Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

ځینې کابل ښاریان: په اتمه ناحیه کې د طالبانو وروستیو عملیاتو خلک وېرولي

0
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي وایي، طالبانو د تېرې جمعې په شپه د کابل په اتمه ناحیه کې د داعش خلاف عملیاتو کې له راکټونو او بمونو استفاده کړې ده چې د دې ګڼ مېشتې سیمې خلک یې وېرولي دي.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې جمعې په شپه ادعا وکړه چې دوی د کابل په اتمه ناحیه کې د داعش خلاف عملیات کړي چې ۶ داعشیان یې په کې وژلي دي.


د دې سیمې اوسېدونکي ادعا کوي وايي، طالبانو په دې عملیاتو کې له راکټونو او له بمونو ډکو بوشکو څخه استفاده کړې چې د دې سیمې خلک یې ډېر وېرولي دي.


د اتمې ناحیې یو اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "یو دم د چاودنې غږ شو، چاودونه چې وشوه، ماشومانو وډار شول او چیغې یې کړې، په یوه او بله بهانه مو غلي کړل. په دوه یا دوه نیم ساعتونو کې چې ما حساب کړې، ۱۵ که ۱۶ چاودنې وشوې. ما ته خپله ډېر ډارونکی حالت و، نو په کوم ساحه چې دا عملیات شوي، د څنګ کورنو په خلکو به یې مرګ تېر کړی وي."


د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: "شپه وه چې د ډېرو غټو وسلو غږونه مو واورېدل او ډېر وډار شولو. د ښار په منځ کې د داسې وسلو استعمال په خلکو ډېر بد اغېز کوي. دوی باید په ډېره ښه توګه د داسې پېښو مخنیوی وکړي."


طالبانو د اګست میاشتې په درېیمه نېټه هم د کابل په کارته سخي سیمه کې هغه کور ته له بمونو ډکه بوشکه غورځولې وه چې ادعا کېده داعش وسله وال په کې پټ شوي وو.


د دې پېښې ويډیو په ټولنیزو شبکو هم خپره شوې وه، چې په کې لیدل کېدل په بوشکه کې د څای پر ځای شویو بمونو تر چاودنې ورسته کور نړېږي.






د نظامي مسایلو شنونکي بیا د امنیتي پېښو په مهار کې دا ډول کړنې غیر مسلکي بولي.


نظامي شنونکی او په مخکېنی حکومت کې د پروان امنیه قومندان جنرال عبدالروف ارزګانی وايي، په ښارونو کې د امنیتي پېښو د مهارولو په مهال له درنو او ویجاړونکو وسلو استفاده د عامو خلکو ژوند ګواښلی شي.


هغه وویل: "طالبان د داسې پېښو د مهارولو ظرفیت نه لري. بله اساسي خبره دا ده چې دوی د خلکو ژوند ته اهمیت نه ورکوي، که چېرې داعش یا نورې ترهګرې ډلې یوه بلاک یا کور ته ننوځي او د هغه کور غړي یرغمل کوي، په داسې حالت کې ټول له منځه وړي چې د یوه مسوول نظام او حاکمېت له ادرسه څوک داسې کار نه کوي."


جنرال ارزګانی زیاتوي چې بریدونه او نورې امنیتي پېښې په بېړه نه، بلکې په ډېره حوصله او مهارت باید مهار شي.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومندانۍ ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


په وروستیو کې په کابل او نورو ولایتونو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي چې ډېر قربانیان یې ملکیان دي.


عام خلک د طالبانو له حکومته د امنیت د ټينګښت ترڅنګ غوښتنه کوي چې امنیتي پېښې داسې مهار کړي، چې عام وګړي له ګواښ سره مخ نه شي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России