اسیا جام؛ سریلانکا د دوهمې سیالۍ پچه ګټلې او توپوهنه کوي
د اسیاجام سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان او سریلانکا سره سیالۍ کوي.
د نننۍ لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
د پچې اچونې پرمهال د سریلانکا لوبډلمشر شناکا وویل، د توپوهنې موخه یې دا ده چې افغانستان ته ښه ټارګېټ یا هدف وټاکي.
نوموړي د افغانستان لوبډله پیاوړې یاده کړه او ویې ویل یوه ښه لوبه به نندارې ته وړاندې شي.
دغه راز افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم د پچې اچونې پرمهال وویل چې که پچه یې ګټلی وای نو لومړۍ توپ اچونه یې کوله.
شهیدي زیاته کړه، موخه یې دا ده چې نن لومړی ځان ته ټارګېټ یا هدف معلوم کړي او بیا به هڅه کوي چې د نېټ رن رېټ د ښه کېدو په پار یې په ټاکل شویو اورونو کې پوره کړي.
باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو په یولس کسیزو لوبغاړو کې کوم بدلون نه شته.
د ویلو ده چې د روان اسیا جام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه بایللې، خو سریلانکا بیا ګټلې ده.