تر۱۶۰۰۰ ډېرو افغانانو ته په دوو برخو کې د سلامشورې زمینه برابره شوې
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په سپټمبر میاشت کې تر ۱۶۰۰۰ ډېرو ځوانانو او تنکیو ځوانانو ته د رواني روغتیا او د امیندوارۍ د سلامتۍ په اړه د سلا مشورې زمینه برابره کړې ده.
دغې ادارې نن په یوه ټوېټ کې ویلي، په ټول افغانستان کې د دوی د سلا مشورې خدمات روان دي.
بلخوا د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سېف د چلډرون د اکټوبر په لسمه په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې رواني درملنې ته لاسرسی کم دی او پرې اخته هرو څلورو وړو او لویانو کې یې یوازې یو درملنه ترلاسه کولای شي چې ډېری یې ښايي په بشپړ ډول روغ هم نه شي.