له یونان څخه بلغاریا ته د ګاز یوې نوې نل لیکې فعالیت پیل کړ
له یونان څخه بلغاریا ته د ګاز یوې نوې نل لیکې پرون فعالیت پیل کړ.
تمه ده چې دا به د روسیې د ګاز پر سرچینو د بلغاریا او نورو هېوادونو اتکا کمه کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیرلین د بلغاریا په پلازمېنه سوفیا کې د دې نل لیکې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: "موږ باید د خپل اقتصاد د بنسټ په تېره د واحد بازار ساتنه وکړو. د اروپايي ټولنې د ځواک نښه همدا ده او د ټولنې شتمني له واحد بازاره سرچینه اخلي. له ګډې اروپايي حل لارې پرته زموږ د ټوټې ټوټې کېدو خطر شته."
بلغاریا به د دې نل لیکې له لارې له آذربایجان څخه طبیعي ګاز ترلاسه کړي.