Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

کرېکټ بورډ: د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لپاره مو مالي ملاتړ کوونکی موندلی

0
بالاخره د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې لپاره يې په نړیوال شل اوریز جام کې مالي ملاتړی موندلی.


کرېکټ بورډ وايي، د سوپر کولا شرکت به په دې لوبو کې د افغانستان مالي ملاتړی وي.


د افغان کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه چې موږ د نړیوال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لپاره ښه سپانسر هم تر لاسه کړ. سوپر کولا (څښاک توليدونکي شرکت) د نړيوال جام لپاره د کرېکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل."


خو کرېکټ بورډ د هغو پیسو اندازه نه‌ده مشخصه کړې چې د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ لپاره یې له سوپرکولا شرکت اخلي.


د افغانستان په کرېکټ بورډ تل همدا نیوکه ده چې د مالي ملاتړ کوونکو په برخه کې یې روڼ حساب نه‌دی ورکړی.




له دې وړاندې هم د کرېکټ بورډ له‌خوا د ملي لوبډلې لپاره د مالي ملاتړو سره په شویو قراردادونو پراخې نیوکې وې.


کرېکټ بورډ داسې مهال په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لپاره مالي ملاتړ کوونکی پیدا کوي چې په دې سیالیو کې د افغان کرېکټ ملي لوبدلې د لباس نمایش هم د یوه مالي ملاتړي د نشتوالي له امله ځنډېدلی و.


هاخوا د کرېکټ یو شمېر مبصرین وايي، افغان کرېکټ بورډ باید د یوه اوږدمهاله مالي ملاتړي لپاره هلې ځلې وکړي.




د کرېکټ څارونکی او شنونکی بختیار ساحل وايي، یو شمېر ستونزې شته چې له امله یې افغان کرېکټ بورډ نه‌دی توانېدلی زیات مالي ملاتړي پیدا کړي.


هغه نیوکه کوي چې افغان کرېکټ بورډ بیا په کور دننه سربېره په نړیوال کچه لوی شرکتونه دې ته قانع کړی وای چې د افغان  ملي لوبډلي مالي ملاتړ وکړي.


نوموړی وايي: "دا بسنه نه‌کوي، افغان کرېکټ اداره باید په لویه کچه لکه چې وړاندې یې الکوزي شرکت سره قرارداد درلود، داسې یو عمومي مالي ملاتړی پیدا کړي چې د کال لږ تر لږه دوه میلیونه یا درې میلیونه ډالر افغان کرېکټ بورډ ته ورکړي او دا پیسې باید په منظمه توګه وڅارل شي او په منظمه توګه مصرف شي."




بختیار ساحل پر دې هم ټینګار کوي چې افغان کرېکټ بورډ باید په کور دننه لوبو لپاره هم مالي ملاتړ پیدا کړي، څو وشي کولای خپل کارونه ښه مدیریت کړي.


وروسته تر هغې چې طالبان په افغانستان واکمن شول، د افغانستان د کرېکټ بورډ د مالي ملاتړ کوونکو په توګه د نړیوالو او په کور دننه د شرکتونو لېوالتیا کمه شوه.


تر خوا یې پرون د کرېکټ په اړه تر ټولو معتبرې ویب‌پاڼې ESPN په یوه مطلب کې لیکلي و، له کله چې طالبانو واک اخيستی، د کرېکټ نړیوالې شورا افغان کرېکټ بورډ نقدې کلنۍ بودجه نه‌ده ورکړې.


دې مطلب کې راغلي و چې دې بهیر د افغانستان د کرېکټ په چارو او پرمختګ ډېر بد اغېر کړی.




د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي رئیس نصیب‌خان هم په خپله رسمي فېسبو‌ک‌پاڼه دا خبره تایید کړې، خو زیاتوي، په دوبۍ کې یې د کرېکټ د نړیوالې شورا له استازه په دې اړه مهم بحثونه درلودل.


هغه هیله ښيي چې ژر به دا ستونزه حل شي او د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په اړه کلنۍ بودجه ورکړي.


د کرېکټ نړیواله شورا هر کال خپلو غړو هېوادونو ته چې بشپړ غړیتوب یې لري، د کرېکټ د ودې، د کورني کرېکټ د پراختیا، روزنیزو پروګرامونو او تر څنګ یې په کور دننه د معیاري لوبغاړو د جوړولو لپاره مشخصه بودجه ورکوي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России