یوسف نورستانی بیرته افغانستان ته ستون شو
د راپورونو له مخې، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخوانی رییس احمد یوسف نورستاني بیرته افغانستان ته ستون شوی دی.
د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون د کابل په هوایي ډګرکې د ښاغلي نورستاني د یوه تصویر له خپریدو سره ویلي چې نوموړی نن غرمه مهال کابل ته راورسید.
د طالبانو یوشمېر چارواکي، له هغې ډلې د تربیت بدني او ورزش ریس احمدالله وثیق چې د طالبانو له خوا افغانستان ته د افغان شخصیتونود بیرته ستنولو د کمیسیون غړی دی، په دې تصویرکې لیدل کیږي له هغه سره د الوتکې په خوا کې ولاړدی.
احمد یوسف نورستاني د ۱۳۹۳ او۱۳۹۵ کلونو ترمنځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ریس په توګه دنده ترسره کړې.
د هغه ترمشرۍ لاندې په ترسره شویو لانجمنو انتخاباتو کې اشرف غني ګټونکی اعلان او ولسمشر شو.
پر ښاغلي نورستاني په افغانستان کې دننه او په امریکا کې د اداري فساد تورونه لګول شوي، چې ده ردکړي دي.