په مادرید کې د پسونو د تېرېدو دود؛ خلک يې نندارې ته راټول شوي وو
د مایور پلازا د مادرید یو له پېژندل شویو میدانونو څخه دی، دغلته سېلانیان او د سیمې اوسېدونکي د زرګونو پسونو نندارې لپاره راټول شوی دی.
د پسونو په غاړه کې د ځوړندو ګینګړیو اشنا غږونو د زوړ فرهنګ او سنت یاد تازه کړ.
د پسونو دغه رمه له دې ځایه د ژمې څړ ځای ته د رسېدو په موخه تېرېده.
سنتې نڅا او موسيقي ددې فرهنګ یوه برخه ده؛ هغه مراسم چې مخینه يې څو پېړیو ته رسېږي.
دغه کلني مراسم چې په ۱۹۹۴ کال کې پیل شول شپونکیو ته يې فرصت برابر کړ چې د اسپانیا له شمال څخه سوېل ته د خپلو مالونو د لېږدولو لپاره له دې عنعنوي لارې څخه کار واخلي.
څو پېړې وړاندې دغه لاره ارام کلی و، خو نن ورځ د ښار د ګڼې ګوڼې څخه په یو واټ بدله شوې ده.
۶۳ کلنه ماریا بالبس چې کروندګره او د دې مراسمو له طرفدارانو څخه ده، وايي: "موږ د هغو سلطنتي لارو چې د مالونو د تېرېدو لپاره کارول کېږي او د اسپانیانوي کروندګرو میراث دی دفاع کوو. موږ حق لرو له دې لارې چې شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ سره یو ځای کوی تېر شو. دا یوازې زموږ حق نه بلکې دا په کلیو کې د ژوند د ترویج لپاره یو رزغون دهلیز دی."
د موټرو په پر ځای پر سړکونو د پسونو د رمو لیدل ډېر نندارچیان حیران کړی وو، چې د انګلیس ژبې ۲۲ کلنه ماریا کوریالیس یو له دغو نندارچیانو څخه وه.
هغه چې یوه میاشت کېږي په مادرید کې ژوند کوي رویټرز خبري اژانس ته وویل: "ما هیڅکله داسې یو څه نه وو لیدلې، دا د اسپانیا د فرهنګ او تاریخ د پېژندلو لپاره ډېر ښه اقدام و."
د پسونو د تېرېدو يادو عنعنوي مراسمو ليدو څخه سلګونه خلکو خوند اخيسته او تېر ياد ته ورستنېدل.