د اټومي وسلو د احتمالي کارونې له امله بايډن روسيې ته خبرداری ورکړی
نوموړي ویلي یې دي چې دا به د روسیې خورا لویه تېروتنه وي.
امریکا دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې روسیې ادعا وکړه چې اوکراین په خپل قلمرو کې د ککړ بم په نوم د یوه ډول اټومي وسلې کارولو ته د تیارۍ په حال کې دی.
اوکراین د مسکو دا ادعا رد کړې ده.
