جګړه:؛ اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا کې د پرمختګ ادعا وکړه
اوکرایني چارواکي ادعا کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د روسي ځواکونو پرضد د پیل شویو تهاجمي عملیاتو له پیل سره اوکرایني ځواکونه توانېدلي په زاپوریژیا سیمه کې شا و خوا ۷ کیلومتره مخکې شي.
چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونو تېره اوونۍ د روسیې پر بېلابېلو استحکاماتو ولکه ټینګه کړې، چې روبوتین کلی بېرته ونیسي او دا په دې سیمه کې د اوکراین لومړۍ مهمه تاکتیکي بریا ګڼل کېږي.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د اوکراین د لوی درستیز د ویاند پاولو کوالچوک په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د اوکراین ځواکونو په دې سیمه کې پرمختګونه کړي او د سې شنبې پر سهار له روسي ځواکونو، د نیول شویو سنګرونو په پیاوړتیا بوخت وو.
د جګړې څېړنیز بنسټ د جغرافیايي تصاویرو په استناد پرون وویل چې د اوکراین پلي ځواکونه په زاپوریژیا کې د ټانک ضد خندقونو او د ماینونو له بېلابېلو میدانونو چې د روسیې دفاعي کرښې ګڼل کېږي، اوښتي او مخکې تللي دي.
دغه بنسټ ویلي، دا نه شي اعلانولی چې د روسي ځواکونو دفاع دې په بشپړ ډول له منځه تللې وي، ځکه په سیمه کې د اوکراین هېڅ ډول لوی زغروال وسایط نه دي لیدل شوي.
په همدې حال کې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه خپلو حملو ته دوام ورکوي، د اوکراین په جنوب ختیځ کې زاپوریژیا سیمه د ۱۸ کلنې جګړې په عمده تمرکز بدله شوې ده.
شویګو پرون د روسیي ځواکونو افسرانو ته په وینا کې وویل، اوکراین خپل ریزرف ځواکونه چې د کییف د غربي متحدانو له خوا روزل شوي، سیمې ته لېږدولي دي.
هغه د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره هېڅ ډول شواهد وړاندې نه کړل او د هغه څرګندونې په خپلواک ډول نه شي تایید کېدلی.
د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې، د اوکراین په جنوب ختیځ کې روانې شخړې ممکن د اوکراین د روانې جګړې یوه کلیدي موضوع وي او که هلته د روسي ځواکونو دفاع ختمه شي، اوکرایني ځواکونه کولی شي چې په جنوب کې د سواحلو پر لوري مخکې لاړ شي او روسي ځواکونه پر دوو برخو ووېشي.
د اوکراین د رویال یونایټیډ موسسې د دوشنبې د ارزونې له مخې بیا هم دغه تګلاره کراره مخ ته ځي او په هرو پنځو ورځو کې یو وار اوکرایني ځواکونه له ۷۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ مترو پورې مخکې ځي، چې دا کار روسي ځواکونو ته چانس په لاس ورکوي، څو بیا منسجم شي.