Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

طالبانو د امریکا له لوري وروستیو بندیزونو ته بیا غبرګون وښود

0
په داسې حال کې چې طالبانو لا هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستې، په مېرمنو د کار او سفر محدویتونه پر خپل ځای دي، طالبانو د متحده ایالاتو له لوري د طالب پر مشرانو د سفر بندیزونه ته غبرګون ښودلی.


مریم د شپږم ټولکي زده کونکې وه، خو نوموړې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د زده کړې له حقه محرومه شوې.


مریم وايي، د طالبانو پر حکومت نړیوال فشارونه کولای په افغانستان کې زرګونه نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانېزي.


هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا یوازې زما پیغام نه دی بلکې دا د زرګونه افغان نجونو پیغام دی چې ښوونځي دې پرانیستل شي. اسلامي امارات زموږ لپاره ژوند واقعاً ډېر سخته کړی، موږ په کور کې یو، ښوونځیو ته نه شو تلای او خپل درسونه نه شو ویلای."




مریم د امریکا له لوري د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونو ته په اشارې سره وايي، د امریکا د بهرنیو چار وزارت د میزان میاشتې په ۱۹مه د ځینو طالب مشرانو په سفرونو بندیزونه لګولي هغه کسان چې په خپلو افراطي سیاستونو سره یې د میرمنو حقونه نقض کړي دي.


له بلې خوا بیا د طالبانو حکومت د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا له لوري د دوی په مشرانو د سفر بندیزونو ته یو ځل بیا غبرګون وښوده.


دغه خبر پاڼه چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه خپره کړې په کې ویل شوي چې: "د نجونو د زده کړو مسئله د افغانستان د فرهنګ پورې تړلې موضوع ده، بهرني هېوادونو دې د دې په بهانه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي."


له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د امریکا دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.


 


د کابل ښار اوسېدونکی عبدالحکیم بیا د طالبانو د ادعا خلاف وايي چې د افغانستان ډېری خلک د نجونو او مېرمنو د کار او تعلیم پلوي دي.


هغه وايي: "زه هم غواړم چې لورګانې مې تحصیل وکړي او د ټولنې په یوې برخه کې کار وکړي. همدا اوس زما مېرمن د طبابت په برخه کې کار کوي، که زما مېرمن درس نه وای ویلی نو اوس به یې د قابلګي به برخه کې څنګه کار کاوه."


هممهاله بیا د دري ژبې د زده کړې یو ښوونکی چې د طالبانو د واکمنېدو وړاندې د نجونو په یو ښوونځي کې ښوونکی و د نوم نښودل په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دا د طالبانو خپله ستونزه ده سره له دې چې له اسلام نه پوره معلومات نه لري، خو د اسلام له نوم په استفادې سره یې ښوونځیو ته د نجونو د تک مخه نیولې."


د بخښنې نړیوال سازمان بیا طالبان په افغانستان کې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو د تعلیم او کار په برخه کې په نقض تورن کړي.


دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه ولیکلي چې دوي (طالبان) د بشر له حقونو انکار کړي او نقض کړي یي دي.


 


 


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت نظر په دې اړه واخلي، خو د دې راپور تر خپرېدو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد او د پوهنې وزارت ویاند عزیراحمد ریان د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو دروازې وتړلې او مېرمنې یې له کار، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي فعالیتونو منع کړې.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России