ګریفیتس: د افغانستان په ګډون ۱۴ بېوزلو هېوادونو ته ۱۲۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي
ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په ۱۴ بېوزلو هېوادونو کې د بشري مرستو د رسولو عملیاتو ته له خپلې بېړنۍ بودیجې څخه ۱۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارټین ګریفیتس پرون وویل، په داسې حال کې چې د دې سازمان ډېری بشري عملیاتو او مرستندویو ادارو ډېره لږه بودیجه لرله، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې کار ته اړتیا لیدل کېده.
ملګرو ملتونو په دې لړ کې د افغانستان او یمن لپاره شل شل میلیون ډالر او د فلسطیني قلمرو او ملاوي په څېر د نور هېوادونو لپاره د نهو او څلور میلیون ډالرو ترمنځ بېړنۍ بودیجې ځانګړې کړې دي.
له دې ۱۲۵ میلیون ډالرو سره هغه بېړنۍ بودیجه چې ملګرو ملتونو سږکال د خپلو لګښتونو لپاره ځانګړي کړې، له ۲۷۰ میلیون ډالرو واوښته.
د یاد سازمان ویاند فرحان حق ویلي چې که مرستندوی هېوادونه د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ نژدې ۳۹ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنې ته ځواب ونه وايي نو ښايي سږکال د نړۍ میلیونونه وګړي وږي پاتې شي.