Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

راتلونکې يکشنبه اسټراليا کې د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالۍ پيليږي

0
ټاکل شوې ده چې یکشنبې په استرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې پيل شي.


د اوونۍ تر اخره به د لومړي پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شي، افغان لوبډله د غوراوي په پړاو کې ده چې دا لوبې راتلونکې اوونۍ شروع کېږي.


د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبي افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي.


تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او استرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی.


د برېتانیایي رسنیو په استناد نژدې شپږ پېړۍ مخکې د کرېکټ لوبې د انګلستان په جنوب ختیځ کې پیل شوې.


دا لوبې بیا د برېتانیا له امپراتورۍ سره خپرې شوې او د نولسمې پېړۍ په پيل کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له رامځته کېدو سره یې نړیوالې مسابقې شروع شوې.


د کرېکټ نړیوال جام پخوا یوازې یو ورځنی و چې لومړی ځل په نولس سوه پنځه اویایم کال کې وشو، دا جام هر څلور څلور کاله وروسته ترسره کېږي او راتلونکې لوبې یې په دوه زره درویشتم کې په هند کې دي.




د ټسټ لوبو نړیوال جام هم اوس پیل شوی دی چې تېر کال نیوزیلنډ خپل کړ.


د شل اورونو په لومړیو دوو نړیوالو جامونو کې افغان لوبډله ونه لوبېده له هغه را وروسته یې دې جام ته لار وکړه خو تر دې دمه یې د پام وړ نتیجه نه‌ده ترلاسه کړې.


د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف ازادي راډیو ته وویل، هیله‌مند دی چې سږ کال به په نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه وځلیږي.


نوموړي وويل: "تیاریانې ښې دي، لوبغاړي جسما هم ښه چمتو شوې دي. په استرالیا کې پنځلس شپاړس ورځې تمرینات چې د قرنطین پر مهال ترسره کېږي ډېر څه دي، چې له دې سره به که خدای کول چمتوالی نور هم ښه شي."




افغان لوبډله به د دې تیاریو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ له بنګله‌دېش او د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره تمریني لوبې وکړي.


په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د غوره پړاو له پيل سره سم په لومړۍ ورځ د اکتوبر په دوه ویشتمه له انګلستان سره ده.


څلور ورځې وروسته تر دې له بلې پياوړې ډلې نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه ده، له افغانستان سره په ګروپ کې کوربه استرالیا هم ده چې د نومبر په څلورمه به مسابقه ورسره وکړي.


دوې نورې هغه لوبډلې به له دې ګروپ سره یو ځای شي چې د لومړي پړاو په سیالیو کې روانه اوونۍ بریالۍ شي.


د لومړي پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ویشل شوې دي، چې په لومړي پړاو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې ویشل شوې دي.


په الف ګروپ کې:



سریلانکا، نامیبیا، متحد عربي امارات او هالنډ


په ب ګروپ کې:



ویسټ اینډیز، سکاټلنډ، زیمبابوې او ایرلنډ


له دې هر ګروپه به دوه ټیمه د غوره لوبډلو پړاو ته لاره کوي.




په تېرو پنځلس کلونو کې د شل اووره نړیوال جام لوبې د کورونا وبا او یو شمېر نورو دلایلو له امله په منظم ډول نه‌دي ترسره شوي، خو تر دې وروسته چې د کرېکټ نړیوالې شورا کوم پلان ورته جوړ کړی دی، د دې جام لوبو مهالوېش یې منظم کړی دی.


ټاکل شوې ده چې دوه کاله وروسته د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام په ویسټ اینډیز او د امریکا په متحد ایالتونو کې ترسره شي له هغه دوه کاله وروسته به هند او سریلانکا د دې جام کوربانه وي.


په دوه زره اته ویشتم کې به په استرالیا او نیوزیلنډ کې دا لوبې وشي او په دوه زره دېرشم کال کې اټکل کېږي چې برېتانیا او ایرلنډ به د شل اورونو د نړیوال جام کوربه‌توب وکړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России