پاکستان کې د اسیا کرکټ جام لوبې؛ د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه بنګله دېش سره ده
![پاکستان کې د اسیا کرکټ جام لوبې؛ د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه بنګله دېش سره ده](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7c4f-08db85977ca8_w800_h450.jpg)
د اسیا د کرکټ جام لوبو په ترڅ کې به افغان لوبغاړي خپله لومړۍ لوبه سبا له بنګله دېش سره وکړي.
دا لوبه په لاهور کې ده.
د دوه زره درویشتم کال اسیایي جام لوبې د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب د اګست په دېرشمه پیل شوي دي، چې د سپتمبر په اوولسمه به یې پایلوبه وي.
نن د دې جام یوه مهمه مسابقه ده چې هند به له پاکستان سره ولوبیږي.
د پنځوس اورونو په دې جام کې د اکثر کتونکو په باور ننۍ لوبه سخته ده، ځکه چې په اسیایي لوبډلو کې هند او پاکستان ته د ډیرو پیاوړیو لوبډلو په سترګه کتل کیږي.