رانا ثنا الله وايي اسلام اباد ته یې د تحریک انصاف د لاریون داخلېدو مخنیوي لپاره تدابیر نیولي
د تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت ضد لاریون نېټه د اکتوبر پر ۲۵مه تر هغې څلور ورځې وروسته اعلان کړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ. د نوموړي په مشرۍ لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شو.