Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

فارین پالیسي: روسیه د یو شمېر افغان کمانډویانو د استخدام په حال کې ده

0
روسیه هڅه کوي چې د افغانستان د پخواني پرځول شوي حکومت یو شمېر کمانډو ځواکونه د اوکراین د جګړې لپاره استخدام کړي.


فارین پالیسي امریکایۍ مجله په خپل تازه راپور کې وایي چې روسیه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر کمانډویانو د استخدام په حال کې ده.


د راپور لیکواله استرالیایي خبریاله لین اوډانیل وایي، د پخواني نظام د پوځ یو شمېر کمانډویانو ورته ویلي چې د روسیې له پوځ سره د یوځای کېدو په خاطر اړیکې ورسره نیول شوي دي.


راپور کې د یوه پخواني افغان کمانډو په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی راغلي، د 'واګنر' په نوم د روسیې یوه بدنامه ډله د افغان کمانډویانو د جذب په هڅه کې ده.


واګنر یو مشکوک سازمان دی چې په رسمي ډول فعالیت نه لري، خو داسې اټکل کېږي چې د پوتین د یوه نږدې همکار یوګني پریګوژین له خوا اداره کېږي او بودیجه یې هم د روسیې استخبارات ورکوي.


د افغانستان د پخواني حکومت د کمانډویانو کره شمېر معلوم نه دی، خو لین اوډانېل په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د شلو او دېرش زرو ترمنځ کمانډویان په خپل حال پرېښودل شول.


سره له دې چې طالبانو د پخواني حکومت کارکوونکو ته بخښنه اعلان کړې وه، خو د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته سلګونه پخواني سرتېري وژل شوي دي.




د پخوانۍ ملي اردو د زرګونه قومندانانو له ډلې یوه هغه ازادي راډیو ته ویلي چې دی د یوې لویې قطعې قومندان و، خو اوس بې برخلیکه دی.


دغه پخوانی قومندان چې د امنیتي ستونزو له کبله خپل نوم او د اوسېدو ځای نه ښيي وایي، څه موده وړاندې یې یوه ملګري وړاندیز ورته وکړ چې که غواړي، روسیه کې کار کولای شي.


هغه ویلي: " څه موده وړاندې زما یو ملګری و، روسیې ته یې خپل کار کړی و، داسې دقیق معلومات نه لرم چې تللی او که دلته دی، زه ورسره رابطه کولای شم، هغه ماته هم وړاندیز کړی و چې که غواړې له هېواده ووځې، د روسیې لپاره درته کار کولای شم، راته یې وویل که ملګري دې هم وي، ځان سره یې خبر کړه، خو بیا د روسیې سفارت مخې ته برید وشو، سفارت هم بند شو، امکانات د دې کار شته، سلو کې ۹۰ فیصده دا کار امکان لري."


دغه قومندان وایي، شاوخوا ۴۰۰ کسانو یې ترلاس لاندې کار کړی او په مختلفو ولایتونو له هغه ډلې کندهار، ننګرهار، کونړ او هلمند کې یې دنده ترسره کړې.


تراوسه معلومه نه ده چې روسیې څه شمېر پخواني افغان کمانډویان استخدام کړي دي.


تر دې وړاندې د امریکا کانګرس ایران ته د دغو کمانډویانو د تېښتې راپورونه ورکړل شوي دي.


ایران د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړی دی.


د بریتانیا، امریکا او خپله اوکراین چارواکو ویلي چې ایران روسي ځواکونو ته انتحاري بې پیلوټه الوتکې هم ورکړي چې د اوکراین جګړه کې ترې کار اخلي.


د امریکا د کانګرس جمهوریپال غړي مایکل مک کال په یوه راپور کې ویلي، که پخواني افغان ځواکونه مجبوره شي چې له یوه دښمن، ترهګرې ډلې او د چین، روسیې او ایران په څېر دولتي لوبغاړو سره یوځای شي، د امریکا امنیت ته خطر پېښولی شي.


فارین پالیسي ویلي، امریکا د شلو کلونو په ترڅ کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په جوړښت شاوخوا ۹۰ میلیارده ډالر لګولي دي.


د افغانستان دغه ځواکونه د قوت او کمزورتیا له یو شمېر ځانګړنو سره سره وپاشل شول.


پخوا تر دې تل افغان او امریکایي چارواکو ویلي چې دغه ځواکونه په سیمه کې بې ساري دي ځکه چې د امریکا د سمندري ځواکونو او د بریتانیا د ځانګړو هوایي قطعاتو له خوا روزل شوي دي.


د پوځي چارو یو شمېر افغان کتوونکي وایي، که روسیه د اوکراین جګړې ته افغان کمانډویان ولېږي، جګړه کې به د روسیې په ګټه د پام وړ بدلون راولي.


د اوکراین په جګړه کې د افغان ځواکونو د احتمالي ښکېلتیا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې لوېدیځو چارواکو ویلي، روسي ځواکونه د اوکراین په جګړه کې له ماتې سره مخامخ دي او اوکرایني ځواکونو ترې ډېرې سیمې بېرته نیولي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России