جنوبي افریقا؛ ۱۸ شکمن وسله وال پولیسو سره جګړه کې وژل شوي
![جنوبي افریقا؛ ۱۸ شکمن وسله وال پولیسو سره جګړه کې وژل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-ac53-08db5d1a3a22_w800_h450.jpg)
د جنوبي افریقا پولیس له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پرمهال د اتلسو مشکوکو کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د پولیسو یو شمیر چارواکو پرون وویل، چې د جنوبي افریقا په شمال کې د ماکادو په ښارګوټي کې دا نښته وشوه.
پولیسو تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دې ویلي، خو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی دی چې دې کسانو په هغو وسله والو غلاو کې لاس درلود، چې د بانکونو له موټرو یې پیسې تښتولې.
دا په جنوبي افریقا کې د دوهمې ورځې په مخه مرګونې پيښه ده، چې رامنځته کیږي.
د پنجشنبې په ورځ د جهانسبرګ په ښار کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه څلور اویا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.