'آی او ایم': ګڼ افغانان د معیاري روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو هڅه کوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، په افغانستان کې ګڼ کسان د معیاري روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون سې شنبه په خپل اکس شبکه کې لیکلي چې د دوی ټیمونو د روان ۲۰۲۳م کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې له څه باندې درې لکه او ۲۵زره کسانو سره ابتداييه روغتیايي مرستې کړې دي.
د دې ادارې په وینا، دغه ټیمونه توانېدلي د افغانستان سرحدي سیمو ته هم ځانونه ورسوي، چې هلته ورتګ خورا ګران کار وي.
د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک له کلونو راهیسې شکایت کوي چې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي او هغه خدمات هم چې دوی ته وړاندې کېږي، لنډمهاله وي.