Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص درجه بندۍ په ۱۰۹م ځای کې راغلی

0
افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ کې له ۱۲۱ هېوادونو په ۱۰۹م ځای کې راغلی.


یوه مېرمن د څلورو اولادونو مور ده او خاوند یې کال وړاندې د تور زیړي له امله مړ شو او اوس د خپلې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده.


هغه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې اوسېږي، خو د ټولنیزو حساسیتونو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي.


نوموړې وايي، د سر د پټېدو لپاره چت او د خېټې د مړولو لپاره ډوډۍ نه‌لري.


د ازادي راډیو خبریال له هغې د اوسني ژوند او حال په اړه وپوښتل.


هغې په ځواپ کې وویل: "تېرېږي خوار و زار، کله ولږه، کله نهار او کله مړه. اوس هم تللې وم هدېرې ته. ویل مې ولاړه به شم له هغې خوا په همدې پیسو وریجي راوړم. له الله پرته بل هیڅوک هم نه‌لرم."


دا په افغانستان کې د نږدې ۲۰میلیونونه انسانانو له ډلې یوازې د یوې کورنۍ کیسه ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ولږي سره مخ دي.


تازه د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ افغانستان د ۱۲۱ هېوادونو له ډلې په ۱۰۹م ځای کې راغلی.


دا شاخص چې پرون خپور شوی په راغلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې وګړي یې له خورا بد خوراکي وضعیت سره مخ دي.


د دې راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې ډېر خلک یې د خوراک لپاره څه نه‌لري، خو له افغانستان وړاندې په افریقا کې ۱۲ نور هېوادونه هم شته د افغانستان په پرتله یې حالت څو چنده خراب دی.




په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان له وچکالۍ، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، سختې بېوزلۍ او په نړیواله کچه د خوراکي او سون توکو د بیو د لوړېدو له امله له بدو پایلو سره مخ دی.


په دې راپور کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې د اوکراین جګړې وضعیت لا پسې بدتر کړی او ښايي چې راتلونکي کلونه د خوراکي او سون توکو بیې نورې هم پورته ولاړې شي.


خو طالب چارواکي دا نه مني چې ګنې د تېر په پرتله د افغانانو خوراکي خوندیتوب له‌منځه تللی او اوس په بدل کې حال کې دي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل: "د افغانستان وضعیت د پخوا په پرتله په ځلونو بهتره دی. د هغه وخت په پرتله چې دلته نړۍ وه، اقتصاد یې و، ځواکونه یې وو. له هغه حال اوسنی وضعیت بهتر ده."




خو مجاهد دا هم وايي چې دوی د افغانانو د اقتصادي او خوراکي خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي.


دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د پراختیایي پروګرام د راپور له مخې، افغانستان له لوی او مخ په ځوړ اقتصادي حالت سره مخ دی چې یوازې بشري مرستې یې ستونزې نه‌شي حلولی.


یو‌اېن‌ډي‌پي په دې راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۵مه یې خپور کړی ویلي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې او جدي کچې سره مخ دي چې دا شمېره، د تېرو درېیو کلونو په پرتله دوه برابره لوړه ده.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России