Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

يوناما پنجشېر ته له بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو لپاره پلاوی استولی

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (UNAMA) پرون ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل، چې پنجشېر ولایت ته یې یو پلاوی استولی چې په دې ولایت کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي.


یوناما دغه شان ویلي، چې د سیاسي او بشري حقونو څانګې غړو یې یې په پنجشېر کې د طالبانو د حکومت له والي محمد نسیم نوري سره هم لیدلي دي.


یوناما وروسته له هغه په پنجشېر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پلټنو خبر ورکوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ په جګړو کې د ملکیانو د وژل کېدو او زورول کېدو د ادعاوو ترڅنګ ځینې داسې ویډيوګانې هم خپرې شوې، چې د طالبانو له لوري د مقاومت ملي جبهې اسیر شوي وسله‌وال په کې وژل کېږي.




د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسوله هیدر بار که څه هم په تېرو ۱۴ میاشتو کې د بشري حقونو د قضیو په څېړلو کې د یوناما په کار نیوکه کوي، خو د یوناما د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي.


نوموړې له یوناما غواړي، داسې مهال چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ډېرې ادعاوې شته، باید په څېړلو کې یې مهمه ونډه واخلي.




اغلې بار ازادي راډیو ته وویل: "د یوناما پرونی اعلان چې ویلي یې دي، پنجشېر ته د څېړنو لپاره یو پلاوی استوي، د هرکلي وړ ده. موږ هیله من یو چې یوناما د بشري حقونو په برخه کې لا ډېر کار وکړي او دا به په افغانستان کې د یوناما د تازه ټاکل شوې مشرې یو مهم کار وي چې کله خپله دنده پيلوي."


بل‌خوا د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې د مقاومت ملي جبهې له یوناما غوښتي چې په پنجشېر کې د بشري سرغړونو په اړه بې پرې څېړنې وکړي.


د دغه جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، ډېر شواهد شته چې د ده په خبره طالبانو په پنجشېر، بغلان او تخار کې بشري حقونه نقض کړي دي.


ښاغلي نظري دغه شان ویلي، که د بشري حقونو د سرغړونو په اړه یوازې څرګندونې کېږي او د مخنیوي لپاره یې نړۍواله ټولنه عملي اقدامات و نه کړي، کومه پایله به و نه‌لري.




خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په پنجشېر کې د اسیرانو د وژلو د ويډیو له خپرېدو وروسته یې ویلي و، په دې اړه څېړنې کوي، نه د یوناما د تازه پرېکړې چې په پنجشېر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې کوي او نه یې هم د خپلو څېړنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب کړې.


د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په ګڼو مواردو کې طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو او په دې اړه د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له خپرېدو وروسته د څېړنو ژمنې کړې وي خو تر اوسه یې د څېړنو پایلې نه‌دي شریکي کړي.




د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته که څه هم دوی اعلان وکړ چې عمومي بښنه یې کړې خو له یوه کال په ډېره موده کې ګڼ داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو له لوري د مخکني حکومت کارکوونکي په نښه شوي دي، هغه څه چې خپله طالبان یې ردوي.


دغه شان د طالبانو جنګیالي د هغو اسیرانو د صحرايي محکمو او وژلو ويډیوګانې هم خپرې کړې دي چې له ادعا کیږي له دوی سره یې وسله‌واله مبارزه کوله، خو یوناما او د بشري حقونو اړوندو نورو ادارو تل له طالبانو غوښتي چې هر ډول قانوني تعقیب او څېړنې باید په واقعي ډول د نړیوالو معیارونو له مخې وشي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России