په افغانستان کې د جرمني د حکومت ۲۵ افغان همکاران وژل شوي
د جرمني حکومت وايي، لسګونه افغانانو چې په افغانستان کې یې د دوی له پوځ سره همکاري کړې وه او ټاکل شوې وه چې له افغانستان څخه وایستل شي، مړه شوي دي.
د ډي پي اې خبري اژانس له راپور سره سم، د جرمني دفاع وزارت وویل، ۲۵ افغانان چې یو وخت د دوی ځايي کارکوونکي وو، اوس مړه دي.
د دغو کسانو له منځه ۱۲ تنه په طبیعي ډول یا په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي. ۶ تنه یې وژل شوي، خو داسې کومه نښه نه شته چې دا کسان دې د جرمني د وسله وال ځواک د ملاتړ په خاطر وژل شوي وي.
دا نه ده څرګنده شوې چې د نورو د مړینې سبب څه وو.