نن د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي
باختر اژانس پرون د دې مزایدې خبر په ټوېټر کې ورکړ.
په تېر څه باندې یوه کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی، دوی نږدې هره اوونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ازاد بازار ته ډالر د لیلام لپاره وړاندې کوي.
د دې ډالرو سرچینه نه ده معلومه او طالبانو هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی څرنګه ترلاسه کړې دي.
