د بښنې نړيوال سازمان: ايران کې د مظاهرو پر مهال ۲۳ ماشومان وژل شوي
دا سازمان وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري په غیرقانوني ډول د لږ تر لږه ۲۳ تنو ماشومانو وژنه نور هم څرګندوي چې ایراني چارواکي غواړي چې پراخې مظاهرې د اعتراض کوونکو په وژلو پای ته ورسوي.
تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني وژنې په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه راپارولي چې د څو اوونیو راهیسې په دې هېواد کې روان دي.
مهسا امیني د سم حجاب نه رعایت کولو په تور د ایران د ګشت ارشاد پولیسو لهخوا ونیول شوه او درې ورځې وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
