په هلمند کې خپلمنځي نښتې او شخړې زیاتې شوي
تازه طالبانو ویلي دي چې په تېرې یوې اوونۍ کې د دې نښتو په ترڅ کې لس تنه ټپيان شوي دي.
د طالبانو په وینا دا کسان په مارجه، ګرمسیر او نوزاد ولسوالیو کې ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې ازادي راډیو له سنګین او نوزاد ولسوالیو د خپل منځي شخړو راپور درلود چې په کې دوه کسان وژل شوي او څوارلس ټپیان شوي وو.
د هلمند د اوسېدونکو په وینا دا شخړې د بېکارۍ، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله زیاتې شوي دي.
