'ترکيش ايرلاينز' شرکت افغانستان ته الوتنې پيلوي
د ترکیې هوایي شرکت ( ترکیش ایرلاینز) د راتلونکې مارچ میاشتې له ۲۷مې افغانستان ته د ټکټونو پلور پيل کړی دی.
له مهالوېش سره سم ټاکل شوې چې د دغه شرکت الوتکې به هره ورځ یو پرواز له استانبوله کابل او دغه راز په اوونۍ کې درې ورځې له استانبوله مزار ته الوتنې ولري.
له کله چې تېر کال اوړي کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، نړیوالو هوایي شرکتونو لکه ترکیش، امارات او فلای دوبۍ افغانستان ته الوتنې وځنډولې.
اوس مهال د کیش ایر په نوم د ایران یو هوایي شرکت او اریانا او کام ایر هوایي شرکتونه له کابل او څو نورو ښارونو بهر ته الوتنې کوي.