Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

نی: د افغانستان۹۳ سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي

0
نی: د افغانستان۹۳ سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او پاتې ۷ سلنه له سختو بندیزونو سره مخ دي.

ظاهراً د طالبانو لخوا زیاتېدونکي محدودیتونه د دې لامل شوي چې یو شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي.

په دې وروستیو کې د یک تلوېزیون خبریالې لیمه سپېڅلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې رسنۍ سره کار پیل کړی و، د شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبانو د حکومت د ورستیو محدودیتونو له امله نور نه شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي او په رسمي ډول له دندې استعفا کوي.

خو نوموړې ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

که څه هم لیمې سپېڅلې ونه ویل چې په دې بندیزونو کې کوم موارد شامل دي، خو یو شمېر نورې ښځینه خبریالانې ادعا کوي چې په پروګرامونو کې د رنګه جامو نه اغوستل، په هغو پروګرامونو کې چې ویاندویانې یې ښځینه وي، د نارینه مېلمنو نه بلل او له نارینه وړاندې کوونکي(همکار) سره یو ځای د پروګرامونه نه چلول هغه محدودیتونه دي چې تازه پر دوی لګول شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر دغه ادعا ردوي او وايي، چې د حجاب له حکم پرته دوی پر ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکونکو کوم بندیز نه دی لګولی.

مهاجر وویل: "هېڅ بندیز نه شته. د جامو په اړه څه نه دي ویل شوي، که تورې وي او که رنګه هېڅ حقیقت نه لري. د امر بالمعروف له لوري یوازې د حجاب له اړخه، چې څه ویل شوي هماغه دي، نور څه نه دي."

د یوې سیمه ییزې افغان رسنۍ یوې ښځینه خبریاله چې امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه د ښځو زندان ته د مرکې لپاره ورغلم، په داسې حال کې چې حجاب مې هم اغوستی و، د دروازې ساتونکي راته وویل چې خپل حجاب مراعت کړه، ما ورته وویل چې ولې پر حجاب مې څه شوي؟ ویل یې چې مخ دې پټ کړه، مرکه مې هم ونه شوه او بېرته راغلم. هره ورځ ښځینه خبریالانې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. اوسنی حکومت هغه ډول چې له بهرنیو ښځینه خبریالانو سره مرکې کوي له افغان خبریالانو سره یې نه کوي. هغه حقونه چې ښځینه او نارینه خبریالان لري باید ورکړل شي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دغې ښځینه خبریالې د ادعا په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پوښتنه ځواب نه کړه.

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي، د یوې نوې سروې له مخې چې دوی په روانه میلادي میاشت کې تر سره کړې، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه د دې لامل شوي چې شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکونکې وزګاره شي او یا هم خپلې دندې پرېږدي.

د دې ادارې مشر ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د رسنیو ۹۳ سلنه کارکوونکو او ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا له هېواده بهر تللي او یا خپلې دندې پرېښي. یوازې اوه سلنه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې کار کوي او دا د هغو محدودیتونو له امله دي چې د رسنیو له لوري یې او یا هم د دولت له خوا پرې لګول شوي دي چې د نارینه وو څخه په بېل ځای کې د کار کولو په ګډون کله چې په رسنۍ کې راظاهرېږي، د سر او مخ پټولو محدودیت پرې وضع شوی."

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو را وروسته د خبریالانو او رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو لګولو په اړه د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

خو طالبانو په وار وار ویلي چې خبریالان او رسنۍ ازادې دي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې خپلو فعالیتونو او خپرونو ته دوام ورکړي او د ملي ارزښتونو ساتنه وکړي.

د ازادي راډیو د موندنو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تراوسه ۳ خبریالان وژل شوي، ۳۴ بندیان شوي او ۱۳ نور خبریالان وهل شوي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Москва взяла Гран-при премии «Умный город» за цифровизацию горхозяйства





Москва

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фрэнк Синатра

Таунхаус Фрэнка Синатры впервые выставлен на продажу




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике


Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Here's what god rolls you should be farming for Destiny 2: Into the Light's Brave Arsenal weapon set



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России