو کې برخه واخیسته او په الفرقان سیمه کې یې له ۲۰۰ زیات اهداف وویشتل. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا درېیم ځل دی چې د غزې په تړانګه کې په لویه کچه هوايي عملیات کېږي. د اسراییل دفاع وزارت وايي چې په ټوله کې له ۴۵۰ زیاتو اهداف ویشتل شوي دي. د اسراییلو د دفاع وزارت ویاند جاناتان کانریکوس نن وویل چې پر اسراییلو د حماس د شنبې ورځې په پراخه حمله کې د وژل شویو اسراییلیانو شمېر اوس ۱۲۰۰ ته لوړ شوی دی.
د اسراییلو جنګي الوتکو پرون یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې چې له کبله یې ګڼې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې او خلک اړ شول چې ځانونه امن سیمو ته ورسوي. وروسته له دې چې حماس ډلې د شنبې په ورځ پر اسراییلو ډله ییزه لویه حمله وکړه، غزه تراوسه د اسراییلو له غچ اخیستونکو حملو سره مخامخ ده. مرستندویو ډلو غزې ته د مرستو د رسولو د یوه دهلېز د رامنځته کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې روغتونونه له مړیو او ټپیانو ډک دي. بل خوا اسراییلو د خپلو احتیاطي ځواکونه شمېر ۳۶۰ زرو ته رسولی، خو تراوسه معلومه... Читать дальше...
له هرات څخه د یوې بلې زلزلې راپورونه رارسېدلي دي. رویټرز خبري آژانس د جرمني د جیوساینسي تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکوي چې دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس د شنبې ورځې د زلزلې په څېر ۶،۳ درجې وه، نن سهار وختي د هرات ولایت په ۳۴ کیلومترۍ کې سیمې ولړزولې. د خبر له مخې نننۍ زلزله د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده. د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې هم تایید کړې چې د زلزلې شدت ۶،۳ درجې و. په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ازادي راډیو ته ویل چې د زلزلې د تلفاتو په اړه تراوسه دقیق معلومات نه شته. Читать дальше...
له هرات څخه د یوې بلې زلزلې راپورونه رارسېدلي. رویټرز خبري آژانس د جرمني د جیوساینسي تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکوي چې دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس د شنبې ورځې د زلزلې په څېر ۶،۳ درجې وه، نن سهار وختي د هرات ولایت په ۳۴ کیلومترۍ کې سیمې ولړزولې. د خبر له مخې نننۍ زلزله د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده. د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې هم تایید کړې چې د دې زلزلې شدت ۶،۳ درجې و. له دې مخکې د شنبې په ورځ هم یوې زلزلې چې مرکز یې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې و، د سیمې اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي تلفات واړول. Читать дальше...
که څه هم د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې لا هم ټولو اړو کورنیو ته عاجلې مرستې نه دي رسېدلي، خو بېلابېلو کورنیو او نړیوالو ادارو د خپلو اقداماتو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مرستیال ویاند فرامرز برزین ازادي راډیو ته وویل، دوی او همکارو ادارو یې د خپلو مرستو بهیر پیل کړی دی. برزین وايي: "د افغانستان په لوېدیځ کې په زلزله ځپلي ولایت هرات ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کېمشنرۍ د افغانستان څانګې یا 'یو این ایچ سي آر' له خپلو همکارو... Читать дальше...
د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه افغانستان له کوربه هندوستان سره سیالي کوي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته نن چهارشنبه وویل، دوی هیله من دي چې افغانستان نننۍ لوبه وګټي. هغه زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۳م کال د نړیوال جام دویمه لوبه د هندوستان په وړاندې کوي، که څه هم موږ ونه شو کړای چې د هندوستان په وړاندې لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړو. خو زموږ روزونکو له لوبغاړو سره ډېر کار کړی، کافي چمتووالی شته او تمه کېږي چې نن د هندوستان په وړاندې ښه لوبه... Читать дальше...
