حنفي د فارياب او جوزجان له خلکو سره پر انکشافي او تعليمي پروژو خبرې کړي
د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب او جوزجان له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره ليدلي.
دا ليدنه وروسته له هغه شوې چې، د طالبانو له حکومت سره د دوی د یوه مهم ازبک ټبره قوماندان صلاح الدین ایوبي د اړیکو د پرېکون په اړه خبرونه خپاره شول.
د طالبانو حکومت وايي چې په دې کتنه کې د ټولنیزو ستونزو، انکشافي پروژو او تعلیمي مسلو په اړه خبرې وشوې او د امنیت په اړه ډاډ څرګند شو.
دا په داسې حال کې ده چې قوماندان ایوبي ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې نوموړی په فاریاب ولایت کې خپل کلي ته ستون شوی دی.