Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

د ښوونکي ورځ؛ ځينې ښوونکي له جدي اقتصادي ستونزو شکایت لري

0
د ښوونکي ورځ؛ ځينې ښوونکي له جدي اقتصادي ستونزو شکایت لري

نن د اکټوبر پنځمه چې د میزان میاشتې له ۱۳مې سره سمون خوري د ښوونکي له ورځې سره برابره ده.

ازاده د کاپیسا ولایت یوه له هغو ښځینه ښوونکو څخه ده چې له کال زیاته موده کېږي په کور ناسته ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل ، مېړه يې هم وزګار دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

ازاده وايي، په جمهوري نظام کې یوه اندازه معاش ورکول کېده، چې خپلې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې یې پرې هوارولې.

نوموړې زیاتوي: "له تېر یو کال راهیسې موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. په کرايي کور کې اوسېږم، مېړه مې هم وزګار دی او دا مهال له معلمۍ سره ډېره لېواتیا لرم. د پوهنې وزارت بايد موږ ته د کار زمينه برابره کړي."

ازاده چې واړه ماشومان لري، د طالبانو له واکمنۍ او د پخواني حکومت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کاپیسا کې د جګړو په ترڅ کې له دې ولایته بې ځایه شوې او اوس په کابل کې په یو کرايي کورونو کې اوسېږي.

یوه بله افغان ښوونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، له شلو کلونو راهيسې د کابل ښار د نجونو بېلابېلو ښوونځيو کې ښوونکې وه، خو د نظام په بدلون سره یې دنده له لاسه ورکړې ده.

هغه وایي: "ما په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار کاوه او تر شپږم ټولګي پورته به مې نجونو ته درس ورکاوه، خو د رژیم د بدلون له امله مې خپله دنده له لاسه ورکړه، اوس چې هر څومره د کار په لټه کې یم، خو کار نه شم موندلای."

نوموړې وايي، چې مېړه يې مړ شوى، زوى نه لري او د خپلو درېيو لوڼو سرپرسته ده او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اکټوبر پنځمه نېټه چې د میزان د میاشتې له دیارلسمې سره سمون خوري د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

طالب چارواکو په کابل کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته له افغان ښوونکو سره ځینې ژمنې وکړې.

د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وویل: "د افغانستان اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې د تعلیم او تربیې په چوکاټ کې شل زره اضافي بستونه په پام کې ونیسي. موږ انشاءالله د افغانستان ښوونکو او ولس ته د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت ته ژمن یوو."

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال له شپږم ټولګیو پورته زرګونه ښوونکي په کورونو کې ناست دي او ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او له څه باندې يو کال تېرېدو وروسته لا هم له شپږم ټولګي نه پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي تړلي پاتې دي.

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دفتر هم د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټوېټ کې ویلي چې معلمي اسانه نه ده او په افغانستان کې لا سخت کار دی.

یونېسف زیاته کړې، چې زموږ لپاره د نن ورځې اتلانې د افغانستان هغه ځوانې ښځینه ښوونکې دي، چې د ټولو ننګونو سره سره هیله مندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر څو ورځې مخکې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ښوونکو د حقونو او د نجونو د تعلیم په اړه وینا کې او په دې اړه اشاره وکړه او د زده کوونکو پر وړاندې د ښوونکو د مسووليت په اړه یې وويل: "ښوونکي بايد مسووليت منونکي وي او هغه څوک چې له خپلو اوسنيو حقونو (تنخوا) راضي نه وي، کولای شي چې بله دنده ونیسي."

دې څرګندونو د یو شمېر ښوونکو توند غبرګونونه راوپارول.

د ازادي راډيو خبریال هڅه وکړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د ښوونکو د شمېر په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت نظر هم واخلي، خو ځواب يې ترلاسه نه کړ، خو څو میاشتې وړاندې د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډيو ته وویل، چې په افغانستان کې تر ۲۴۰ زره ښوونکي شته چې ۳۸ سلنه یې ښځې دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин представил масштабную программу фестиваля "Пасхальный дар"





Москва

«Автодор» попросил водителей заправляться заранее после очередей на АЗС на М-12


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: К открытию Троицкой линии территории возле новых станций благоустроят



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати высмеял Джигана: "Не собьется, будет уже круто"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Спартак" обыграл "Локомотив" в 26-м туре чемпионата России

"Динамо" и "Зенит" назвали стартовые составы на матч 26-го тура РПЛ

"Зенит" потерпел второе поражение подряд в РПЛ


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Миллионы — в хлам. Мажоры и блогеры разбивают в Москве дорогущие машины



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России