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نوبل د سږنۍ جایزې د ګټونکي له اثارو او د لیکلو له سبکه خبرېږئ. د شعر د نقد په اړه د انځورګر شاعر ومان نیازي نظر درسره شریکېږي. په خپرونه کې له یوې انځورګرې سره خبرې شوي. دا به هم واورئ چې په کندهار کې یو شمېر تاریخي ځایونه رغېږي او په میدان وردک کې ځوانانو کتابتون جوړ کړی دی. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
بلغاریا وايي، د یوې جنایتکارې ډلې ۱۲ غړي یې نیولي چې په غیرقانوني ډول یې په اوکراین کې روسي ځواکونو ته ځینې وسایل او مالونه صادرول. د بلغاریا د لویې څارنوالۍ مرستیالې ماریا پاولوووا پرون سې شنبه وویل، چې دغې ډلې دغه مالونه په دې نوم چې د ملکي اهدافو لپاره کارېږي، صادرول، حال دا چې دا توکي په نظامي اهدافو هم کارول کېږي. هغې ویلي، د دې جنایتکارې ډلې دا کار، پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې د اروپايي ټولنې د لګول شویو بندیزونو سرغړونه ده. چارواکي وايي په دغو مالونو کې اپټیکال دوربینونه، د هوايي چلن مخابرې او کمپیوټري پروګرامونه شامل وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر غواړي راروانه اوونۍ چین ته سفر وکړي او هلته پر بېلابېلو مسایلو له چینايي چارواکو سره وغږېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون سې شنبه وویل چې ولسمشر ولادمیر پوتین هم په نږدې راتلونکي کې چین ته د خپل سفر په چمتووالي بوخت دی. زخارووا ویلي، چې لاوروف به له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې د اکټوبر له ۱۶مې تر ۱۸مې د یوه کمربند، یوې لارې په فورم کې برخه واخلي. د هغې په وینا لاوروف به د دې سفر پر مهال له خپل چینايي سیال وانګ يي سره هم پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.
اروپايي ټولنې په هرات کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د درې نیم میلیون یورو په ارزښت د نورې مالي مرستې ژمنه وکړه. د اروپا د مدني چارو او د بشري مرستو د عملیاتي خوندیتوب عمومي مدیر ماسیج پوپوفسکي پرون په هرات کې رسنیو ته په خبرو کې وویل: "نن موږ د مرستو بله بسته چې درې نیم میلیونه یورو کېږي، اعلانوو چې زموږ شریکان به یې د زلزله ځپلو پر لاسنیوي لګوي. لکه د سرپناه برابرول، د څښاک اوبه او هغه څه چې زلزله ځپلي ورته اړتیا لري. ځکه موږ تل د افغانانو تر څنګ یو. موږ هېڅکله افغانستان نه دی پرېښی، دا... Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په ازبکستان کې افغان سفارت افغان وګړو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته په خپله ایکس شبکه چې پخواني ټویټر نومېده دا خبر ورکړی دی. هغه لیکلي چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست او په ترمز کې د جنرال قونسلګرۍ په هڅه او د کوربه هېواد ازبکستان په همکارۍ دا پروسه پیل شوې ده. د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې دېره افغان وګړي شکایت لري چې دوی ته نوي پاسپورټونه نه ورکول کېږي او زاړه پاسپورټونه هم په زیاتو پیسو ورته تمدیدېږي.
د میانمار د بېځایه شویو پر یوه کمپ د پوځ په حمله کې د ۲۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی. د میانمار په شمال کې د هغه قوم ویاند دا خبره د فرانسې خبري اژانس ته کړې، چې پر دې سیمه کنټرول لري. د میانمار پوځي واکمنان چې هڅه کوي د ۲۰۲۱م کال له کودتا وروسته هر ډول مقاومت وځپي، پر ملکي اهدافو په خونړیو حملو تورن شوي دي. د کوچین په نوم د ازادۍ پوځ ویاند ډګروال 'ناو بو' د فرانسې خبري اژانس ته پرون ویلي په دې تازه حمله کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي. د میانمار یا پخوانۍ... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک پرون سې شنبه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې له فلسطینیانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ. هغې په دې برخه کې د اختلافاتو حل وغوښت او ویې ویل چې وروستیو ناکراریو ته په پام سره ملکیانو ته د بشري او حیاتي مرستو درول، کاملاً یوه اشتباه ده. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، مېرمن بایربوک دغه راز ویلي چې په فلسطین کې د ماشومانو په ګډون په ملیونونو کسان اوبو، خوړو او دارو درملو ته اړتیا لري او د اروپايي ټولنې پر بشري مرستو متکي دي. Читать дальше...
واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په هرات کې د وروستۍ زلزلې په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "هیڅوک هغې زلزلې ته چې د افغانستان لوېدیځ کې وشوه چمتو نه وو." ورځپاڼه لیکي چې د هرات ولایت په کلیو کې یوه عادي ورځ پیل شوې وه، ځینې کلیوال خپلو کروندو ته روان وو، ښځې په خپلو ورځنیو کارونو بوختې وې او ماشومانو په خپلو خټینو کورونو کې لوبې کولې. وړاندې راغلي، دې زلزلې چې یوازې څو ثانیې یې دوام وکړ، کورنۍ یې سره وشیندلې او کلي یې په کنډولو بدل کړل. ورځپاڼې دا په وروستیو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو ناوړه طبیعي افت بللی دی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости