Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

بایډن د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو سره مرستې ځنډوي

0
د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي، د افغانستان په ګډون به له ځینو هېوادونو سره تر هغه غیربشري او غیرسوداګریزې مرستې ونه کړي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې لازم ګامونه پورته نه کړي.


د  جمهوري نظام پر مهال افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د انساني قاچاق د مخنیوي نړیوال کنوانسیون غړیتوب حاصل کړ، خو تر ننه لا هم دا هېواد د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې تر سختو پوښتنو لاندې دی.


تازه د امریکا جمهور رییس جوبایډن په یوه یادښت کې یادونه کړې چې له افغانستان سره تر هغه غیربشري او غیرسوداګریزې مرستې ځنډوي، تر کله چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه لازم معیارونه پوره نه کړي.


دا په داسې حال کې ده چې امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته هم له افغانستان سره تر ټولو ستر بشري مرستندویه هېواد دی.


په دې یادښت کې د امریکا جمهور رییس د متحده‌ایالاتو د انساني قاچاق له قربانیانو د ملاتړ قانون د ۱۱۰فصل ځینو مادو ته په اشارې لیکلي، دا مرستې به تر هغې ځنډېدلې وي چې دا هېوادونه د دې قانون د معیارونو د پوره کولو لپاره د پام وړ هڅې ونه کړي.


د جمهور رییس بایډن په یادښت کې په افغانستان د اقتصادي بندیزونو معافیت ته هم اشاره شوې او زیاتوي، دا معافیت د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده.


د امریکا د جمهور رییس په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي او د انساني قاچاق له قربانیانو د ملاتړ قانون د ارتقا او اهدافو ته د رسېدو لپاره، له افغانستان سره د ځینو مرستو چې خپله به یې مشخص کوي، اجازه ورکوي.


د ازادي راډیو خبریال له طالبانو په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي او تر خوا د امریکا د جمهور رییس د دې پرېکړې په اړه وپوښتل، خو مسوولو چارواکو ځواب ورنه کړ.




هاخوا د بشر د حقونو د څار ادارې د کمېټې غړی ماهر مومند وايي، که څه هم په افغانستان کې وروستیو کې انساني قاچاق زیات شوی، خو د غیراختیاري قاچاق په برخه کې هم اندېښنې لا شته.


مومند وویل: "د بشر حقونو له نظره، په غیراختیاري قاچاق کې ګواښ دا وي چې انساني ازادي په کې سلب کېږي. هغه کس چې قاچاق کېږي، په خپل ژوند کنټرول نه‌لري. هغه کس چې قاچاق کېږي انساني عفت او عزت یې تر پښو لاندې کېږي. څلورمه خبره دا چې دغه کس چې په غیر اختیاري توګه قاچاق کېږي، په غلامۍ نیول کېږي یعنې برمته کېږي."


ماهر مومند اندېښنه ښيي چې په غیراختیاري توګه له قاچاق شویو انسانانو ناوړه ګټه اخستل کېږي، خو دی وايي، لا دقیق معلومات نه‌شته چې له افغانستان څومره شمېر انسانان په غیر اختیاري توګه قاچاق کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې نږدې هره ورځ په افغانستان کې د ماشومانو د تښتونې او یا هم د انسان تښتوونکو د نیول کېدو او ترې د ماشومانو او لویانو د ژغورنې خبرونه ورکول کېږي.


له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو زوارت په نړۍ کې د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې لیکلي و، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې نه‌دی توانېدلی د انساني قاچاق په مخنیوي کې لږ تر لږه تعیین شوي معیارونه پوره کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России